• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د ووشو لوبډله د ځوانانو د اولمپیک په غوراوي سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې په «تالو» څانګه کې د افغان ځوانانو ووشو لوبډله د بودجې د کمښت له امله په چین کې د ځوانانو اولمپیک د غوراوي په سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه.

د معلوماتو له مخې؛ په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې او چمتووالي اعلان وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶کال د مارچ ۸مه ټاکل شوې وه. د پلان له مخې؛ د افغانستان د ووشو لوبډلې غړي باید د ۱۴۰۵ کال (د وري په ۳مه) چین ته سفر وکړي، چې په سیالۍ کې برخه واخلي؛ خو ویل کېږي چې د افغانستان د بدني روزنې ادارې د بودجې د نشتوالي له امله د لوبډلې د سفر لګښتونو له ورکولو ډډه کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې د ځوانانو اولمپیک نړۍوالې لوبې په سېنګال کې ترسره شي او د غوراوي سیالۍ به یې په راتلونکو ورځو کې د چین په تیانجېن کې پیل شي؛ دا ځل به دغه سیالۍ د افغان لوبغاړو له ګډون پرته ترسره شي.

ووشو د افغانستان یو له هغو لوبو څخه ده، چې په نړۍوالو سیالیو کې یې ګڼ مډالونه ګټلي دي. له دې ډلې محمد طه د روان کال (د زمري په ۶مه) یې د اسیا د ځوانانو په اتلولۍ کې د تالو په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه او د اتلولۍ مقام یې خپل کړ.
خو لاتر اوسه د ورزش برخې چارواکو او د افغانستان د ووشو فدراسیون په رسمي ډول په دغه سیالیو کې د افغان لوبډلې د نه ګډون په اړه څه نه‌دي ویلي.

100%

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

افغان سوک وهونکی شکران پرواني په لندن کې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۰۶ GMT+۰

افغان سوک وهونکی شکران پرواني به په لندن کې د «PIVOTAL» سوک وهنې سیالۍ کې برخه واخلي، دغه سیالۍ د (Top Tier Boxing) سازمان له‌خوا ترسره کېږي. که څه هم د نوموړي سیال لاتراوسه نه‌دی ټاکل شوی؛ خو ټاکل شوې چې دغه لوبه د ۱۴۰۵کال (د غویي په ۱۱مه) ترسره شي.

دغه سیالي به د لندن ښار په یورک تالار کې ترسره شي او دا به د Top Tier Boxing سازمان له‌خوا تنظیم شوې د شکران پرواني لومړۍ سیالي وي. شکران پرواني چې د جرمني اتل دی او د سوک وهنې نړۍوال فدراسیون (WBF) کې د بریاوو تاریخ لري، په خپل مسلک کې ۲۰ بریاوې او یوه ماته لري.

هغه په ​​۲۰۱۷کال کې د WBF لقب وګاټه او په ۲۰۱۹کال کې د جرمني د سوک وهنې سبک اتل شو. شکران پرواني چې ۱۹۳ سانتي متره لوړه ونه لري، په ۱۹۹۲کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. هغه په ​​۱۹۹۹کال کې په جرمني کې پناه واخیسته او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي.
دغه افغان سوک وهونکي د ۲۰۱۷کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د ۲۴کلنۍ په عمر په هامبورګ کې د یوګن ماریک په وړاندې خپله مسلکي لوبه پیل کړه. هغه د همدې کال د اګست په پنځمه نېټه په ایسن کې فرانک بلومله ته په ماتې ورکولو سره د سوک وهنې نړۍوال فدراسیون د اتل لقب ترلاسه کړ.

100%

د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ کپټانې د ایرانۍ لوبغاړو د پناه‌غوښتنې ملاتړ وکړ

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې او بنسټ اېښودونکې خالده پوپل د ایران د ښځینه فوټبال لوبغاړو د زړورتیا ستاینه کړې او په اسټرالیا کې یې د هغوی د پناه غوښتنې له پروسې ملاتړ کړی دی.

هغې د فوټبال له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې د ښځینه ورزشکارانو د ساتنې لپاره لا زیات ګامونه واخلي. نوموړې د فوټبال نړۍوال فډراسیون (فیفا) او د اسیا د فوټبال له کنفدراسیون څخه وغوښتل، د هغو ښځینه ورزشکارانو د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي چې له ګواښونو او فشارونو سره مخ دي.

د ایراني لوبغاړو د امنیت په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې د ایران دولتي ټلوېزیون دا لوبډله د اسیا د ښځو د فوټبال د ملتونو جام سیالیو پر مهال د ملي سرود د نه ویلو له امله «د جګړې د وخت خاینان» وبلله.

رويټرز زیاتوي، خالده پوپل چې په ۲۰۱۱ کال کې د ښځو د فوټبال د ودې لپاره د خپلو فعالیتونو له امله اړه شوه افغانستان پرېږدي او وروسته یې په ډنمارک کې پناه واخیسته، ویلي چې ایراني لوبغاړو له سختو فشارونو سره سره یوه زړوره پرېکړه کړې ده.

هغې وویل: «هغه څه چې ایراني ښځې یې اوس کوي، د یو ظالم حکومت د فشارونو پر وړاندې درېدل دي. دا یو ډېر زړور اقدام دی او هغوی باید پر ځان وویاړي».

د پناه غوښتونکو ورزشکارانو رواني فشارونه

پوپل د پناه غوښتونکې په توګه د خپلې شخصي تجربې یادونه وکړه او ویې ویل، چې دا ډول پرېکړې حتی د امنیت تر ترلاسه کولو وروسته هم سخت رواني فشارونه رامنځته کوي. هغې زیاته کړه: «ممکن له فزیکي پلوه په امن کې اوسئ، خو له رواني اړخه له فشار، اندېښنې او د ګناه له احساس سره مخ کېږئ؛ ځکه تاسو خوندي یاست، خو نور کسان لکه تاسو ښايي ووژل شي، چوپ کړل شي یا زنداني شي».

پوپل همدارنګه وویل، چې کله یې افغانستان پرېښود، له ژور خپګان، فشار او د خپلې کورنۍ په اړه له دوامدارې اندېښنې سره مخ وه.

د ښځینه ورزشکارانو د ملاتړ غوښتنه

خالده پوپل چې د «نجونو ځواک» په نوم یې یو بنسټ هم جوړ کړی، د ایراني لوبغاړو د ملاتړ لپاره یې د اسټرالیا د حکومت له اقدام څخه مننه وکړه. د اسټرالیا حکومت د ایران د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو ته بشردوستانه پناه ورکړې ده.

په همدې حال کې د فوټبال د لوبغاړو نړۍوالې ټولنې «فیف‌پرو» هم د دې لوبې له بنسټونو غوښتي، چې د دغو لوبغاړو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي. خالدې پوپل ټینګار وکړ، چې د فوټبال نړۍوال فډراسیون او د اسیا د فوټبال کنفدراسیون باید ژر او پرېکنده عمل وکړي.

هغې وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې دا بنسټونه د ایران د ښځو تر څنګ ودرېږي. د هغوی امنیت باید لومړیتوب ولري. نړۍ هره ورځ له لا زیاتو کړکېچونو سره مخ کېږي او ورزش هم باید د داسې حالتونو لپاره چمتو وي».

د ایران جګړې له امله د افغانستان او سریلنکا کرېکټ سیالۍ لغوه شوې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۰

د منځني ختیځ د شخړې له کبله، چې اسراییل او امریکا په ایران بریدونه ترسره کړل او په سیمه کې حالات ترینګلي شول، سریلانکا د افغانستان پر وړاندې د شپږ لوبو سیریز نامعلوم وخت ته وځنډاوه.

د افغانستان کرېکټ لوبډله باید سریلانکا په متحده عربي اماراتو کې کوربه وای، خو د روانې جګړې او د الوتنو د ګډوډۍ له امله دا سیریز لغوه شو.

د سریلنکا کرېکټ چارواکو ویلي: «موږ اړ شو چې د الوتنو وضعیت او سیمه کې روانو جګړو له امله سیریز لغوه کړو.»

په پام کې وه چې د افغانستان او سریلنکا ترمنځ درېشل اوریزېنړیوالې لوبې په شارجا کې د مارچ په ۱۳، ۱۵ او ۱۷ او درې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې په دوبۍ کې د مارچ په ۲۰، ۲۲ او ۲۵ ترسره کیدې.

د شپږو سیالیو دا سیریز د منځني ختیځ له شخړې وړاندې ټاکل شوی خو د متحده ایالاتو او اسراییل د فبروري په ۲۸په ایران باندې برید وکړ، او تهران یې د غچ په توګه ځینې اهداف وویشتل. د دې شخړې له امله د دوبۍ په ګډون د سیمې الوتنې ګډوډې شوې.

تر اوسه د افغانستان کرېکټ بورډ ددغه سیالیو د لغوه کولو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د ټرمپ د لاسوهنې مخه ونیسي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۰ GMT+۰

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسټرالیا کې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو د پناه غوښتنې ملاتړ وکړ، د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د فوټبال په برخه کې د ټرمپ د «سیاسي لاسوهنې» مخه ونیسي.

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، چې د ایران د فوټبال فدراسیون د ټرمپ څرګندونې «بې حسه» وبللې او هغه یې «په فوټبال کې ښکاره سیاسي لاسوهنه» وګڼله.

د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي دي: «د فوټبال نړیوال چارواکي باید د امریکا د ولسمشر مستقیمو سیاسي مداخله کوونکو څرګندونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دا په فوټبال کې د سیاسي لاسوهنې ښکاره بېلګه ده. هغوی باید ژر اقدام وکړي څو دا بهیر دوام ونه مومي».

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، عاطفه رمضاني‌ زاده، زهرا سربالي، مونا حمودي، فاطمه پسندیده او زهرا قنبري چې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پنځه لوبغاړې دي د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۸مه) د لوبډلې له کمپ څخه تر وتلو وروسته یې په اسټرالیا کې د پناه غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل: «اسټرالیا د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو په مجبورولو سره یوه لویه انساني تېروتنه کړې ده».

ټرمپ دا هم وویل چې هغه د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د وضعیت په اړه د اسټرالیا له لومړي وزیر انتوني البانیز سره خبرې کړې دي.

ټرمپ په خپله «ټروټ سوشل» شبکه کې لیکلي چې هغه دغه مسله تعقیبوي او زیاته یې کړه:«تر اوسه د پنځو کسانو وضعیت ته رسېدنه شوې ده او پاتې نور په لاره کې دي.»

اېمل ولي خان په «جی هند» ویلو سره هند ته د اتلولۍ مبارکي وویله

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د کرېکټ په نړۍوال جام کې د اتلولۍ د ګټلو له امله هند ته د «جی هند» په ویلو سره مبارکي وویله. د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ نن د هند په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

اېمل ولي خان په همدې تړاو په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د ستاینې حق باید ادا شي او همداراز یې د هند لوبډله د اتلولۍ مستحقه بللې ده.

هغه زیاته کړې: «جې هند! د هند بریا نه یوازې په ټورنمنټ کې د هغوی پیاوړې لوبه، بلکې د یو منظم او بنسټیز کرېکټ سیسټم ځواک هم منعکس کوي. دا یوه یادونه ده چې په سپورټ کې تلپاتې بریا پر پیاوړو بنسټونو ولاړه وي. لوبډلې ته د دې مستحقې اتلولۍ مبارکي وایم».

«جی هند» چې معنا یې «ژوندی دې وي هند» دی دا شعار په هند کې د ازادۍ د مبارزې پر مهال مشهور شو او دا د دغه هېواد د یوه ملي شعار په توګه په رسمي مراسمو، پوځي سلامیو او د هېوادپالنې د څرګندولو لپاره کارول کېږي او «جی هند» بیا د لوبو پر مهال «هند دې تل بریالی وي» په معنا تعبیرېږي.

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ د هند په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ پایلوبه د هند او نیوزیلنډ تر منځ تر سره شوه او د هند لوبدلې نیوزیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اوریزو نړۍوال جام اتلولي د دویم ځل لپاره په خپل نوم کړه.