• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد مسعود: روان وضعیت له ترهګریزو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ پایله ده

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۰

د مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود، د پاکستان د پوځ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې روان وضعیت د طالبانو د «غیرعاقلانه» کړنو او له ترهګریزو سازمانونو د دغه ډلې د ملاتړ پایله ده.

مسعود د جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۳۱مې کلیزې په مناسبت وویل چې طالبان د القاعده، تحریک طالبان پاکستان، جیش‌العدل، انصارالله او نورو ډلو لپاره پناه ځای برابر کړی او افغانستان یې د امنیتي او جیوپولیتیکي لوبو ډګر ګرځولی دی.

هغه زیاته کړه د پاکستان د حملو په وړاندې د خلکو د راټولولو هڅې، پرته له داخلي او نړیوال مشروعیت څخه، د هېواد د دفاع سبب نه شي کېدای. احمد مسعود ټینګار وکړ چې هر ډول ازادي باید د افغانانو په لاس ترلاسه شي او هر ډول معامله له خلکو سره له مشورې پرته ناسمه ده.

مسعود له سیاسي مشرانو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د افغانستان د ازادۍ لپاره په همغږۍ او یو لاس ګټه واخلي. هغه همدارنګه د منځني ختیځ د جګړو د اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې د لومړنیو توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي او خلک په ناهیلۍ کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته د کریم خُرم مشوره؛ لویه جرګه راوغواړئ او ملت سره موضوعات شریک کړی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم ویلي، چې پاکستان خپلو بمباریو، زموږ د وطنوالو قتلولو او د بېلابېلو تاسیساتو ویجاړولو ته ادامه ورکوي. خُرم زیاتوي، چې په داسې شرایطو کې باید لویه جرګه راوغوښتل شي او له ملت سره موضوعات شریک او مشورې وشي.

ښاغلي خُرم په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د امریکا ښکاره او احتمالاً پټو تشویقونو، د ملگرو ملتونو انفعالی وضعیت او د افغانستان انزوا پاکستان ته دا جرات ورکړی چې حتی په کابل باندې بمباري وکړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت په یوازې دومره ستر مسایل نشي حل کولی او نه دومره ستر مسوولیت په غاړه اخیستی شي.

خُرم طالبانو ته د مشورې په ډول ویلي، چې نن یې ورځ ده، مونږ لویه جرگه لرو چې اصولاً په همداسې شرایطو کې رابلل کیږي او د سپارښتنو په رڼا کې یې لوي تصامیم نیول کیږي.

له تېرو پنځه لس ورځې راهسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او د پاکستان له لوري پر افغانستان هوايي بریدونه ادامه لري.

نصیر احمد فایق: د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کېدل جنګي جرم دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د پاکستان له لوري د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې ویلي، «د پاکستان مرګوني هوايي بریدونه غندو». فایق ویلي: «د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه ملکي وګړو وژنه یو جنګي جرم دی.»

هغه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې نړیواله ټولنه باید پاکستان مسوول وګڼي او دا بریدونه باید سمدستي پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر یې مستند کړی.

یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

یوناما یو وار بیا له دواړو خواوو غوښتي، چې سملاسي‌ دې جګړه ودروي ترڅو د ملکي خلکو د زیان مخه ونیول شي.

شاه محمود میاخېل: پاکستان به د خپلو بې‌موخو بریدونو لوړه بیه پرې کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي پاکستان به د خپلو بې هدفه بریدونو لوړه بیه پرې کړي. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان بې هدفه بریدونه به ټوله سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي او پاکستان به هم د دې لپاره لوړه بیه ورکړي».

هغه دا څرګندونې پر اېکس خواله رسنۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د څرګندونو په غبرګون کې کړي.

یوناما ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما زیاته کړې، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴کسه وژل شوي او ۱۴نور ټبیان دي.

یوناما یو وار بیا له دواړو خواوو غوښتي، چې سملاسي‌ دې جګړه ودروي ترڅو د ملکي خلکو د زیان مخه ونیول شي.

پاکستان تاییدوي چې په کندهار، کابل او پکتیا کې یې د طالبانو پر تاسیساتو بریدونه کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د دغه هېواد ځواکونو د جمعې پر شپه د طالبانو پوځي مرکزونه د افغانستان په څو ولایتونو کې په نښه کړي دي. بل خوا د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، پر کابل د بېګاني هوایي برید له امله ۴ملکي‌ وګړي وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي.

دوی زیاته کړې، چې پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو اړوند پوځي تاسیسات او مرکزونه په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي دي.

د دغه سرچینو په وینا، په کابل کې د طالبانو د «فرقې ۳۱۳» اړوند تاسیسات او د مهماتو یو زېرمتون په نښه شوی دی. په کندهار کې د «تراوو» په نوم د روزنې یو مرکز او ځینې لوژستیکي زیربناوې، چې د تېلو زېرمتون هم پکې شامل دی، هدف ګرځول شوي دي. همداراز په پکتیا کې د «شېرناو» په نوم د وسله والویو کمپ د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

پاکستاني سرچینو ټینګار کړی چې په دغو مرکزونو کې «ترهګر» روزل کېدل.

په همدې حال کې، دغو سرچینو د طالبانو له حکومت سره هر ډول خبرې او مذاکرې رد کړې دي. د هغوی په وینا، د پاکستان له لوري هېڅ پلاوی د خبرو لپاره کابل ته نه دی تللی.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

د ناروې کډوالو شورا: د افغانستان او پاکستان په جګړه کې ملکي خلک تر ټولو لوړه بیه پرې کوي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د ناروې کډوالو شورا وايي، پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان د جګړې پراختیا د افغانستان په ختيځ کې پر ملکي خلکو سخت اغېز کړی او (د فبرورۍ له ۲۶مې) نه شاوخوا ۱۱۵زره کسان بې‌ځایه شوي‌ دي. یادې شورا دارنګه د ملکي وګړو او مرستندویه ادارو پر خوندیتوب ټينګار کړی.

د ناروې کډوالو شورا د جمعې په ورځ (د کب ۲۲مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په لومړیو اتو ورځو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپيان شوي‌ دي.

د افغانستان لپاره د ناروې کډوالو شورا مشر جاکوپو کاریډي ویلي: «افغانستان له یو کړکېچ وروسته اوس له بل سره مخ دی او تر ټولو درنه بیه یې ملکي خلک پرې کوي. د جګړې ټولې خواوې باید نړۍوال بشري قانون مراعت کړي او د ملکي خلکو او ملکي تاسیساتو د خونديتوب ډاډ ترلاسه کړي».

نوموړي زیاته کړه: «هغه کورنۍ چې مخکې هم له کړاو سره مخ وو، اوس له خپلو کورونو اېستل شوې دي. زرګونه خلکو په لنډمهاله پنډغالو او د سیمې د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې ده. ځینې نور اړ اېستل شوي، داسې خراب کورونه په کرایه ونیسي چې د لګښت توان یې نه‌لري. دوی پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو ته هم لاسرسی نه‌لري».

نوموړي‌ ویلي، چې بېړنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري؛ څو وکولای شي له دغه کورنیو سره خپلې مرستې پراخې کړي. یادې شورا زیاته کړې، چې په دغه جګړه کې ۸۲۶ کورونه زیانمن شوي او یا هم په بشپړه توګه له‌منځه تللي‌ دي او له ۲۵زره ډېر کسان چې شپږ میاشتې مخکې په کونړ کې د زلزلې له امله بې‌ځایه شوي وو؛ یو وار بیا د خپلو مېنو پرېښودو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړې شورا ویلي، چې ۱۴زره او ۵۰۰ نور کسان د دویم ځل لپاره د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.