کیم جونګ اون: زموږ نوي توغندي به دښمنان له ناارامۍ سره مخ کړي

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د نویو پرمختللو توغندیو په ازمویلو سره امریکا او سویلي کوریا ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې وسلې یې په ۴۲۰ کیلومتره واټن کې هر هدف په نښه کولی شي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د نویو پرمختللو توغندیو په ازمویلو سره امریکا او سویلي کوریا ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې وسلې یې په ۴۲۰ کیلومتره واټن کې هر هدف په نښه کولی شي.
د شمالي کوریا دولتي اژانس د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) راپور ورکړی، چې کیم جونګ اون د ۶۰۰ ملي متره کالیبر لرونکو ۱۲ میله راکټ لانچرونو له ازمویلو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
دغه تازه ازمویل شوي راکټونه د ۳۶۴ کیلو متره لرې هدف په نښه کولو لپاره ډیزاین شوي دي.
په راپور کې د کیم جونګ اون له قوله لیکل شوي: «هغه دښمنان چې په ۴۲۰ کیلومتري واټن کې دي، له ناارامۍ سره مخ کړي او هغوی ته به د تاکتیکي اټومي وسلو د ویجاړونکي ځواک په اړه ژور پوهاوی ورکړي».
د راپورونو لهمخې، توغول شوي راکټونه په ختیځ سمندرګي کې د ۳۴۶،۴ کیلومتره لرې هدف سل سلنه دقیق ویشتلی دی.
د شمالي کوریا دولتي اژانس ویلي، چې د نویو توغندیو ازمویلو ګام یې د امریکا او سویلي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په ځواب کې پورته کړی دی.
شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا ګډ پوځي تمریونه د «جګړې تمرین» بللی دی.