جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځي کمپ ته نږدې ډرونه الوتکه غورځول شوې

د جنوبي وزیرستان امنیتي چارواکو ویلي، چې د واڼه زیړینور پنډغالي ته نږدې د پاکستان د پوځي کمپ په شاوخوا کې یې یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځول شوې ده. د سیمې د پولیسو مسوول طاهرشاه په وینا، دغه ډرون الوتکه له ناڅرګند ځایه ورغلې وه او د کمپ شاوخوا یې الوتنې کولې.
