• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سیمه کې د روان کړکېچ په لړ کې؛ له ایران او پاکستان نه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون پنجشنبه (د کب ۲۱مه) له ایران او پاکستان نه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۵، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۴۱ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، تېره اونۍ ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا د پاکستان بریدونه وغندل

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بېګاني بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ غندلي دي.

نوموړي نن جمعه (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه دغه بریدونه د ښه ګاونډیتوب، بشري ارزښتونو او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې «دښمني پرېږدي، دوراندېشي وکړي او د افغانستان سره نیکه او متمدنه روابط او تګلاره اختيار کړي».

پاکستان تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبار کړی دی. ورته مهال د‌ طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. په راپور کې راغلي، د دغه بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی: «دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي».

د برېتانیا استازی: د افغانستان راتلونکی د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو درناوي پورې تړلی دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې د افغانستان سوله‌ییز او باثباته راتلونکی د طالبانو له‌خوا د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوي پورې تړلی دی. د هغه په وینا، عدالت ته لاسرسی د خلکو لپاره خورا مهم دی؛ څو وکولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي جمعه (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په حواله لیکلي:« په افغانستان کې ښځې رسمي قضایي سیسټم ته ډېر کم لاسرسی لري. عدالت ته لاسرسی د خلکو لپاره خورا مهم دی؛ څو وکولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي».

ورته مهال د ملګرو ملتونو موندنې ښيي، چې په افغانستان کې ښځې د نارینه‌و پرتله رسمي قضایي سیسټم ته څلور برابره کم لاسرسی لري. د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او وقار ډاډمنتیا لپاره یو بنسټیز حق دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د ښځو په نړۍواله ورځ خپلې تازه موندنې خپرې کړې وې. د راپور له مخې؛ قضایي سیسټمونو ته د افغان ښځو کم لاسرسی د عدالت د ټینګښت په برخه کې پراخه تشه ښیي.

د افغانستان او ایران سوداګرۍ خونه: د اوبلن ګاز په هر ټن کې شاوخوا ۵۰ ډالره کمښت راغلی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید وايي، په روانې زېږدیزې میاشت کې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ قراردادونه شوي چې له مخې یې د اوبلن ګاز په هر ټن کې ۵۰ ډالره کمښت راغلی دی.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، که څه هم ایران له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی؛ خو افغانستان ته یې د اوبلنو ګازو د لېږد او وارداتو بهیر له خنډ پرته په عادي توګه دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ لوی قراردادونه لاسلیک شوي او د ګازو بیه هم ټیټه شوې ده. په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې له ایران سره یې نوره سوداګري هم له خنډ پرته په عادي توګه روانه ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر کړکېچ او سوداګرۍ بندېدو وروسته طالبانو له ایران، هند، ترکیې او د منځنۍ اسیا له یوشمېر هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

عبدالسلام ضعیف وايي پر افغانستان د پاکستان بریدونه «ظلم او جنایت» دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په اسلام‌اباد کې د یادې ډلې سفیر عبدالسلام ضعیف پر کابل، کندهار او خوست د پاکستان بریدونه غندلي او دا یې «لوی ظلم، جنایت او بزدلانه عمل» یاد کړی. هغه زیاته کړې، چې «د پاکستاني رژیم موخې ناکامه شوې او دغه رژیم د هر افغان دوښمن دی».

نوموړي د جمعې په ورځ (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدونو په غبرګون کې کاږلي: «د تېرې شپې بمباري په هېواد کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې».

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي، پاکستان تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبار کړی دی. د نوموړي په وینا؛ پاکستان په دغه بریدونو سره په ځینو ځایونو کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي، چې له امله یې یوشمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

له بل پلوه د‌ طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. په راپور کې راغلي، د دغه بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په برېتانیا کې یو افغان د تښتونې او جنسي تېري اعتراف وکړ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۰

یو افغان د برېتانیا په محکمه کې د تښتونې، جنسي تېري او د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونو اعتراف کړی دی. ۳۹ نجیب‌الله عرب د پنجشنبې په ورځ د اکسفورډ په ښار کې محکمې ته حاضر شو.

د محکمې د راپور له مخې؛ هغه (د جنورۍ په ۲۱مه) د یوې جنسي ځورونې پېښې په تړاو تورن شوی و. همدارنګه په بلې دوسیه کې نجیب‌الله عرب د روان کال (د جنورۍ په ۲۷مه) د یوې بلې ښځې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې له تورونو سره مخ و.

نجیب‌الله عرب که څه هم په پيل کې د تښتونې تور رد کړی و؛ خو په وروستۍ محکمه کې یې پر دغه ټولو تورونو اعتراف وکړ. د پولیسو د راپور له مخې؛ هغه یوه ښځه له یوې کوڅې څخه په زور کش کړې وه او یوې کروندې ته یې بېولې وه.

د کشفي چارو مشر اسټوارټ مې د قربانیانو له زړورتیا مننه وکړه، چې دغه جرمونه یې راپور کړي دي او ویې ویل چې پولیس د جنسي جرمونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ډېر جدي نیسي.

ټاکل شوې ده، چې نجیب‌الله عرب به په یوې بلې ټاکلې نېټې د محکمې له‌خوا په رسمي ډول محکوم شي.