• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوناما ماموریت به دا ځل د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۶مه، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه د پریکړه لیک پر مسودې رایه اچونه کوي.

د امنیت شورا د نوي راپور له‌مخې، سږکال د دې پریکړه لیک پر مسودې خبرې ستونزمنې او له اختلافونو سره مخ وې او د تصویب په صورت کې به د یوناما ماموریت دا ځل د یوه کال پر ځای یوازې د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي.

امنیت شورا تېر کال د یوې پریکړې له‌مخې، د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې غځولی وو.

ویل کېږي چې اختلافونه وروسته له هغې راپورته شول چې امریکاد یاد ماموریت د درې میاشتني تخنیکي تمدید غوښتنه وکړه او استدلال یې دا وو، چې دغه لنډمهاله تمدید یادې شورا ته دا فرصت ورکوي، چې تر اوږدمهاله تمدید وړاندې د یوناما د ماموریت بشپړه ارزونه وکړي.

امریکا همداراز استدلال کړی، یوناما د ملګرو ملتونو یو له خورا لګښت لرونکو سیاسي ماموریتونو څخه ده او په خورا پېچلي چاپیریال کې فعالیت کوي، امنیت شورا باید لومړی دا وڅېړي چې ایا دا ماموریت لا هم مناسب او په بشپړ ډول د پلي کېدو وړ دی که نه.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې د مارچ په ۳مه، چین د پریکړه لیک د متن د ترتیبونکي په توګه لومړنۍ مسوده چې د یو کلن تمدید غوښتنه په‌کې شوې وه، د امنیت شورا غړو ته وسپارله، خو له سلا مشورو وروسته، چین په درېیمه اصلاح شوې مسوده کې د امریکا وړاندیز (درې میاشتنی تمدید) ځای پر ځای کړ.

په افغانستان کې یوناما د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پریکړه لیک پر بنسټ تاسیس شوه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دغې استازولۍ د ماموریت موخه له افغان ولس سره «مرسته کول» تعریف شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام بلخ کې له نږدې ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام په بلخ کې له ۱۴۹۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال نخود او مالګه شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې په شولګره ولسوالۍ کې وېشل شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې مرستو کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه وېشل شوې دي.

په دغې ولسوالۍ کې وچکالۍ ځپلې کورنۍ وايي، د پرلپسې وچکالیو له امله سخت زیانمن شوي او دغه مرستې هم بسیا نه‌بولي او له اړوندو موسسو د لا زیاتو مرستو غوښتنه لري.

طالبان: د لاجورد له لارې ترکیې، سعودي، امریکا، استرالیا او هالنډ ته صادراتي توکي لېږدوو

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د تورغونډۍ او لاجورد له لارې به سبا (یکشنبه د کب ۲۴مه) په اتو سوداګریزو محمولو کې د افغانستان صادراتي توکې ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته ولېږدوي.

یاد وزارت د شنبې په ماخوستن (د کب ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۸ سوداګریزې محمولې چې په‌کې وچه مېوه، مربا، دېګونه او انرژي شامل دي، د تور غونډۍ او لاجورد له لارې له (ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان» څخه په تېرېدو ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته لېږدوي.

یادې سوداګریزې محمولي د یوه خصوصي شرکت له لوري لېږدول کېږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیتي دهلېزونو پراختیا، د صادراتو او وارداتو د دودې لپاره د زمینې برابرول او له نړۍوالو ټرانسپورټي شرکتونو هر اړخیز ملاتړ د یاد وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې یې عملي او اغېزناک ګامونه هم پورته کړي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د ۷۶ زیانمنو ښځو ساتنه کوي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبیدالله امین ویلي، چې یاد وزارت د ۷۶ زیانمنو ښځو او د هغوی د ماشومانو ساتنه کوي. نوموړي د دغو ښځو د وضعیت په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبیدالله امین د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) په یوې غونډې کې وویل، چې تېر کال یې د ماشومانو اړوند ۱۴۵۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د زیان منونکو ښځو لپاره د حقوقي چارو د ملاتړ ریاست د زیانمنو ښځو د مصونیت لپاره کار کوي.

نوموړي ویلي، چې د یاد ریاست تر چتر لاندې دمګړی ۷۶ زیانمنې ښځې او د هغوی اته ماشومان د یاد ریاست په ملاتړ ساتل کېږي.

د نوموړي دا څرکندونې په داسې حال کې دي، چې په تېر جمهوري نظام کې د زیانمنو ښځو ځانګړي امن خونې جوړې شوې وې او ګڼې ښځې په یادو امن خونو کې ساتل کېدې، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یادې ډلې د ښځو لپاره ټولې امن خونې وتړلې او زیانمنې ټولې ښځې یې زندانونو ته واستولې.

طالبان وايي په هلمند کې یې څه باندې ۳۲ ټُنه قاچاقي توکي نیولي دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۳۲۰۷۵ کیلو ګرامه خوراکي، غیر خوراکي او وارداتي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۵ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي موادو کې انساني درمل، ورېجې، ټوکر، اورلګیت، برېښنايي سامان، شاپېنګ سامان، خولۍ، نوکریزې، مس او وسپنیز کمباړ شامل دي او د بولان، د بهرامچې ولسوالۍ له رباط رېګ سیمې او صفري ټکو ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د یوې اونۍ په جریان کې یو شمېر خوراکي، غیرخوراکي او وارداتي توکي چې پرته له محصول او کیفیت څخه په قاچاقي ډول هېواد ته وارد او صادرېدل ونیول شول».

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو ۵ کسان له ۴ موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېدل.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند کې زرګونه کیلوګرامه قاچاقي مواد ترلاسه او سوځول شوي دي.

طالبانو په زابل کې له رسنیو غوښتي چې اعلانات له خپرولو وړاندې له دوی سره شریک کړي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي، چې د پرېکړې له مخې رسنۍ باید ټول اعلانات له اړوندو ادارو سره شریک کړي او له اجازې وروسته دې خپاره شي. طالبانو په دې ناسته کې له رسنیو څخه د عامې روغتیا اړوند اعلاناتو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د طالبانو د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې د خبریالانو د خونديتوب کمېټې له ولایتي مسوول او د خصوصي راډیوګانو او نورو رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د رسنیو د فعالیتونو، د نشراتو د ښه تنظیم او د مسلکي اصولو د مراعت په اړه خبرې وشوې

طالبانو د بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته په ټول افغانستان کې پر رسنیو باندې محدودیتونه زیات کړي دي او په هېواد کې دننه رسنۍ یې سانسور دي.