• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب او ترکمنستاني چارواکي د ټاپې پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک په اړه غږېدلي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ددې وزارت وزیر عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په کتنه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک بهیر په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاپي پروژې رییس د پروژې د تازه پرمختګونو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ګازو نل لیکې د لیږد چارو، د عملي کار پړاوونو، د ځمکې د استملاک او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات شریک کړل.

طالب چارواکو د ټاپي پروژې د اړوندو هلو ځلو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې د دریو نورو هېوادونو لپاره هم یوه حیاتي او مهمه پروژه ده.

طالبانو د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له قوله ویلي و، چې هیواد یې په بشپړ ډول چمتو دی چې په ریل پټلۍ کې پانګونه وکړي او په تور غونډۍ کې یې عملیاتي کار پیل شوی دی.

مرادوف د روان کال تر پایه پورې د هرات ولایت مرکز ته د ټاپي پروژې د غځولو اعلان هم وکړ.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د سپین بولدک لارې بندېدو له امله د چمن سلګونه سوداګر په افغانستان کې بند پاتې دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د بلوچستان د چمن سوداګر وايي، د تېرو پنځو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې تړل کېدو سره د پاکستان ګڼ شمېر سوداګر له ډیورنډ کرښې پورې غاړه بند پاتې دي. د چمن صنعت او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنافع اڅکزي ویلي، د چمن سوداګر اړ دي، چې په قاچاقي لارو کورونو ته راستانه شي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې یو شمیر سوداګرو د خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د چمن ځايي سوداګر افغانستان لور ته بند پاتې دي .
دوی زیاتوي، چې بند پاتې تجارانو سره اوس د اوسېدلو لپاره مالي امکانات هم ختمې شوې دي.

دغو سوداګرو د نیوکې په کولو سره وويل چې کله په نورو هېوادونو کې پاکستانيان بند پاتي شي نو حکومت هڅه کوي چې هغه ژر تر ژره په ځانګړو الوتکو کې یې هېواد ته را انتقال کړي خو د پاکستان حکومت زمونږ غږ نه اوري.

د چمن د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر عبدالنافع اڅکزي وويل، چې دوی د یوه رسمي لیک لارې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې د چمن شاوخوا درې زره پاسپورټ لرونکو ځايي سوداګرو د خوندي بیرته راستنیدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي .
نافع اڅکزي وويل چې د ایسارو سوداګرو د ویزو وخت هم پایه ته رسیدلې چې له امله یې سوداګر له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداکریزې لارې تړل شوي دي او هیڅ سوداګریزه راکړه ورکړه نه کېږي.

د طالبانو د صنعت او کانونو ریاست: په بلخ ولایت کې به سیلوګانې ډېر ژر فعالې شي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۲۸ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او کانونو رییس امام‌الدین سنایي زاده وايي، د سېلوګانو په برخه کې پخوا ستونزې ډېرې وې، د اوړو تعرفې ټېټې وې چې له امله یې په کور دننه تولید خورا ستونزمن وو؛ خو اوس د اوړو تعرفې لوړې او د غنمو ټیټې شوې چې ورسره به په بلخ کې سیلوګانې بېرته فعالې شي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د بلخ په سیلو کې د فعالیتونو ستونزې په نظر کې نیول شوې او ډېر ژر به یې کارونه پېل شي؛ ترڅو د غنمو زېرمه او پروسس ګړندي شي. امام الدین زیاته کړه: «په دې اقدام سره به زرګونه کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي».

هغه وایي، د ګمرکي تعرفو په اړه پرېکړه خورا مهمه ده چې ورسره به د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي، تولیدي فعالیتونه به لاپیاوړي شي او د وارداتو پرځای به صادراتو ته وده ورکړل شي.

هغه څرګنده کړې: «دغه اقدام په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه شوی، چې کورني تولیدات ورسره وده وکړي. موږ ژمنه کوو، چې افغانستان صنعتي کېدونکی دی او د وارداتو پرځای په صادراتو ډېر ټینګار کوو چې صاداراتي هېواد شو».

هغه وړاندې ویلي، دغه پرېکړه د افغانستان د کورني تولید او صنعتي پرمختګ په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي چې موخه یې د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند معیار لوړول دي.

د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ تر ۷۸۰ ډېر بار وړونکي موټر تګ‌راتګ کوي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د فراه د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر دین محمد نعمتي وایي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په عادي ډول روان دی او د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ سلګونه بار وړونکي موټر تګ‌راتګ کوي.

د هغه په وینا؛ دا مهال په منځنۍ کچه هره ورځ له ۴۰۰ زیات بار وړونکي موټر له افغانستان نه ایران ته او شاوخوا ۳۸۰ بار وړونکي موټر بیا له ایران نه افغانستان ته راځي. نوموړي زیاته کړه، چې په سیمه کې روان کړکېچ پر سوداګرۍ کوم اغېز نه‌دی کړی.

هغه ویلي، که څه هم له پاکستان سره سوداګري په ټپه درېدلې؛ خو بیاهم د افغان سوداګرو واردات څو برابره زیات شوي دي. د هغه په خبره؛ «پخوا سوداګریز توکي د کراچۍ، ګوادر، پېښور، سپین بولدک او غلام خان بندرونو له لارې افغانستان ته راتلل؛ خو اوس د ایران بندر عباس او چابهار له لارې، همدارنګه په ایران کې د افغان سوداګرو د ذخیروي کانتینرونو او له اندونیزیا، کینیا، چین، هند او سینګاپور هېوادونو څخه راتلونکو توکو انتقال د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته کېږي».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ یوازې له ۲۲۰ تر ۲۵۰ بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ کاوه.

د افغانستان او ایران سوداګرۍ خونه: د اوبلن ګاز په هر ټن کې شاوخوا ۵۰ ډالره کمښت راغلی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید وايي، په روانې زېږدیزې میاشت کې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ قراردادونه شوي چې له مخې یې د اوبلن ګاز په هر ټن کې ۵۰ ډالره کمښت راغلی دی.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، که څه هم ایران له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی؛ خو افغانستان ته یې د اوبلنو ګازو د لېږد او وارداتو بهیر له خنډ پرته په عادي توګه دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرو او اړونده شرکتونو ترمنځ لوی قراردادونه لاسلیک شوي او د ګازو بیه هم ټیټه شوې ده. په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې له ایران سره یې نوره سوداګري هم له خنډ پرته په عادي توګه روانه ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر کړکېچ او سوداګرۍ بندېدو وروسته طالبانو له ایران، هند، ترکیې او د منځنۍ اسیا له یوشمېر هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

طالبان وايي د لوګر د محمداغې صنعتي پارک تفصیلي پلان تایید شو

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د لوګر ولایت د محمداغې صنعتي پارک تفصیلي پلان تایید او لاسلیک کړی دی. دغه صنعتي پارک، د هېواد په مرکزي حوزه کې یو له مهمو صنعتي مرکزونو شمېرل کېږي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پارک د صنعتي فعالیتونو د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د کچې لوړولو او پانګوالو ته د مناسبې زمینې برابرولو په موخه رامنځته شوی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او زیاتوي: «د پلان له‌مخې، د دې پارک ځمکه لسګونو تولیدي شرکتونو ته وېشل شوې او تمه کېږي چې له ۸۵ څخه زیات تولیدي شرکتونه به په‌کې خپل فعالیتونه پیل کړي».

ویل کېږي په دې سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.