د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د تېلو پر یوې زېرمې د پاکستان برید ۶ لکه ډالر زیان اړولی

په کندهار هوايي ډګر کې طالب مسوولین وايي، پاکستان د تېلو پر هغه زېرمې برید کړی چې د خوړو نړۍوال پروګرام، یوناما او یو خصوصي شرکت ترې تېل اخیستل. په دغه برید کې تر ۶۰۰ ټنه زیات تېل سوځول شوي، چې لګښت یې ۶ لکه ډالرو ته رسېده.
