دوستم: د طالبانو واکمني به تر ډېره دوام ونهکړي

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د جمعې په ورځ (د کب ۲۲مه) خبرداری ورکړی، چې د طالبانو «منځنۍ پېړۍ» واکمني به په دې بڼه دوام ونه کړي. هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت په بېلابېلو بڼو دوام لري.
ښاغلي دوستم په یوه یادښت کې ویلي، چې د افغانانو د ژغورنې او بریا راز په یووالي او پیوستون کې دی. نوموړي په دغه یادښت کې پر ایران د امریکا او اسراییل برید «تېری» بللی او هغه یې غندلی دی.
