• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو رسنۍ وایي، پر کابل د پاکستان بمباریو کې ۳ ملکيان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۴ GMT+۰

د‌ طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستانۍ جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. راپور کې راغلي، د دغو بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

سرچینو بیا افغانستان انټرنشنل – پښتو ته دا هم تایید کړې، چې د پاکستان الوتکو د کابل په څرخي پله سیمه کې د طالبانو پر یوې پوځي لوا هم بمبار کړی دی. همدا راز کندهار کې هم د طالبانو یوه قول اردو او د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د دغې ډلې یو سرحدي کنډک هم بمبار شوی، خو پر کابل واکمنو په دې تړاو هېڅ ډول معلومات او جزییات نه‌دي خپاره کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۵
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

•
•
•

نور کیسې

د یوناما مرستیالې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیت ګانیون د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي دا کړکېچ له اختر وروسته هم دوام ومومي.

هغې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دواړه لوري باید زغم او حوصله وښيي، بېرته د خبرو او مذاکرو مېز ته راستانه شي او د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دې مرستیالې ټینګار وکړ، چې دغو نښتو زرګونه کسان بې‌ځایه کړي او د افغانستان شپږ ولایتونه او اته ولسوالۍ یې اغېزمنې کړې دي.

مېرمن ګانیون له طالبانو وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې جدي وګڼي.

هغې زیاته کړه، چې په منځني ختیځ کې جګړې هم د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز کړی دی. د هغې په وینا، دې جګړې د سوداګریزو او ترانزیټي توکو د لېږد بهیر ګډوډ کړی، چې له امله یې د توکو او خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې همدارنګه خبرداری ورکړ، چې د دغو نښتو دوام د بشري مرستو پر بهیر هم ناوړه اغېز کړی دی.

د ګانیون په خبره، د اقتصادي، سیاسي او بشري کړکېچونو یو ځای کېدل د افغانستان نړیواله انزوا نوره هم ژوره کړې او په دې هېواد کې د سولې او ثبات راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

شهباز شریف او عاصم منیر د سعودي عربستان ولیعهد ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر جدې ته د خپل سفر په لړ کې د سعودي عربستان ولیعهد ته ډاډ ورکړی، چې په دې حساسو شرایطو کې به یې اسلام‌اباد په ملاتړ کې ولاړ وي. دا لیدنه په منځني ختیځ کې د کړکېچ او پر ایران د بریدونو په لړ کې کېږي.

د دې کتنې پر مهال د پاکستان لومړي وزير يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې هېواد يې په سختو حالاتو کې د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دی او بشپړ ملاتړ ترې کوي. جیونیوز ټلوېزیوني شبکې ویلي، چې د پاکستان او سعودي عربستان مشرانو د سیمې پر بدلونونو او روانو حالاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په دې ليدنه کې پاکستان او سعودي عربستان هوکړې کړې، چې د سيمې د سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره به خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

شهباز شريف په خپلو څرګندونو کې وويل، چې پاکستان به تل د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ وي او د ګډ هدف، يعنې په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. پاکستاني چارواکي داسې مهال سعودي ته سفر کوي، چې اسلام اباد له دغه هېواد سره دفاعي تړون لري. د دې تړون له‌مخې، که پر هر یوه دغو هېوادونو برید وشي، نو بل به یې ملاتړ ته رادانګي، خو په روانو حالاتو کې دا هوکړه نه‌ده عملي شوې.

له یوې خوا پاکستان له طالبانو سره جګړه کې دی او له بلې خوا ایران پر سعودي عربستان بریدونه کړي، خو دواړو هېوادونو له یو بل دفاع نه‌ده کړې.

پاکستان د جمعې په شپه د افغانستان په درېیو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰

وروسته له‌هغه چې رویټرز د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د چین د منځګړیتوب په هڅو، چې د ولسمشر شي جین‌پینګ پیغام هم په‌کې شامل و، د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې په کمولو کې مرسته کړې، خو پاکستان د جمعې په شپه یو ځل بیا د کابل په ګډون پر درېیو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسې پر افغانستان خپل هوايي بریدونه بند کړي و او د ډیورند کرښې په اوږدو کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو شدت خورا کم شوی وو.

د راپورونو له‌مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د شدت کمښت د چین په منځګړیتوب شوی دی.

سرچینې: چین د منځګړیتوب له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه کمه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ورته مهال، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تر ټولو عاجل کار دا دی چې جګړه پراخه نه‌شي او دواړه هېوادونه خبرو ته کېني.

د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي: «د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړیتوب لپاره سفر کوي او په دواړو هېوادونو کې چینایي سفارتونه له اړوندو اړخونو سره نږدې اړیکې ساتي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د جګړې په اړه ټېلیفوني خبرې هم کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او ځانګړي استازي د دې اونۍ په لړ کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

په ورته مهال تازه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین استازي یو شیاویونګ په اسلام اباد کې د «ټي‌ټي‌پي او د ترکستان اسلامي غورځنګ» د ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د چین او پاکستان استازو د «ټي‌ټي‌پي او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» په تړاو خبرې کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

محمد صاددق ویلي، چې دواړه وسله‌والې ډلې پاکستان او چین ته ترهګریز ګواښونه پېښوي.

خو د چین له یادو هڅو سره سره د پاکستان هوايي ځواکونو د جمعې په شپه ناوخته، په کابل کې د څرخي پله په سیمه کې، د کندهار پر قول اردو او د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه سرحدي کنډک هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو او پاکستان تر اوسه د یادو بریدونو په تړاو په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

خو څلور ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو: «که کابل ناامنه کېږي، نو اسلام‌اباد به هم ناامنه کېږي، که کابل وېشتل کېږي، نو اسلام اباد به وېشتل کېږي».

د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم د خوست په علي‌شېر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو توغندیز بریدونه غندلي دي. دې سازمان ویلي، چې پنج‌شنبه (د کب ۲۱مه) سهار وختي پاکستاني عسکرو په توغندیزو بریدونو کې ۳ ماشومان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ وایي خوست کې پر ملکي وګړو د پاکستان توغندیز بریدونه باید وڅېړل شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ملا یعقوب له یادو څرګندونو څلور ورځې وروسته، تېره شپه پاکستان پر کابل، کندهار او پکتیا هوايي بریدونه وکړل، خو څرګنده نه ده، چې طالبان به د ملا یعقوب څرګندونو ته په پام سره د یادو بریدونو ځواب په څه ډول ورکړي.

طالبانو ته د محقق خبرداری: ژر به ستاسو پر خلاف میدان ته ښکته شم

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

محمد محقق چې دمګړۍ په جلاوطنۍ کې شپې او ورځې تېروي، د طالبانو له پرله‌پسې فشارونو وروسته سخت غبرګون ښودلی دی. نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې میدان ته دې د ده د راتلو انتظار وباسي.

محقق په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، چې طالبانو په وروستیو ورځو کې پرې فشارونه زیات کړي او پر ضد یې پراخ تبلیغاتي کمپاینونه پیل کړي دي. د ده په وینا، طالبان د هغه پر وړاندې «ناسم او درواغجن تبلیغات» خپروي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر ټینګار وکړ: «دا تبلیغات او تورونه د هغوی د وېرې نښه ده. د خدای تعالی او د خپل ګران ولس په مرسته به ډېر ژر میدان کې راښکاره شو. هغوی دې انتظار وباسي».

نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل چې دقیقاً به کله او په څه ډول میدان ته داخلېږي.

طالبانو په دې وروستیو کې په کابل او مزار شریف ښارونو کې د محمد محقق کورونه او شتمنۍ ضبط کړې دي. همدارنګه یې د «راه فردا» په نوم د هغه د یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې فعالیت هم بند کړی دی.

دا اقدامات وروسته له هغه ترسره کېږي، چې محمد محقق او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په دې وروستیو کې یو لړ سیاسي خوځښتونه پیل کړي دي. ځینې سرچینې وایي، چې د محقق په ګډون د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو هڅه دا ده، چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې نوې پوځي جبهه پرانیزي.

یوه طالب چارواکي پر درېیو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

یوه طالب چارواکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل. دغه چارواکي په یادو درېیو ولایتونو کې د مشخصو ځایونو د په نښه کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

خو تر دې مخکې سرچینو په کندهار او کابل ولایتونو کې د نظامي مرکزونو له په نښه کېدو خبر ورکړی وو.

لا تر اوسه طالبانو او پاکستان په رسمي توګه د دغو بریدونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.