په خیبر پښتونخوا کې د چاودنې له امله اووه پاکستاني پولیس وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په لکی مروت سیمه کې د پولیسو پر موټر په بمي برید کې ۷ پاکستاني پولس وژل شوي. د پولیسو یوه سیمه ییز ویاند د جمعې په ورځ تایید کړه، چې شپږ پولیس پر ځای وژل شوي او یو بل پولیس په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې ټپي شوی پولیس هم د درملنې پرمهال د خپلو ټپونو له امله مړ شوی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، برید د پولیسو پر موټر ترسره شوی دی.
پاکستاني چارواکو دا برید "ترهګریز" بللی دی.
د سیمې د پولیسو ویاند قدرت الله وویل، چې پولیس په سیمه کې په معمول په ډول په ګزمه بوخت وو، چې پرې برید وشو. د هغه په وینا، موټر د چاودیدونکو توکو سره په نښه شوی.
د تیر کال په پرتله په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.
د راپورونو له مخې په تېر کال کې په دې ایالت کې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ لوړه شوې ده، چې د مړو شمېر یې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۶۲۰ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۲۳۳۱ ته لوړ شوی دی.
