• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په ننګرهار کې د پاکستان په برید کې یوه ښځه او یوه ماشومه وژل شوې

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی، چې نن غرمه مهال پاکستاني سرتېرو د دغه ولایت په مومندرې کې د ملکي خلکو پر یوه کور د هاوان برید کړی. طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې یوه ښځه او یوه ماشومه وژل شوې.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد برید د زیان او تلفاتو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کوهاټ کې یې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۰
طالبان وایي په کوهاټ کې یې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي
100%

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون یې نن سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي. دغه وزارت ویلي، په یادو بریدونو کې د کوهاټ پوځي کلا، د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي کلا د قوماندان دفتر په نښه شوی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:« په بریدونو کې د کوهاټ پوځي قلعه ووېشتل شوه او همدارنګه یادې قلعې ته څېرمه په دوه کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم په دقیق ډول په نښه شول».

خبرپاڼه زیاتوي:« په دغه بریدونو کې د یادې کلا تاسیسات، د قوماندې مرکز، ډيپوګان او د عسکرو د هستوګنې ځایونه له‌منځه وړل شوي، چې درانه ځالي او مالي زیانونه یې اړولي دي».

بل لوري بیا د پاکستان خراسان ډایري ورځپاڼې د ځایي چارواکو په حواله لیکلي، د کوهاټ پوځي قرارګاه ته نږدې دوه بې‌پيلوټه الوتکې یې نسکوره کړې چې یوې چاودنه کړې او دوه کسه یې ټپيان کړي دي.

په سیمه کې د روان کړکېچ په لړ کې؛ له ایران او پاکستان نه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۰
په سیمه کې د روان کړکېچ په لړ کې؛ له ایران او پاکستان نه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون پنجشنبه (د کب ۲۱مه) له ایران او پاکستان نه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۵، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۴۱ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، تېره اونۍ ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا د پاکستان بریدونه وغندل

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا د پاکستان بریدونه وغندل
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بېګاني بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ غندلي دي.

نوموړي نن جمعه (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه دغه بریدونه د ښه ګاونډیتوب، بشري ارزښتونو او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې «دښمني پرېږدي، دوراندېشي وکړي او د افغانستان سره نیکه او متمدنه روابط او تګلاره اختيار کړي».

پاکستان تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبار کړی دی. ورته مهال د‌ طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. په راپور کې راغلي، د دغه بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی: «دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي».

د برېتانیا استازی: د افغانستان راتلونکی د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو درناوي پورې تړلی دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰
د برېتانیا استازی: د افغانستان راتلونکی د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو درناوي پورې تړلی دی
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې د افغانستان سوله‌ییز او باثباته راتلونکی د طالبانو له‌خوا د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوي پورې تړلی دی. د هغه په وینا، عدالت ته لاسرسی د خلکو لپاره خورا مهم دی؛ څو وکولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي جمعه (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په حواله لیکلي:« په افغانستان کې ښځې رسمي قضایي سیسټم ته ډېر کم لاسرسی لري. عدالت ته لاسرسی د خلکو لپاره خورا مهم دی؛ څو وکولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي».

ورته مهال د ملګرو ملتونو موندنې ښيي، چې په افغانستان کې ښځې د نارینه‌و پرتله رسمي قضایي سیسټم ته څلور برابره کم لاسرسی لري. د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او وقار ډاډمنتیا لپاره یو بنسټیز حق دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د ښځو په نړۍواله ورځ خپلې تازه موندنې خپرې کړې وې. د راپور له مخې؛ قضایي سیسټمونو ته د افغان ښځو کم لاسرسی د عدالت د ټینګښت په برخه کې پراخه تشه ښیي.

د افغانستان او ایران سوداګرۍ خونه: د اوبلن ګاز په هر ټن کې شاوخوا ۵۰ ډالره کمښت راغلی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰
د افغانستان او ایران سوداګرۍ خونه: د اوبلن ګاز په هر ټن کې شاوخوا ۵۰ ډالره کمښت راغلی
100%

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید وايي، په روانې زېږدیزې میاشت کې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ قراردادونه شوي چې له مخې یې د اوبلن ګاز په هر ټن کې ۵۰ ډالره کمښت راغلی دی.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، که څه هم ایران له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی؛ خو افغانستان ته یې د اوبلنو ګازو د لېږد او وارداتو بهیر له خنډ پرته په عادي توګه دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ لوی قراردادونه لاسلیک شوي او د ګازو بیه هم ټیټه شوې ده. په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې له ایران سره یې نوره سوداګري هم له خنډ پرته په عادي توګه روانه ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر کړکېچ او سوداګرۍ بندېدو وروسته طالبانو له ایران، هند، ترکیې او د منځنۍ اسیا له یوشمېر هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.