رحمتالله نبیل: افغانستان څو ځله د سترو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وایي، افغانستان په تېر تاریخ کې څو ځله د نړیوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی. د هغه په خبره، افغانستان کله د سړې جګړې، کله د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او کله هم د جیوپولیټیکي ګټو تر نوم لاندې د قدرتونو د سیالیو ډګر ګرځول شوی دی.
