یوناما: پر کابل د بېګاني هوایي برید له امله ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.
