• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا حکومت د تېلو د سپما لپاره د موټرو کارول ۶۰ سلنه کم کړل

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰

په منځني ختیځ کې د کړکېچ او د تېلو په بیو کې له زیاتوالي سره هم‌مهاله د خیبرپښتونخوا حکومت پرېکړه کړې، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د تېلو د سپما لپاره د دغه ایالت په ټولو ادارو کې د موټرو کارول ۶۰ سلنه راکم کړي.

د پاکستان ډان ورځپانې د خېبر پښتونخوا د چارو ادارې د یوې خبرتيا له مخې لیکلي: «د سیمې د روان وضعیت له امله چې د پټرولو پر اکمالاتو اغېز کوي او ښايي د هېواد د بهرنیو اسعارو پر زېرمو فشار زیات کړي، د خېبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې، چې ۶۰ سلنه د خپلو ټولو ادارو رسمي موټر د دوو میاشتو لپاره ودروي».

په خبرتیا کې د ټولو ادارو چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې یاده پرېکړه عملي کړي. د خېبر پښتونخوا د چارو ادارې ویلي، چې د پولیسو عملیات، د قانون پلي کوونکو ماموریتونه او د ژغورنې او بېړنیو خدمتونو ادارې په دغه پرېکړه کې نه‌دي شامل.

په یوې بله خبرتیا کې د خېبر پښتونخوا د تاسیساتو ریاست اعلان کړی، چې د رسمي موټرو لپاره به د میاشتني تېلو اندازه ۲۵ سلنه راکمه شي. د خېبر پښتونخوا د اداري چارو ریاست د ټرانسپورټ څانګې په خبرتیا کې هم ویل شوي، چې د سیمې روان وضعیت او د تېلو د اکمالاتو د احتمالي کمښت له امله د چارواکو لپاره د میاشتني تېلو په امتیاز کې د راتلونکو دوو میاشتو لپاره ۲۵ سلنه کمښت عملي کېږي.

په دغه خبرتیا کې راغلي، چې د وزیرانو، سلاکارانو او د سر وزیر ځانګړو مرستیالانو د تېلو میاشتنۍ‍ انداره له ۳۹۰ لېټرو څخه ۲۹۲ لېټرو ته راکمه شوې ده.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۰

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي. دا د امریکا هغه ډيپلوماټيک ماموریت و، چې ډیورنډ کرښې ته نږدې او پر افغانستان د ۲۰۰۱کال تر برید مخکې د جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د لوژستیک مهم مرکز ګڼل کېده.

په راپور کې ویل شوي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه څو ورځې وړاندې کانګرس ته استولې او ویلي یې دي چې له دې سره ۷.۵ مېلیونه ډالره سپمولی شي. دغه وزارت ویلي، چې د یادې څانګې په تړل کېدو سره به په پاکستان کې د امریکا ګټې زیانمنې نه‌شي.

دغه پرېکړه له تېر یو کال راهیسې تر هغه وروسته تر غور لاندې ده، چې د ټرمپ حکومت د خپلو لګښتونو کمولو پرېکړه وکړه. په راپور کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د ایران د جګړې سره تړاو نه‌لري او نه هم په پاکستان کې د امریکا پر ډیپلوماټیکو مرکزونو د لاریونونو له کبله ده.

په تېرکال کې د امریکا د لګښتونو کمولو پلان په لړ کې د دغه وزارت څو زره کارکوونکي له دندو ګوښه شول او د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې نږدې ټول کارکوونکي له دندو ګوښه او دغه اداره په بشپړه توګه منحل شوه.

په پېښور کې د امریکا د کونسلګرۍ تړل د دغه هېواد لومړنی بهرنی ډيپلوماټیک ماموریت دی، چې په بشپړه توګه بندیږي. په راپور کې ویل شوي، چې په پېښور کې د امریکا کونسلګري ۱۸ امریکايي ډيپلوماټان او ۸۹ ځايي کارکوونکي لري او د یادې کونسلګرۍ په تړلو به شاوخوا ۳ مېلیونه ډالر لګښت راشي.

د معلوماتو له مخې؛ د دغه پېسو تر نیمايي‌ ډېر ۱.۸ مېلیونه ډالر به د هغه زغره‌واله کانټینري دفترونو پر لېږد ولګول شي، چې دوی د لنډمهاله اوسېدو لپاره کارول او پاتې پیسې به د ګاډو، برېښنايي او مخابراتي تجهیزاتو او د دفتر د فرنیچر پر لېږد مصرف شي. دوی وايي، چې دغه ټول به په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت، کراچۍ، لاهور او نورو څانګو ته ولېږدوي.

په لکي مروت کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه ماشومان ټپیان شوي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په تختي‌خېل سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه ماشومان ټپیان شوي دي. پولیس وایي، چاودېدونکي توکي له الوتکې غورځول شوي او ښایي دغه برید د وسله‌والو له‌خوا ترسره شوی وي.

د لکي مروت د پولیسو یو افسر وایي، چې دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ د شهید عصمت‌الله خان خټک د پولیسو حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. هغه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي: « دغه برید پنځه کم‌عمره ماشومان ټپیان کړي دي».

هغه زیاته کړې، چې د ټپیانو له ډلې دوه هلکان د سختو ټپونو له امله د بنو روغتون ته لېږدول شوي دي. بل‌خوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي شاداب خان هم ویلي، چې درې نورې ټپي شوې نجونې د سرای نورنګ تحصیل مرکزي روغتون ته انتقال شوې دي.

د پولیسو په وینا؛ له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو یو پلاوی سیمې ته رسېدلی او د برید د عاملانو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

ایمل ولي خان: «تاسې افغانستان ته پسې ولاړئ خو ترهګر په پېښور کې راڅرګند شول»

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر د خیبر په باړه کې د پاکستاني طالبانو د تلاشۍ ویډیو ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد په افغانستان کې عملیات وکړل، خو وسله وال د پېښور حیات اباد سیمې ته نږدې په خیبر سیمه کې راڅرګند شوي دي.

ایمل ولي خان د وسله والو د یوې ویډیو خپرېدو ته په غبرګون کې، چې ویل کیږي په باړه کې یې د موټرو تلاشي کوله، پر خپل اېکس ولیکل، « دا حالت ښيي چې لومړی باید په هېواد کې دننه د ترهګرۍ پر ضد روښانه او یو شان پالیسي خپله شي».

هغه زیاته کړې، چې تر هغه وخته په سیمه کې امن نه راځي تر څو په پاکستان کې د «ښه او بد» پالیسي پای ته ونه رسېږي.

ایمل ولي خان وايي، د خېبرپښتونخوا جنوبي ولسوالۍ لا له وړاندې د وسله والو تر اغېز لاندې دي او که حالت همداسې دوام وکړي نو د پېښور امنیت هم له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د ده په وینا، حکومت باید د خلکو پام د انتخاباتي فورمونو ۴۷ او ۴۵ په بحثونو کې بوخت نه کړي او د امنیت پر ټینګښت تمرکز وکړي.

اېمل ولي خان ویلي چې په خېبرپښتونخوا کې د امن لپاره سلګونو زره پښتنو او زرګونو سیاسي فعالانو قربانۍ ورکړې دي، نو باید د هغوی قربانۍ بې ځایه نه شي. هغه د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د سیمې د امن د ټینګښت لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ او حکومت په دې وروستیو کې د خیبر په تیرا کې د عملیاتو په هدف ددې سیمو له خلکو وغوښتل چې سیمه پریږدي، خو د خلکو له وتلو وروسته تر دې مهاله په دې سیمه کې عملیات نه دي شوي.

په خیبر پښتونخوا کې تر ۲زره ډېر افغان کډوال نیول شوي دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دغه کډوال د فبرورۍ له ۲۷مې او د مارچ ۴مې نېټې ترمنځ نیول شوي دي. د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۶۰۰ افغان کډوال په پېښور ښار کې او نږدې ۴۰۰ نور په نوشهره او چارسده سیمو کې نیول شوي دي.

پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د طالبانو تر نښتو وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د تړلو لارو له امله د کډوالو د نیونې او اېستنې لړۍ په لنډمهالي ډول درول شوې ده او ښایي چې دغه عملیات تر کوچني اختر وروسته بیا پیل شي.

خو تېره ورځ هم په اسلام‌اباد کې د پاکستاني پولیسو د عملیاتو پرمهال د افغان خبریالانو په ګډون یوشمېر کورنۍ نیول شوې دي.

د ښځو نړیواله ورځ؛ په پېښور کې د بشري حقونو فعالانو د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت سوله‌ییز لاریون ترسره شوی، چې ګډونوالو یې له حکومت څخه د سولې، امنیت او د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

د لاریون پر مهال یو شمېر د بشري او ښځینه حقونو فعالانو وویل چې په پاکستان او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو او ترهګرۍ له امله ښځې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د دوی په وینا، د روانو ستونزو له امله ښځې له اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ننګونو سره مخ دي.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو پوځي کړکېچونو له امله د سیمې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، یو شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې او ښځې اړ شوې دي چې د خوندي پاتې کېدو لپاره د برتانوي دورې په زړو رېلي تونلونو کې پناه واخلي.

لاریونوالو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د ټینګښت لپاره جدي او بېړني اقدامات ترسره کړي، څو په سیمه کې د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو لپاره د امنیت او ثبات فضا رامنځته شي.