افغان اېواک: د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې یو پخوانی افغان نظامي مړ شوی

د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان مشر شاون وان ډیور ویلي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې یو پخوانی افغان نظامي مړ شوی دی.

د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان مشر شاون وان ډیور ویلي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې یو پخوانی افغان نظامي مړ شوی دی.
وان ډیور د یکشنبې په ورځ (کب ۲۴مه) د یوه ویډیويي پیغام له لارې وویل چې دغه افغان نظامي «نذیر» نومېده او د جمعې په ورځ د امریکا دټېکزاس ایالت په یوه سیمه کې نیول شوی و.
د هغه په وینا، نذیر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه او شپږ اولادونه یې لرل.
وان ډیور د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې د نوموړي د نیولو او مړینې اصلي لامل لا هم روښانه نه دی.
تر اوسه دامریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې هم په دې اړه رسمي وضاحت نه دی وړاندې کړی.

د اختر په رانږدې کېدو سره په بلخ ولایت کې د دولتي ښوونځي یو شمېر ښوونکي وايي، چې له تېرو دریو میاشتې راهیسې یې معاشونه ځنډېدلي دي. ښوونکي نیوکه کوي، چې په افغانستان کې د ښوونکي معاش کم دی خو بیا هم اړوندې ادارې ښوونکو ته پر وخت معاشونه نه ور کوي.
په بلخ کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکي د یوه غږیز پېغام په رالېږلو نن یکشنبه، د کب پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېرو دریو میاشتو معاشونه نه دي ور کړل شوي.
دغه ښوونکي وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
دوی همدراز په بلخ کې د طالبانو والي او اړوند ادارو غوښتنه وکړه، چې پر وخت یې معاشونه ورکړل شي.
په روان کال کې په سویلي ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو هم ویلي و، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یو ځل د دوو میاشتو معاش ورکول کېږي.
د طالبانو د له واکمنېدو وروسته د نږدې څلورو کلونو په پوره کېدو لا هم د یادې ډلې له خوا د دولتي ادارو کارکوونکو ته پر ټاکلي وخت د معاشونو ورکولو ستونزه نه ده حل شوي.
د طالبانو د کندهار ولایت مرکزي بندخونې ویاند، رفیع الله زاده، وایي چې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یې د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله په امر ۲۰۱ تنه بندیان ازاد کړي او د ۳۹۳ کسانو د بند موده یې راکمه کړې ده.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید څخه وروسته عملي شوې ده.
په همدې تړاو د کندهار په مرکزي زندان کې په جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې مشر، مولوي محمد محمدي، ازاد شويو بندیانو ته د ازادۍ مبارکي ویلې او ټینګار یې کړی چې باید له جرمونو ځان وساتي او سالم ژوند خپل کړي.
همدارنګه د کندهار مرکزي زندان مشر ملا محیبالله ګرمسیري هم خوشې شويو بندیانو ته ویلي چې د اسلامي شریعت، افغاني ټولنې اصول او زده کړې په خپل ژوند کې عملي کړي ترڅو د کورنۍ خدمت وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۲۵م کې د افغانستان د ښوونې کیفیت د لوړولو لپاره یې له ۵۴۰۰۰ څخه په ډیرو ښوونکو پانګونه کړې ده.
یاد بنسټ ویلي، چې دغو ښوونکو ته عملي روزنې ورکړل شوي څو په ښوونځیو کې د زده کړې بهیر ښه او تدریسي خونې خوندي او جذابې شي.
یونیسف زیاتوي چې دا ملاتړ په پړاویز ډول او تعقیب وړ جوړښت سره وړاندې شوی.
دوی ټینګار کوي چې د ښوونکو د ظرفیت پیاوړتیا د ښوونې د کیفیت په ښه کولو کې مهم رول لري، او ځواکمن ښوونکي ځواکمن ټولګي رامنځته کوي.
د اټک په بېلابېلو سیمو کې پولیسو داسې بنرونه لګولي چې د افغان کډوالو د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۱۰زره کلدارو د انعام ورکولو ژمنه پکې شوې ده. دا اقدام داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده.
د دغو بنرونو له مخې، پولیسو له خلکو غوښتي چې که د افغان کډوالو په اړه معلومات لري، نو دوی ته دې یې ورکړي څو هغوی ونیول شي. په بنرونو کې ویل شوي چې د معلوماتو ورکوونکو ته به د ۱۰زره پاکستاني کلدارو انعام ورکول کېږي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د کډوالو ملاتړي بنسټونه وایي چې دا ډول اقدامات پر کډوالو فشارونه زیاتوي او د هغوی وضعیت نور هم ستونزمنوي.
په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې ژوند کوي، خو په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د پاکستان د امنیتي او اداري اقداماتو له امله د هغوی د نیولو او بېرته ستنولو بهیر پراخ شوی دی.
افغان حکومتونو له دې وړاندې پاکستان تورن کړی چې له کډوالو او سوداګریزو لارو نه پر کابل د فشار لپاره کار اخلي.
د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې یې د پاکستان د پوځ پر ځانګړي کمپ هوايي برید کړی دی. یاد وزارت ویلي، چې په برید کې یې د واڼه په پوځي کمپ کې دپاکستان د ځانګړو ځواکونو ودانۍ او نور مهم تاسیسات په نښه کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې «په دغه برید کې د یاد مهم مرکز د قوماندانۍ ډېره برخه او ځینې نور تاسیسات له منځه تللي او د پاکستان پوځي ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي».