د کرېک انفو جایزې؛ د افغانستان د کرېکټ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د ۲۰۲۵کال غوره توپ وهونکی شو

د ESPN کرېک انفو معتبرې رسنۍ د ۲۰۲۵کال لپاره د خپلو جایزو ګټونکي اعلان کړل. په دغه نوملړ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د پنځوس اوریزو (یو ورځنیو) لوبو په کټګورۍ کې د کال غوره توپ وهونکی ونومول شو.
دغه جایزه ابراهیم ځدراڼ ته د پاکستان په کوربهتوب د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د هغه تر اغېزمن فعالیت وروسته ورکړل شوه. نوموړي په لاهور لوبغالي کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کې په ۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې جوړې کړې وې.
په هغه لوبه کې افغان لوبډلې د لوبې په پیل کې خپل درې لوبغاړي یوازې ۱۴ منډو سره له لاسه ورکړي وو؛ خو د ځدران په راتګ سره د لوبې رنګ بدل شو او هغه خپله لوبډله د غوره فعالیت سره بریا ته ورسوله.
ځدراڼ اوسمهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر هم دی. په ټوله کې د هند اته لوبغاړي، د اسټرالیا درې لوبغاړي، د سویلي افریقا دوه لوبغاړي او د افغانستان او بنګلهدېش یو، یو لوبغاړی د ۲۰۲۵کال د کرېک انفو جایزې وګټلې.
