• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍوالو سازمانونو غوښتنه؛ په پاکستان د افغان خبریالانو ځورونه او اېستنه سملاسي بنده کړئ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د خبریالانو ملاتړو درېیو سازمانونو په یوه ګډه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو خپلسرې نیونې، ځورونې او په زوره شړل سملاسي ودروي.

درېیو نړۍوالو سازمانونو «CPJ, RSF, FPU» د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ادرس په یوه استول شوي لیک کې ویلي، چې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د وروستیو کړکېچونو له امله افغان خبریالان په پاکستان کې له خپلسرو نیونو، ځورونو او په زوره افغانستان ته له ستنولو سره مخ دي.

یادو سازمانونو د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتي، چې د بشري حقونو د نړۍوالو اصولو پر بنسټ د دغه ځپونکي بهیر مخه ونیسي.

په لیک کې راغلي، چې یوازې په روان میلادي کال کې ۲۰ افغان خبریالان نیول شوي، چې له دې ډلې یوازې نهه تنه یې په تېرو ۱۵ ورځو کې په زور بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

یادو سازمانونو ویلي، چې افغانستان ته په زور استول شوي خبریالان، په یاد هېواد کې له ګواښ سره مخ دي.

په یاد لیک کې له شهباز شریف څخه غوښتل شوي، چې لومړی باید په پاکستان کې د خپلسرو نیونو او جبري ستنولو لړۍ ودروي، د نه‌ستنولو نړۍوال اصل ته دې درناوی وکړي، بندي شوي خبریالان دې خوشې او درېیمو هېوادونو ته د سفر په تمه خبریالانو لپاره د لنډمهالې ملاتړ چوکاټ رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې ګڼ خبریالان درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، د پاکستان حکومت د نورو افغان کډوالو ترڅنګ د خبریالانو په نیولو او ځورولو بوخت دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

محمد محقق افغانانو ته؛ د بدلون لپاره چمتو اوسئ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.

محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.

هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»

پاکستان وایي پر کابل، پکتیا او کندهار بریدونو کې هېڅ ملکي وګړی نه دی زیانمن شوی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي چې پر کابل، پکتیا او کندهار د پاکستاني بریدونو کې هېڅ ملکي وګړی نه دی زیانمن شوی. تر دې وړاندې یوناما ویلي و، چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

عطاالله تارړ د جمعې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې هېواد د ځواکونو په هوايي بریدونو کې په کابل، پکتیا او کندهار کې د افغانستان په هغو تاسیساتو حمله شوې چې د وسله والو سره تړاو لري.هغه زیاته کړه چې په دې حملو کې هېڅ ملکي وګړي یا غیرنظامي بنسټونه زیانمن شوي نه دي.

عطاالله تارر ویلي چې د «غصب الحق» عملیاتو د پیل راهیسې ۶۶۳ طالب جنګیالي وژل شوي او تر ۸۸۷ زیات نور ټپیان شوي دي.

مخکې له دې، طالبانو ویلي وو چې په ننگرهار کې په پاکستاني بریدونو کې ملکی وګړي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

یوناما یو وار بیا له دواړو خواوو غوښتي، چې سملاسي‌ دې جګړه ودروي ترڅو د ملکي خلکو د زیان مخه ونیول شي.

چین: د طالبانو او پاکستان شخړه یوازې د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان شخړه یوازې د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي. هغه زیاته کړه، چین چمتو دی د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د طالبانود بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد وزارت وزیر، امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره ټیلیفوني خبرې کړي. په دې خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د امنیتي وضعیت او د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو پر اغېزو مفصلې خبرې وکړې.

متقي د افغانستان د بهرني سیاست اقتصادمحوره تګلارې یادې کړې او ویې ویل چې هېواد له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی. نوموړي د سیمې وروستي امنیتي وضعیتونه هم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې طالباند هر ډول کړکېچ د حل یوازینۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي بولي.

متقي د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره وروستیو بریدونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې په بمباریو او توغندیزو بریدونو کې زیاتره ملکي وګړي، ښځې او ماشومان په نښه کېږي او ملکي تاسیسات تخریب کېږي، چې د تیري شپې د کابل او کندهار بریدونه یې غوره بېلګه ده.

وانګ يي د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، د سیمه‌ییز ثبات او امنیت لپاره د سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم وبلل او د افغانستان د ډیالوګ محوره دریځ یې هرکلی وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې عام خلک او ملکي تاسیسات په نښه کول د منلو وړ نه دي.

وانګ يي همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ وضعیت ته اشاره وکړه او وویل چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او د کړکېچ کچه نوره هم لوړیږي. هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

ایرلینډ: نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو لپاره عدالت یقیني کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د ایرلینډ هېواد استازي د ښځو د وضعیت د ۷۰مې کمیټې غونډې ته ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت لاسرسی یقیني کړي.

هغه وویل، ځواکمنې افغانې مېرمنې د طالبانو تر ظالمانه رژیم لاندې ژوند کوي، چې پر دوی د تعلیم، کار او عامه ژوند په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. سربېره پر دې، د ښځو د حقوقو مدافعې او د ټولنیزې مبارزې هڅې هم د طالبانو له خوا له ستونزو سره مخ دي.

د ایرلینډ استازي ټینګار وکړ چې افغانې مېرمنو، سره له دې محدودیتونو، د عدالت ترلاسه کولو هڅې روانې ساتلي دي او ځینې نورې ډلې هم په دې لاره کې مبارزه کوي.

ایرلینډ په څرګند ډول وویل چې دوی د افغان ښځو سره په دوامداره توګه اوږه په اوږه ولاړ دي او اوس د حساب ورکونې وخت رارسېدلی دی.

سرور دانش: طالبانو د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې د هېواد پر ضد د یرغل زمینه برابره کړې

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش وايي چې طالبان په هېواد دننه د سولې د تامین وړتیا نه لري او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې د نورو هېوادونو د «یرغل» لپاره زمینه برابره کړې ده. ښاغلي دانش وویل که افغانستان د ټولو لپاره نه وي، نو د هېچا لپاره به نه وي.

د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا د جمعې په ورځ، د کب ۲۲مه، د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۳۱م تلین په مناسبت یوه مجازي غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې سیاسي څېرې او د پخواني حکومت چارواکي، له هغې ډلې محمد محقق، احمد مسعود، سرور دانش او نورې شخصیتونه ګډون درلود.

سرور دانش د طالبانو او پاکستان تر منځ د روانو شخړو په اړه وویل چې طالبان د افغانستان په دننه کې د سولې او ثبات د تامین وړتیا نه لري او د دې ډلې کړنې د ګاونډیو هېوادونو سره د کړکېچ سبب شوي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دانش له طالبانو وغوښتل چې سمدستي د ترهګرو ډلو ملاتړ بند کړي او د سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره هر ډول تعامل او د دې ډلې په رسمیت پېژندل قانوني مشروعیت نه لري.