• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د لاجورد له لارې ترکیې، سعودي، امریکا، استرالیا او هالنډ ته صادراتي توکي لېږدوو

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د تورغونډۍ او لاجورد له لارې به سبا (یکشنبه د کب ۲۴مه) په اتو سوداګریزو محمولو کې د افغانستان صادراتي توکې ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته ولېږدوي.

یاد وزارت د شنبې په ماخوستن (د کب ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۸ سوداګریزې محمولې چې په‌کې وچه مېوه، مربا، دېګونه او انرژي شامل دي، د تور غونډۍ او لاجورد له لارې له (ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان» څخه په تېرېدو ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته لېږدوي.

یادې سوداګریزې محمولي د یوه خصوصي شرکت له لوري لېږدول کېږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیتي دهلېزونو پراختیا، د صادراتو او وارداتو د دودې لپاره د زمینې برابرول او له نړۍوالو ټرانسپورټي شرکتونو هر اړخیز ملاتړ د یاد وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې یې عملي او اغېزناک ګامونه هم پورته کړي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د ۷۶ زیانمنو ښځو ساتنه کوي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبیدالله امین ویلي، چې یاد وزارت د ۷۶ زیانمنو ښځو او د هغوی د ماشومانو ساتنه کوي. نوموړي د دغو ښځو د وضعیت په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبیدالله امین د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) په یوې غونډې کې وویل، چې تېر کال یې د ماشومانو اړوند ۱۴۵۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د زیان منونکو ښځو لپاره د حقوقي چارو د ملاتړ ریاست د زیانمنو ښځو د مصونیت لپاره کار کوي.

نوموړي ویلي، چې د یاد ریاست تر چتر لاندې دمګړی ۷۶ زیانمنې ښځې او د هغوی اته ماشومان د یاد ریاست په ملاتړ ساتل کېږي.

د نوموړي دا څرکندونې په داسې حال کې دي، چې په تېر جمهوري نظام کې د زیانمنو ښځو ځانګړي امن خونې جوړې شوې وې او ګڼې ښځې په یادو امن خونو کې ساتل کېدې، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یادې ډلې د ښځو لپاره ټولې امن خونې وتړلې او زیانمنې ټولې ښځې یې زندانونو ته واستولې.

طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۳۲ ټُنه قاچاقي توکي نیولي دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۳۲۰۷۵ کیلو ګرامه خوراکي، غیر خوراکي او وارداتي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۵ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي موادو کې انساني درمل، ورېجې، ټوکر، اورلګیت، برېښنايي سامان، شاپېنګ سامان، خولۍ، نوکریزې، مس او وسپنیز کمباړ شامل دي او د بولان، د بهرامچې ولسوالۍ له رباط رېګ سیمې او صفري ټکو ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د یوې اونۍ په جریان کې یو شمېر خوراکي، غیرخوراکي او وارداتي توکي چې پرته له محصول او کیفیت څخه په قاچاقي ډول هېواد ته وارد او صادرېدل ونیول شول».

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو ۵ کسان له ۴ موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېدل.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند کې زرګونه کیلوګرامه قاچاقي مواد ترلاسه او سوځول شوي دي.

قزاقستان وایي افغانستان د قزاقي غنمو او اوړو د مهمو بازارونو له ډلې دی

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د قزاقستان د کرنې وزارت وایي چې دغه هېواد د دوهم پرله‌پسې کال لپاره د غلجاتو بې‌ساري حاصلات ترلاسه کړی او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترڅنګ، افغانستان د قزاقستان د غنمو او اوړو د مهمو بازارونو په توګه پاتې دی.

قزاقي رسنیو د یاد وزارت له قوله ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۲۵.۹میلیونه ټنه غلجات ترلاسه شوي، چې له دې ډلې ۱۹.۳میلیونه ټنه یې غنم و.

د قزاقستان چارواکي زیاتوي چې د تولید زیاتوالی د صادراتو په وده هم اغېز کړی دی. د ۲۰۲۴–۲۰۲۵کلونو د بازار موده کې، د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات چې د غلې په معادل کې محاسبه شوي، ۱۵.۳میلیونه ټنو ته رسېدلي، چې د تیرو کالونو په پرتله ۶۰سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه، د ۲۰۲۶کال د بازار په موده کې د نویو حاصلاتو صادرات تر اوسه ۸.۵میلیونه ټنو ته رسېدلي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴سلنه زیاتوالی ښيي.

د قزاقستان چارواکي وایي چې د دغه هېواد غلجات په دودیز ډول د منځنۍ اسیا په بازارونو لکه ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او افغانستان کې ډیره غوښتنه لري.

د یادولو وړ ده، چې د قزاقستان د اوړو اصلي بازارونه منځنۍ اسیا، افغانستان، روسیه او چین بلل شوي دي.

طالب او ترکمنستاني چارواکي د ټاپې پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک په اړه غږېدلي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ددې وزارت وزیر عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په کتنه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک بهیر په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاپي پروژې رییس د پروژې د تازه پرمختګونو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ګازو نل لیکې د لیږد چارو، د عملي کار پړاوونو، د ځمکې د استملاک او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات شریک کړل.

طالب چارواکو د ټاپي پروژې د اړوندو هلو ځلو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې د دریو نورو هېوادونو لپاره هم یوه حیاتي او مهمه پروژه ده.

طالبانو د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له قوله ویلي و، چې هیواد یې په بشپړ ډول چمتو دی چې په ریل پټلۍ کې پانګونه وکړي او په تور غونډۍ کې یې عملیاتي کار پیل شوی دی.

مرادوف د روان کال تر پایه پورې د هرات ولایت مرکز ته د ټاپي پروژې د غځولو اعلان هم وکړ.

طالبانو په زابل کې له رسنیو غوښتي چې اعلانات له خپرولو وړاندې له دوی سره شریک کړي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي، چې د پرېکړې له مخې رسنۍ باید ټول اعلانات له اړوندو ادارو سره شریک کړي او له اجازې وروسته دې خپاره شي. طالبانو په دې ناسته کې له رسنیو څخه د عامې روغتیا اړوند اعلاناتو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د طالبانو د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د خبریالانو د خونديتوب کمېټې له ولایتي مسوول او د خصوصي راډیوګانو او نورو رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د رسنیو د فعالیتونو، د نشراتو د ښه تنظیم او د مسلکي اصولو د مراعت په اړه خبرې وشوې

طالبانو د بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته په ټول افغانستان کې پر رسنیو باندې محدودیتونه زیات کړي دي او په هېواد کې دننه رسنۍ یې سانسور دي.