• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي پاکستان په کندهار کې د یوه خصوصي هوايي شرکت د تېلو ذخیره وېشتې ده

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۰۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د پاکستان «پوځي رژیم» الوتکو تېره شپه د کندهار هواي ډګر ته څېرمه د یوه خصوصي هوايي شرکت د تېلو ذخیره وېشتې ده. نوموړي په یاده پېښه کې د احتمالي اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په سهار وختي (د کب ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه د پاکستان یاد برید «جنایت» بللی او ویلي یې دي: «د پاکستان پوځي رژیم الوتکو د کندهار هوایي ډګر ته څیرمه د کام اېر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره وویشته».

د نوموړي په وینا، یاد شرکت ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد تیاروي او په وینا، یې پاکستان پخوا هم د حاجي خانزاده په نوم د یوه سوداګر د تیلو ذخیرې ویشتې وې.

خو نوموړي په دې اړه چې ایا په دغو بمباریو چا ته د سر زیان اوښتی او همداراز ایا په کندهار کې کوم نظامي مرکز هم په نښه شوی او که څنګه، څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې سرچینو ویلي وو، چې په کندهار کې د طالبانو یوه قول اردو هم په نښه شوې ده.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

۵
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

•
•
•

نور کیسې

ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د تېرې شپې بمباریو ته: دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو ویاند وايي، پاکستاني پوځي «رژیم» تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمباری کړی دی. د نوموړي په وینا، پاکستان په دې بریدونو سره په ځینو ځایونو کې د ولسي وګړو کورونه ویشتي او له امله یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په سهار وختي (د کب ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه د پاکستان دغه «جنایت او ښکاره تېری» په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړه، د تېرو «تجاوزونو او جنایتونو» په دوام یو ځل بیا پاکستاني «پوځي رژیم» په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو برخو کې بمبار وکړ.

هغه څرګنده کړې: «په ځینو ځایونو کې یې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي».

نوموړي د وژل شویو او ټپيان شویو ولسي وګړو د شمېر او همداراز دا چې په دغو بمباریو کې کوم نظامي مرکزونه په نښه شوي، څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې پاکستان د کابل په څرخي پله سیمه کې یو نظامي مرکز، په کندهار کې یوه قول اردو او په پکتیا کې یو سرحدي کنډک په نښه کړی دی.

د طالبانو رسنۍ وایي، پر کابل د پاکستان بمباریو کې ۳ ملکيان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د مجاهد په باور، د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ لسیزه او د اختر په درشل کې دا ډول «ظالمانه تجاوز» څرګندوي چې پاکستان هيڅ ډول انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو ته ژمن نه‌دی.

ذبیح‌الله مجاهد همداراز خبرداری ورکړی: «دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي».

پاکستان د جمعې په شپه د افغانستان په درېیو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې همدا څو ورځې مخکې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب خبرداری ورکړی وو: «که کابل ناامنه کېږي، نو اسلام‌اباد به هم ناامنه کېږي، که کابل وېشتل کېږي، نو اسلام اباد به وېشتل کېږي». د ملا یعقوب له یادو څرګندونو څو ورځې وروسته، تېره شپه پاکستان پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا هوايي بریدونه وکړل، خو څرګنده نه‌ده، چې طالبان به د ملا یعقوب څرګندونو ته په پام سره د یادو بریدونو ځواب په څه ډول ورکړي.

ایرانی ډيپلوماټ: پر موږ د بریدونو پرمهال طالبانو راته وویل کاش تاسو سره مو مرسته کولی شوای

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال د طالبانو او عامو افغانانو له‌خوا له دوی سره د همکاریو او مرستو دهیلو څرګندولو امله مننه وکړه.

علي رضا بیکدلي په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال طالبانو او عامو افغانانو له ایران سره د همکارۍ هیله څرګنده کړې او نوموړي د طالبانو او افغانانو د یادې همدردۍ د څرګندولو له امله مننه کړې ده.

بیکدلي زیاته کړې: «زه د افغانستان له ملت څخه، د افغانستان د اسلامي امارت حکومت څخه او ټولو هغو کسانو څخه چې په دې ورځو کې چې د امریکا او اسراییل د تیري په مسله کې یې موږ ته مراجعه وکړه، موږ ته وویل، چې څنګه له تاسو سره مرسته او همکاري کولای شو. ای کاش وکولای شو، چې په دې برخه کې ستاسو ملاتړ وکړو. زه له دوی ټولو څخه مننه کوم».

نوموړي ویلي، چې ګڼو افغانانو د ایران د مذهبي رهبر د وژل کېدو په تړاو د غمشریکۍ په پروګرامونو ګډون وکړ او ایران به دا ټولې ښېګڼې هېڅکله هیرې نه‌کړي.

په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې ایرانیان او افغانان د یوه لرغوني تمدن پیاوړې څانګې دي او په وینا یې: «موږ او تاسو هغه کسان یو چې د یاد تمدن او بشري فرهنګ په رغښت کې به په ګډه نقش ولرو».

د یوناما مرستیالې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیت ګانیون د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي دا کړکېچ له اختر وروسته هم دوام ومومي.

هغې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دواړه لوري باید زغم او حوصله وښيي، بېرته د خبرو او مذاکرو مېز ته راستانه شي او د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دې مرستیالې ټینګار وکړ، چې دغو نښتو زرګونه کسان بې‌ځایه کړي او د افغانستان شپږ ولایتونه او اته ولسوالۍ یې اغېزمنې کړې دي.

مېرمن ګانیون له طالبانو وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې جدي وګڼي.

هغې زیاته کړه، چې په منځني ختیځ کې جګړې هم د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز کړی دی. د هغې په وینا، دې جګړې د سوداګریزو او ترانزیټي توکو د لېږد بهیر ګډوډ کړی، چې له امله یې د توکو او خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې همدارنګه خبرداری ورکړ، چې د دغو نښتو دوام د بشري مرستو پر بهیر هم ناوړه اغېز کړی دی.

د ګانیون په خبره، د اقتصادي، سیاسي او بشري کړکېچونو یو ځای کېدل د افغانستان نړیواله انزوا نوره هم ژوره کړې او په دې هېواد کې د سولې او ثبات راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

شهباز شریف او عاصم منیر د سعودي عربستان ولیعهد ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر جدې ته د خپل سفر په لړ کې د سعودي عربستان ولیعهد ته ډاډ ورکړی، چې په دې حساسو شرایطو کې به یې اسلام‌اباد په ملاتړ کې ولاړ وي. دا لیدنه په منځني ختیځ کې د کړکېچ او پر ایران د بریدونو په لړ کې کېږي.

د دې کتنې پر مهال د پاکستان لومړي وزير يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې هېواد يې په سختو حالاتو کې د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دی او بشپړ ملاتړ ترې کوي. جیونیوز ټلوېزیوني شبکې ویلي، چې د پاکستان او سعودي عربستان مشرانو د سیمې پر بدلونونو او روانو حالاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په دې ليدنه کې پاکستان او سعودي عربستان هوکړې کړې، چې د سيمې د سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره به خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

شهباز شريف په خپلو څرګندونو کې وويل، چې پاکستان به تل د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ وي او د ګډ هدف، يعنې په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. پاکستاني چارواکي داسې مهال سعودي ته سفر کوي، چې اسلام اباد له دغه هېواد سره دفاعي تړون لري. د دې تړون له‌مخې، که پر هر یوه دغو هېوادونو برید وشي، نو بل به یې ملاتړ ته رادانګي، خو په روانو حالاتو کې دا هوکړه نه‌ده عملي شوې.

له یوې خوا پاکستان له طالبانو سره جګړه کې دی او له بلې خوا ایران پر سعودي عربستان بریدونه کړي، خو دواړو هېوادونو له یو بل دفاع نه‌ده کړې.

پاکستان د جمعې په شپه د افغانستان په درېیو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰

وروسته له‌هغه چې رویټرز د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د چین د منځګړیتوب په هڅو، چې د ولسمشر شي جین‌پینګ پیغام هم په‌کې شامل و، د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې په کمولو کې مرسته کړې، خو پاکستان د جمعې په شپه یو ځل بیا د کابل په ګډون پر درېیو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسې پر افغانستان خپل هوايي بریدونه بند کړي و او د ډیورند کرښې په اوږدو کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو شدت خورا کم شوی وو.

د راپورونو له‌مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د شدت کمښت د چین په منځګړیتوب شوی دی.

سرچینې: چین د منځګړیتوب له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه کمه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ورته مهال، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تر ټولو عاجل کار دا دی چې جګړه پراخه نه‌شي او دواړه هېوادونه خبرو ته کېني.

د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي: «د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړیتوب لپاره سفر کوي او په دواړو هېوادونو کې چینایي سفارتونه له اړوندو اړخونو سره نږدې اړیکې ساتي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د جګړې په اړه ټېلیفوني خبرې هم کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او ځانګړي استازي د دې اونۍ په لړ کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

په ورته مهال تازه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین استازي یو شیاویونګ په اسلام اباد کې د «ټي‌ټي‌پي او د ترکستان اسلامي غورځنګ» د ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د چین او پاکستان استازو د «ټي‌ټي‌پي او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» په تړاو خبرې کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

محمد صاددق ویلي، چې دواړه وسله‌والې ډلې پاکستان او چین ته ترهګریز ګواښونه پېښوي.

خو د چین له یادو هڅو سره سره د پاکستان هوايي ځواکونو د جمعې په شپه ناوخته، په کابل کې د څرخي پله په سیمه کې، د کندهار پر قول اردو او د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه سرحدي کنډک هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو او پاکستان تر اوسه د یادو بریدونو په تړاو په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

خو څلور ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو: «که کابل ناامنه کېږي، نو اسلام‌اباد به هم ناامنه کېږي، که کابل وېشتل کېږي، نو اسلام اباد به وېشتل کېږي».

د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم د خوست په علي‌شېر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو توغندیز بریدونه غندلي دي. دې سازمان ویلي، چې پنج‌شنبه (د کب ۲۱مه) سهار وختي پاکستاني عسکرو په توغندیزو بریدونو کې ۳ ماشومان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ وایي خوست کې پر ملکي وګړو د پاکستان توغندیز بریدونه باید وڅېړل شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ملا یعقوب له یادو څرګندونو څلور ورځې وروسته، تېره شپه پاکستان پر کابل، کندهار او پکتیا هوايي بریدونه وکړل، خو څرګنده نه ده، چې طالبان به د ملا یعقوب څرګندونو ته په پام سره د یادو بریدونو ځواب په څه ډول ورکړي.