• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل‌الرحمن وایي د پاکستان پارلمان باید له افغانستان او ګاونډیانو سره اړیکې وڅېړي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۰

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن لاهور کې خبریالانو ته ویلي، چې د پاکستان پارلمان باید د افغانستان په ګډون د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اسلام‌اباد د اړیکو په تړاو یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان پارلمان باید پر بهرنۍ تګلارې بحث وکړي.

نوموړی وایي، پاکستان اوس مهال له افغانستان او هند سره د جګړې په حالات کې دی. هغه وویل: «چین هم اوس له پاکستان سره د خپلو امنیتي مسایلو له کبله چندان لېوالتیا نه‌لري».

مولانا فضل الرحمن ټینګار کړی، چې د پاکستان سیاستوال باید په دې فکر وکړي، چې هېواد یې په کوم حالت کې ولاړ دی او د افغانستان په ګډون یې له نورو ګاونډیانو سره څه ډول وضعیت دی.

د نوموړي په خبره، له ایران، سعودي عربستان، اسراییل او د سیمې هېوادونو په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه باید پارلمان کې د اسلام‌اباد دریځ روښانه شي. هغه اندېښنه ښودلې چې مسلمان هېوادونه په ډېر سخت کړکېچ کې ایسار شوي او اسلام‌اباد باید د ښه ګاونډیتوب لاره ونیسي.

هغه وویل: «د پاکستان لپاره باید فکر وکړو، له جنګ څخه جنګ پیدا کېږي او سوله ترې هېڅکله نه‌زېږي».

د مولانا فضل‌الرحمن دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. پاکستان د کابل په شمول د افغانستان یو شمېر ولایتونو باندې بمبارۍ کړي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له‌مخې ۵۰ ملکي افغانان یې دې بریدونو کې وژلي دي.

اخوا طالبان هم وايي، چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون یې په راولپېنډۍ او خيبر پښتونخوا کې د پوځ پر مرکزونو بریدونه کړي دي. طالبان په دغو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته د درنې مرګ ژوبلې او مالي زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغانان د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي چې خپله په جګړه کې دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې افغان کډوال د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي، چې لا دمخه په جګړه کې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه له فرانسې خبرې اژانس سره په خبرو کې ویلي:«دا خلک داسې هېواد ته راځي چې لا دمخه په جګړه کې دی، نو د دوی لپاره ښه انتخابونه نشته. دوی په ایران کې له جګړې څخه تښتي او داسې هیواد ته راځي چې په‌خپله هم په جګړه کې دی».

هره ورځ لسګونه افغانان له ایران څخه بېرته افغانستان ته راستنېږي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې په ایران کې مېشت دغه افغانان تر دې مخکې د ایران له‌خوا په زوره افغانستان ته ستنول کېدل، خو اوس یې ډیری د جګړې له ډاره بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د محمد کبیر نظري په نوم یوه افغان کډوال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:«موږ افغانانو هلته هېڅ ځای نه‌درلود، یعنې داسې ځای چې له بریدونو څخه په امن کې پاتې شو. نه هم موږ ته چا داسې ځای راکاوه، چې پناه په‌کې واخلو، بس همغه غربیکاري مو کوله».

د راپورونو له‌مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ۱۷۰۰ افغانان له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

خو یاد راستنېدونکي افغان کډوال په خپل هېواد کې هم په امن کې نه‌دي، ځکه د افغانستان پر بېلابېلو برخو د پاکستان له‌خوا هوايي بریدونه کېږي.

رحمت‌الله نبیل: افغانستان څو ځله د سترو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وایي، افغانستان په تېر تاریخ کې څو ځله د نړیوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی. د هغه په خبره، افغانستان کله د سړې جګړې، کله د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او کله هم د جیوپولیټیکي ګټو تر نوم لاندې د قدرتونو د سیالیو ډګر ګرځول شوی دی.

د هغه په وینا، د سیمې تاریخ ښيي چې بېلابېلو قدرتونو افغانستان څو څو ځله د خپلو سیالیو لپاره کارولی او په دې لوبو کې افغانانو درانه زیانونه لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې حتی د سیمې ځینو سیاستوالو وروسته په‌خپله اعتراف کړی، چې دغه ډول سیالۍ او لوبې په پای کې د ټولو لپاره زیانمنې تمامې شوې.

نبیل د جمعې په ماخوستن (د کب ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د یوې مرکې یادونه هم کړې، چې په ښکاره توګه یې ویلي: «د جګړې له پای وروسته امریکا له پاکستان سره داسې چلند وکړ لکه استفاده شوی د تشناب کاغذ». د نبیل په وینا، دا جمله که څه هم سخته ښکاري، خو یو لوی حقیقت څرګندوي چې په نړیوالو سیالیو کې کله ناکله هېوادونه یوازې د لنډمهالې وسیلې په توګه کارول کېږي.

هغه دا هم ویلي، چې باید په رښتیني ډول ومنل شي، چې پاکستان د مجاهدینو او طالبانو له خوځښتونو هم د خپلو سیاسي موخو لپاره استفاده کړې ده.

د جمهوري نظام پر مهال د ملي‌ امنیت دغه پخواني رییس ټینګار کړی، چې له طالبانو سره سیاسي اختلافونه باید افغانان دې ته ونه‌هڅوي، چې د پاکستان یا بل بهرني قدرت د سیاست وسیله شي. د هغه په وینا، د افغانستان تاریخ کې روښانه درس پروت دی چې «هر کله افغانان د نورو د سیالیو وسیله شوي، هېواد یې ویجاړ شوی او هر کله چې افغانانو پر خپلې ګډې ارادې تکیه کړې، افغانستان بېرته پر خپلو پښو درېدلی دی».

د نوموړي په باور راتلونکی افغانستان باید د بهرنیو لوبو پر بنسټ جوړ نه‌شي، بلکې د افغانانو پر خپلواکه اراده باید ولاړ وي؛ داسې افغانستان چې په‌کې هېڅ بهرنی قدرت د دې هېواد د برخلیک ټاکونکی نه‌وي او ټول وګړي د مساوي حقونو له‌مخې ونډه ولري.

نبیل همداراز د ملي یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوس د کوچنیو سیالیو وخت نه‌دی، بلکې په لویه کچه د یووالي وخت دی، ځکه که افغانان سره یو نه‌شي، نه به «ته» پاتې شې او نه به «زه».

سپنتا: افغانستان باید د سیمې د قدرتونو د نیابتي جګړو ډګر نه‌شي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا د سیمې د وروستیو بدلونونو او کړکېچونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان باید د سیمې او بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو پر ډګر بدل نه‌شي.

سپنتا د جمعې په ماخوستن (د کب ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې کله بهرني ځواکونه د خپلو موخو لپاره نیابتي ځواکونه بسیج او جګړې ته هڅوي، نو د افغانستان خلک د تاریخ پر وړاندې مسوولیت لري، چې د تېر په څېر د تېروتنو د بیا تکرار مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، که د پاکستان، اسراییل او هند تر منځ هر ډول احتمالي جګړه رامنځته شي یا برعکس، باید هېڅ‌کله اجازه ورنه‌کړل شي، چې د افغانستان د بې‌ګناه وګړو وینه تویه شي او یا د هېواد ښارونه ویجاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر همدارنګه د هېواد تاریخي تجربو ته په اشارې وویل، چې افغانستان څو څو ځله د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او شخړو قرباني شوی دی. د هغه په وینا، که د تاریخ له درسونو سترګې پټې شي، نو دا کار کولای شي د پخوانیو ناورینونو د بیا تکرار زمینه برابره کړي.

سپنتا د خپلې لیکنې په پای کې خبرداری ورکړی، هغه کسان چې د تاریخ له تجربو څخه زده‌کړه ونه‌کړي، بالاخره به اړ شي چې هماغه تېروتنې یو ځل بیا تکرار کړي. د جمهوري نظام د دې پخواني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې د‌ پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي. پاکستاني الوتکو په دې موده کې په وار وار د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بمبارۍ کړې دي.

د سیمې هېوادونو له پاکستان او پر کابل له واکمنو غوښتي، چې له یو بل سره خپل‌منځي مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوی دغه شخړې په سیمه کې بې ثباتي لا ډېرولی شي.

د نړۍوالو سازمانونو غوښتنه؛ په پاکستان د افغان خبریالانو ځورونه او اېستنه سملاسي بنده کړئ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د خبریالانو ملاتړو درېیو سازمانونو په یوه ګډه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو خپلسرې نیونې، ځورونې او په زوره شړل سملاسي ودروي.

درېیو نړۍوالو سازمانونو «CPJ, RSF, FPU» د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ادرس په یوه استول شوي لیک کې ویلي، چې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د وروستیو کړکېچونو له امله افغان خبریالان په پاکستان کې له خپلسرو نیونو، ځورونو او په زوره افغانستان ته له ستنولو سره مخ دي.

یادو سازمانونو د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتي، چې د بشري حقونو د نړۍوالو اصولو پر بنسټ د دغه ځپونکي بهیر مخه ونیسي.

په لیک کې راغلي، چې یوازې په روان میلادي کال کې ۲۰ افغان خبریالان نیول شوي، چې له دې ډلې یوازې نهه تنه یې په تېرو ۱۵ ورځو کې په زور بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

یادو سازمانونو ویلي، چې افغانستان ته په زور استول شوي خبریالان، په یاد هېواد کې له ګواښ سره مخ دي.

په یاد لیک کې له شهباز شریف څخه غوښتل شوي، چې لومړی باید په پاکستان کې د خپلسرو نیونو او جبري ستنولو لړۍ ودروي، د نه‌ستنولو نړۍوال اصل ته دې درناوی وکړي، بندي شوي خبریالان دې خوشې او درېیمو هېوادونو ته د سفر په تمه خبریالانو لپاره د لنډمهالې ملاتړ چوکاټ رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې ګڼ خبریالان درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، د پاکستان حکومت د نورو افغان کډوالو ترڅنګ د خبریالانو په نیولو او ځورولو بوخت دی.

محمد محقق افغانانو ته؛ د بدلون لپاره چمتو اوسئ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.

محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.

هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»