• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د ۷۶ زیانمنو ښځو ساتنه کوي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبیدالله امین ویلي، چې یاد وزارت د ۷۶ زیانمنو ښځو او د هغوی د ماشومانو ساتنه کوي. نوموړي د دغو ښځو د وضعیت په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبیدالله امین د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) په یوې غونډې کې وویل، چې تېر کال یې د ماشومانو اړوند ۱۴۵۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د زیان منونکو ښځو لپاره د حقوقي چارو د ملاتړ ریاست د زیانمنو ښځو د مصونیت لپاره کار کوي.

نوموړي ویلي، چې د یاد ریاست تر چتر لاندې دمګړی ۷۶ زیانمنې ښځې او د هغوی اته ماشومان د یاد ریاست په ملاتړ ساتل کېږي.

د نوموړي دا څرکندونې په داسې حال کې دي، چې په تېر جمهوري نظام کې د زیانمنو ښځو ځانګړي امن خونې جوړې شوې وې او ګڼې ښځې په یادو امن خونو کې ساتل کېدې، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یادې ډلې د ښځو لپاره ټولې امن خونې وتړلې او زیانمنې ټولې ښځې یې زندانونو ته واستولې.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۳۲ ټُنه قاچاقي توکي نیولي دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۳۲۰۷۵ کیلو ګرامه خوراکي، غیر خوراکي او وارداتي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۵ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي موادو کې انساني درمل، ورېجې، ټوکر، اورلګیت، برېښنايي سامان، شاپېنګ سامان، خولۍ، نوکریزې، مس او وسپنیز کمباړ شامل دي او د بولان، د بهرامچې ولسوالۍ له رباط رېګ سیمې او صفري ټکو ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د یوې اونۍ په جریان کې یو شمېر خوراکي، غیرخوراکي او وارداتي توکي چې پرته له محصول او کیفیت څخه په قاچاقي ډول هېواد ته وارد او صادرېدل ونیول شول».

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو ۵ کسان له ۴ موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېدل.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند کې زرګونه کیلوګرامه قاچاقي مواد ترلاسه او سوځول شوي دي.

طالبانو په زابل کې له رسنیو غوښتي چې اعلانات له خپرولو وړاندې له دوی سره شریک کړي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي، چې د پرېکړې له مخې رسنۍ باید ټول اعلانات له اړوندو ادارو سره شریک کړي او له اجازې وروسته دې خپاره شي. طالبانو په دې ناسته کې له رسنیو څخه د عامې روغتیا اړوند اعلاناتو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د طالبانو د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د خبریالانو د خونديتوب کمېټې له ولایتي مسوول او د خصوصي راډیوګانو او نورو رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د رسنیو د فعالیتونو، د نشراتو د ښه تنظیم او د مسلکي اصولو د مراعت په اړه خبرې وشوې

طالبانو د بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته په ټول افغانستان کې پر رسنیو باندې محدودیتونه زیات کړي دي او په هېواد کې دننه رسنۍ یې سانسور دي.

د طالبانو د صنعت او کانونو ریاست: په بلخ ولایت کې به سیلوګانې ډېر ژر فعالې شي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۲۸ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او کانونو رییس امام‌الدین سنایي زاده وايي، د سېلوګانو په برخه کې پخوا ستونزې ډېرې وې، د اوړو تعرفې ټېټې وې چې له امله یې په کور دننه تولید خورا ستونزمن وو؛ خو اوس د اوړو تعرفې لوړې او د غنمو ټیټې شوې چې ورسره به په بلخ کې سیلوګانې بېرته فعالې شي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د بلخ په سیلو کې د فعالیتونو ستونزې په نظر کې نیول شوې او ډېر ژر به یې کارونه پېل شي؛ ترڅو د غنمو زېرمه او پروسس ګړندي شي. امام الدین زیاته کړه: «په دې اقدام سره به زرګونه کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي».

هغه وایي، د ګمرکي تعرفو په اړه پرېکړه خورا مهمه ده چې ورسره به د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي، تولیدي فعالیتونه به لاپیاوړي شي او د وارداتو پرځای به صادراتو ته وده ورکړل شي.

هغه څرګنده کړې: «دغه اقدام په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه شوی، چې کورني تولیدات ورسره وده وکړي. موږ ژمنه کوو، چې افغانستان صنعتي کېدونکی دی او د وارداتو پرځای په صادراتو ډېر ټینګار کوو چې صاداراتي هېواد شو».

هغه وړاندې ویلي، دغه پرېکړه د افغانستان د کورني تولید او صنعتي پرمختګ په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي چې موخه یې د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند معیار لوړول دي.

تازه له ایران او پاکستان نه۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون جمعه (د کب ۲۲مه) له ایران او پاکستان نه ۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۷، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۲ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، تېره اونۍ ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.

مولانا فضل‌الرحمن وایي د پاکستان پارلمان باید له افغانستان او ګاونډیانو سره اړیکې وڅېړي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۰

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن لاهور کې خبریالانو ته ویلي، چې د پاکستان پارلمان باید د افغانستان په ګډون د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اسلام‌اباد د اړیکو په تړاو یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان پارلمان باید پر بهرنۍ تګلارې بحث وکړي.

نوموړی وایي، پاکستان اوس مهال له افغانستان او هند سره د جګړې په حالات کې دی. هغه وویل: «چین هم اوس له پاکستان سره د خپلو امنیتي مسایلو له کبله چندان لېوالتیا نه‌لري».

مولانا فضل الرحمن ټینګار کړی، چې د پاکستان سیاستوال باید په دې فکر وکړي، چې هېواد یې په کوم حالت کې ولاړ دی او د افغانستان په ګډون یې له نورو ګاونډیانو سره څه ډول وضعیت دی.

د نوموړي په خبره، له ایران، سعودي عربستان، اسراییل او د سیمې هېوادونو په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه باید پارلمان کې د اسلام‌اباد دریځ روښانه شي. هغه اندېښنه ښودلې چې مسلمان هېوادونه په ډېر سخت کړکېچ کې ایسار شوي او اسلام‌اباد باید د ښه ګاونډیتوب لاره ونیسي.

هغه وویل: «د پاکستان لپاره باید فکر وکړو، له جنګ څخه جنګ پیدا کېږي او سوله ترې هېڅکله نه‌زېږي».

د مولانا فضل‌الرحمن دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. پاکستان د کابل په شمول د افغانستان یو شمېر ولایتونو باندې بمبارۍ کړي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له‌مخې ۵۰ ملکي افغانان یې دې بریدونو کې وژلي دي.

اخوا طالبان هم وايي، چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون یې په راولپېنډۍ او خيبر پښتونخوا کې د پوځ پر مرکزونو بریدونه کړي دي. طالبان په دغو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته د درنې مرګ ژوبلې او مالي زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.