د افغانستان او ایران سوداګرۍ خونه: د اوبلن ګاز په هر ټن کې شاوخوا ۵۰ ډالره کمښت راغلی

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمالالدین توحید وايي، په روانې زېږدیزې میاشت کې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ قراردادونه شوي چې له مخې یې د اوبلن ګاز په هر ټن کې ۵۰ ډالره کمښت راغلی دی.
