• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ تر ۷۸۰ ډېر بار وړونکي موټر تګ‌راتګ کوي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د فراه د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر دین محمد نعمتي وایي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي ډول روان دی او د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ سلګونه بار وړونکي موټر تګ‌راتګ کوي.

د هغه په وینا؛ دا مهال په منځنۍ کچه هره ورځ له ۴۰۰ زیات بار وړونکي موټر له افغانستان نه ایران ته او شاوخوا ۳۸۰ بار وړونکي موټر بیا له ایران نه افغانستان ته راځي. نوموړي زیاته کړه، چې په سیمه کې روان کړکېچ پر سوداګرۍ کوم اغېز نه‌دی کړی.

هغه ویلي، که څه هم له پاکستان سره سوداګري په ټپه درېدلې؛ خو بیاهم د افغان سوداګرو واردات څو برابره زیات شوي دي. د هغه په خبره؛ «پخوا سوداګریز توکي د کراچۍ، ګوادر، پېښور، سپین بولدک او غلام خان بندرونو له لارې افغانستان ته راتلل؛ خو اوس د ایران بندر عباس او چابهار له لارې، همدارنګه په ایران کې د افغان سوداګرو د ذخیروي کانتینرونو او له اندونیزیا، کینیا، چین، هند او سینګاپور هېوادونو څخه راتلونکو توکو انتقال د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته کېږي».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ یوازې له ۲۲۰ تر ۲۵۰ بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ کاوه.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کوهاټ کې یې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون یې نن سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي. دغه وزارت ویلي، په یادو بریدونو کې د کوهاټ پوځي کلا، د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي کلا د قوماندان دفتر په نښه شوی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:« په بریدونو کې د کوهاټ پوځي قلعه ووېشتل شوه او همدارنګه یادې قلعې ته څېرمه په دوه کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم په دقیق ډول په نښه شول».

خبرپاڼه زیاتوي:« په دغه بریدونو کې د یادې کلا تاسیسات، د قوماندې مرکز، ډيپوګان او د عسکرو د هستوګنې ځایونه له‌منځه وړل شوي، چې درانه ځالي او مالي زیانونه یې اړولي دي».

بل لوري بیا د پاکستان خراسان ډایري ورځپاڼې د ځایي چارواکو په حواله لیکلي، د کوهاټ پوځي قرارګاه ته نږدې دوه بې‌پيلوټه الوتکې یې نسکوره کړې چې یوې چاودنه کړې او دوه کسه یې ټپيان کړي دي.

په سیمه کې د روان کړکېچ په لړ کې؛ له ایران او پاکستان نه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون پنجشنبه (د کب ۲۱مه) له ایران او پاکستان نه ۷۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۵، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۴۱ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، تېره اونۍ ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا د پاکستان بریدونه وغندل

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بېګاني بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ غندلي دي.

نوموړي نن جمعه (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه دغه بریدونه د ښه ګاونډیتوب، بشري ارزښتونو او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې «دښمني پرېږدي، دوراندېشي وکړي او د افغانستان سره نیکه او متمدنه روابط او تګلاره اختيار کړي».

پاکستان تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبار کړی دی. ورته مهال د‌ طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. په راپور کې راغلي، د دغه بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی: «دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي».

د برېتانیا استازی: د افغانستان راتلونکی د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو درناوي پورې تړلی دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې د افغانستان سوله‌ییز او باثباته راتلونکی د طالبانو له‌خوا د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوي پورې تړلی دی. د هغه په وینا، عدالت ته لاسرسی د خلکو لپاره خورا مهم دی؛ څو وکولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي جمعه (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په حواله لیکلي:« په افغانستان کې ښځې رسمي قضایي سیسټم ته ډېر کم لاسرسی لري. عدالت ته لاسرسی د خلکو لپاره خورا مهم دی؛ څو وکولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي».

ورته مهال د ملګرو ملتونو موندنې ښيي، چې په افغانستان کې ښځې د نارینه‌و پرتله رسمي قضایي سیسټم ته څلور برابره کم لاسرسی لري. د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او وقار ډاډمنتیا لپاره یو بنسټیز حق دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د ښځو په نړۍواله ورځ خپلې تازه موندنې خپرې کړې وې. د راپور له مخې؛ قضایي سیسټمونو ته د افغان ښځو کم لاسرسی د عدالت د ټینګښت په برخه کې پراخه تشه ښیي.

د افغانستان او ایران سوداګرۍ خونه: د اوبلن ګاز په هر ټن کې شاوخوا ۵۰ ډالره کمښت راغلی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید وايي، په روانې زېږدیزې میاشت کې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ قراردادونه شوي چې له مخې یې د اوبلن ګاز په هر ټن کې ۵۰ ډالره کمښت راغلی دی.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، که څه هم ایران له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی؛ خو افغانستان ته یې د اوبلنو ګازو د لېږد او وارداتو بهیر له خنډ پرته په عادي توګه دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ لوی قراردادونه لاسلیک شوي او د ګازو بیه هم ټیټه شوې ده. په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې له ایران سره یې نوره سوداګري هم له خنډ پرته په عادي توګه روانه ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر کړکېچ او سوداګرۍ بندېدو وروسته طالبانو له ایران، هند، ترکیې او د منځنۍ اسیا له یوشمېر هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.