• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي چې ۶۵ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې یې رانسکورې کړې دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۰

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، چې د روسیې د هوايي دفاع واحدونو د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) ۶۵ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې چې د مسکو په لور روانې وې، وېشتلي او رانسکورې کړې دي.

د مسکو ښار وال ویلي، چې عملیاتي ډلې د ډرون الوتکو د پاتې شونو پر څېړلو بوختې دي.

د نوموړي له لوري پر ټېلګرام په یوه خپاره شوې بیان کې راغلي، چې د یادو بې‌پيلوټه الوتکو د شنډولو عملیات په ۱۱ ساعتونو کې بشپړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ په جریان کې اوکرایني ځواکونو اعلان کړی وو، چې د روسیې په بریانسک سیمه کې یې د توغندیو د پرزو جوړولو یوه مهمه فابریکه په نښه کړې او روسي چارواکو هم تایید کړې وه، چې په یاد برید کې ۷ کسان وژل شوي وو.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

سهیل اپريدی: تحریک انصاف له اختر وروسته د لوی غورځنګ لپاره چمتووالی نیسي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند مشرانو خبرداری ورکړی، که د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیایي حالت ته پام ونه شي؛ نو له اختر وروسته به له زندانه د هغه د خلاصون لپاره لوی سیاسي غورځنګ پیل کړي. دوی د فدرالي حکومت چلند «جنایي بې‌پامي» یاده کړې ده.

د جمعې په ورځ (د کب ۲۲مه) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرانو په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د عمران خان مناسبې روغتیایي پاملرنې لپاره یې هره ممکنه هڅه کړې؛ خو حکومت یې غوښتنې په وار، وار رد کړې دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي بیا ویلي، چې د حکومت دغه چلند د منلو وړ نه‌دی او ګوند یې د خپل بنسټګر د ازادۍ لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی. هغه یادونه وکړه، چې ګوند یې د روژې میاشتې په درناوي په لنډمهالي ډول خپل سیاسي فعالیتونه درولي دي.

نوموړي د عمران خان روغتیایي وضعیت په اړه د پاکستان حکومت چلند له بشري حقونو سرغړونه بللې ده. هغه وویل: «د پي‌ټي‌ای مشر عادي وګړی نه‌دی، هغه د پاکستان پخوانی لومړی وزیر دی او حکومت د هغه د درملنې قانوني او اخلاقي مسوولیت لري».

د دغه ګوند وکیل بابر اعوان د عمران خان د روغتیا په اړه د پاکستاني حکومت چلند جنایي عمل وباله او خبرداری یې ورکړ، که د هغه روغتیا ته سمه پاملرنه ونه‌شي؛ نو مسوولین به په هېڅ ځای کې پټ پاتې نه‌شي.

اسلامي نړۍوال سازمانونه: د اسراییل له‌خوا د الاقصی جومات تړل له مذهبي ازادۍ څخه سرغړونه ده

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۰

د اسلامي همکاریو سازمان، عرب‌لیګ او افریقايي اتحادیې په یوې ګډې اعلامیې کې د اسراییلي چارواکو له‌خوا د الاقصی جومات د دوامداره تړلو او پر لمونځ کوونکو د محدودیتونو لګول په کلکو ټکو غندلي دي.

یادو درېیو سترو اسلامي نړۍوالو سازمانونو په یوې ګډې اعلامیې کې د اسراییل له لوري په روژه میاشت کې د الاقصی جومات تړل، د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو پارول او له مذهبي ازادۍ ښکاره سرغړونه بللې ده. یادو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د اسراییل له لوري دا ډول پارونکي اقدامات به په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي او نړۍواله سوله به له ګواښ سره مخ کړي.

په اعلامیه کې پر نړۍوالې ټولنې په خانګړي ډول د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ شوی چې :«پر اسراییل فشار راوړئ څو د الاقصی جومات دروازې سمدستي د عبادت کوونکو پر مخ پرانیزي او د القدس ښار تاریخي او قانوني وضعیت ته دې درناوی وکړي».

په اعلامیه کې راغلي، چې د الاقصی جومات ټول ۱۴۴ جریبه حریم یوازې د مسلمانانو د عبادت ځای دی او بل څوک په‌کې د مداخلې حق نه‌لري.

دا غبرګون پرداسې مهال ښودل شوی، چې په دې وروستیو څو ورځو کې اسراییلي ځواکونو په القدس او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر سخت کړي، چې له امله یې زرګونه فلسطینیان د روژې په میاشت کې په الاقصی جومات کې له عبادت کولو څخه محروم شوي دي.

ایرلینډ: نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو لپاره عدالت یقیني کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۴ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د ایرلینډ هېواد استازي د ښځو د وضعیت د ۷۰مې کمیټې غونډې ته ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت لاسرسی یقیني کړي.

هغه وویل، ځواکمنې افغانې مېرمنې د طالبانو تر ظالمانه رژیم لاندې ژوند کوي، چې پر دوی د تعلیم، کار او عامه ژوند په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. سربېره پر دې، د ښځو د حقوقو مدافعې او د ټولنیزې مبارزې هڅې هم د طالبانو له خوا له ستونزو سره مخ دي.

د ایرلینډ استازي ټینګار وکړ چې افغانې مېرمنو، سره له دې محدودیتونو، د عدالت ترلاسه کولو هڅې روانې ساتلي دي او ځینې نورې ډلې هم په دې لاره کې مبارزه کوي.

ایرلینډ په څرګند ډول وویل چې دوی د افغان ښځو سره په دوامداره توګه اوږه په اوږه ولاړ دي او اوس د حساب ورکونې وخت رارسېدلی دی.

په برېتانیا کې یو افغان د تښتونې او جنسي تېري اعتراف وکړ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۰

یو افغان د برېتانیا په محکمه کې د تښتونې، جنسي تېري او د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونو اعتراف کړی دی. ۳۹ نجیب‌الله عرب د پنجشنبې په ورځ د اکسفورډ په ښار کې محکمې ته حاضر شو.

د محکمې د راپور له مخې؛ هغه (د جنورۍ په ۲۱مه) د یوې جنسي ځورونې پېښې په تړاو تورن شوی و. همدارنګه په بلې دوسیه کې نجیب‌الله عرب د روان کال (د جنورۍ په ۲۷مه) د یوې بلې ښځې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې له تورونو سره مخ و.

نجیب‌الله عرب که څه هم په پيل کې د تښتونې تور رد کړی و؛ خو په وروستۍ محکمه کې یې پر دغه ټولو تورونو اعتراف وکړ. د پولیسو د راپور له مخې؛ هغه یوه ښځه له یوې کوڅې څخه په زور کش کړې وه او یوې کروندې ته یې بېولې وه.

د کشفي چارو مشر اسټوارټ مې د قربانیانو له زړورتیا مننه وکړه، چې دغه جرمونه یې راپور کړي دي او ویې ویل چې پولیس د جنسي جرمونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ډېر جدي نیسي.

ټاکل شوې ده، چې نجیب‌الله عرب به په یوې بلې ټاکلې نېټې د محکمې له‌خوا په رسمي ډول محکوم شي.

ایرانی ډيپلوماټ: پر موږ د بریدونو پرمهال طالبانو راته وویل کاش تاسو سره مو مرسته کولی شوای

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال د طالبانو او عامو افغانانو له‌خوا له دوی سره د همکاریو او مرستو دهیلو څرګندولو امله مننه وکړه.

علي رضا بیکدلي په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال طالبانو او عامو افغانانو له ایران سره د همکارۍ هیله څرګنده کړې او نوموړي د طالبانو او افغانانو د یادې همدردۍ د څرګندولو له امله مننه کړې ده.

بیکدلي زیاته کړې: «زه د افغانستان له ملت څخه، د افغانستان د اسلامي امارت حکومت څخه او ټولو هغو کسانو څخه چې په دې ورځو کې چې د امریکا او اسراییل د تیري په مسله کې یې موږ ته مراجعه وکړه، موږ ته وویل، چې څنګه له تاسو سره مرسته او همکاري کولای شو. ای کاش وکولای شو، چې په دې برخه کې ستاسو ملاتړ وکړو. زه له دوی ټولو څخه مننه کوم».

نوموړي ویلي، چې ګڼو افغانانو د ایران د مذهبي رهبر د وژل کېدو په تړاو د غمشریکۍ په پروګرامونو ګډون وکړ او ایران به دا ټولې ښېګڼې هېڅکله هیرې نه‌کړي.

په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې ایرانیان او افغانان د یوه لرغوني تمدن پیاوړې څانګې دي او په وینا یې: «موږ او تاسو هغه کسان یو چې د یاد تمدن او بشري فرهنګ په رغښت کې به په ګډه نقش ولرو».