• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل پوځ وايي په بیروت کې یې د حزب‌الله پر تاسیساتو تازه بریدونه پیل کړل

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۰

د اسراییل پوځ د دوشنبې په سهار اعلان وکړ، چې په لبنان کې یې د خپلو پوځي عملیاتو پر دوام په پلازمېنه بیروت کې د حزب‌الله ډلې پر مهمو زېربناوو او تاسیساتو پراخ بریدونه پیل کړي دي. دا بریدونه د بیروت پر سوېلي څنډو «ضاحیه» له یوې درنې بمبارۍ وروسته پیل شوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي، چې د یادو بریدونو په اړه تر اوسه د ځاني زیانونو په اړه کوم جزییات نه دي ورکړل شوي.

په ورته مهال د اسراییل پوځ په بیروت او همداراز د لبنان په سوېل کې د ډېرو سیمو د تخلیې امر کړی و.
د دغه اژانس د راپور له‌مخې، د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د «صور» په سیمه کې د یوه هوایي برید له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د راپور له‌مخې، په «مرجعیون» سیمه کې د یوه بل هوایي برید په پایله کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰
فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي
100%

فرانس پرېس اژانس د اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د فرانسې په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او تلپاتې سولې په اړه جدي مذاکرات پیل شي.

سرچینو ویلي، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتناهو استازی ران درمر د خپل هېواد له لوري د یادو مذاکراتو مشري کوي او فرانسه به هم په یادو مذاکراتو کې ونډه ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې د لبنان حکومت د مذاکراتو لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو بوخت دی، خو تر اوسه د مذاکراتو په اړه نېټه نه ده مشخصه شوې.

پر همدې مهال درېیو لبناني چارواکو هم یاد فرانسوي خبري اژانس ته ویلي، چې بیروت د مذاکراتو د پیل لپاره د اسراییل له‌خوا د «بشپړ اوربند» پر منلو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون ساعر د خپل هېواد او لبنان ترمنځ د ایران پلوي حزب‌الله ډلې په اړه هر ډول پلان شوي مذاکرات رد کړي وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ
100%

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ویلي، چې په لبنان، عراق او سوریه کې د روغتیایي خدماتو د ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره بېړنۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.

د رغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګبریسوس خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د سیمې روغتیايي سیستمونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې له امله د اغېزمنو شویو هېوادونو لبنان، عراق او سوریې د روغتیايي ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.

پر همدغه مهال نوموړي په منځني ختیځ کې پر روغتونونو او روغتیايي کارکوونکو بریدونه وغندل او له ښکېلو خواوو یې غوښتنه کړې، چې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره د سولې لاره خپله کړي.

ټرمپ وايي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره له ایران سره هوکړې ته لا چمتو نه دی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰
ټرمپ وايي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره له ایران سره هوکړې ته لا چمتو نه دی
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې کېدای شي د ایران د تیلو پر مهم صادراتي مرکز خارګ ټاپو نور بریدونه هم وکړي. هغه ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له تهران سره د هوکړې لپاره لا چمتو نه دی.

له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه درېیمې اوونۍ ته داخله شوې ده. ټرمپ ادعا کړې چې امریکایي بریدونو د خارګ ټاپو ډېره برخه «په بشپړه توګه ویجاړه» کړې او ویلي یې دي چې ښايي دا ځای «یو څو ځله نور هم په نښه شي».

بل لور ته ایران ویلي چې پر اسراییل او د امریکا پر درې پوځي اډو یې نور توغندي ویشتي دي.

انتونیو ګوترېش: مسلمانان په نړۍ کې له تبعیض او ناعادلانه تګلارو سره مخ دي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۰
انتونیو ګوترېش: مسلمانان په نړۍ کې له تبعیض او ناعادلانه تګلارو سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې مسلمانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له تبعیض، ټولنیزو او اقتصادي محرومیتونو او د کډوالۍ له مغرضانه تګلارو سره مخ دي. هغه دا څرګندونې له اسلام د وېرې(اسلاموفوبیا) پر ضد مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

ګوترېش، نن یکشنبه د کب په ۲۴مه پر اېکس ولیکل، چې مسلمانان نه یوازې له تبعیض سره مخ دي، بلکې کله ناکله بې‌دلیله څارل کېږي او د هغوی پر وړاندې دوسیې هم جوړېږي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي «راځئ یو ځل بیا د برابرۍ، بشري حقونو او د هر انسان د کرامت د درناوي لپاره ژمنه وکړو، پرته له دې چې د هغه دین څه وي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي تر دې وړاندې هم په نړۍ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د کړکېچونو د کمېدو او د تبعیض د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

نوموړي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو منشور د هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ دی او د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لارښود ګڼل کېږي.

ګوترېش ویلي چې که دولتونه د منشور اصولو ته ژمن پاتې شي، دا کار کولای شي د تاوتریخوالي او کړکېچونو د پراخېدو مخه ونیسي او د یوې خوندي او عادلانه نړۍ د رامنځته کېدو لامل شي.

زېلېنسکي: روسیې په یوه اوونۍ کې پر اوکراین ۱۷۷۰ بې‌پیلوټه الوتکې او سلګونه توغندي توغولي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰
زېلېنسکي: روسیې په یوه اوونۍ کې پر اوکراین ۱۷۷۰ بې‌پیلوټه الوتکې او سلګونه توغندي توغولي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکراین د ۱۷۷۰ ډرون، تر ۱۵۳۰ ډېرو هدایت‌شویو هوايي بمونو او ۸۶ توغندیز بریدونه کړي چې په دې کې له شلو زیات یې بالستیک توغندي وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې روسیې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکراین پراخ هوايي بریدونه کړي او په سلګونه بېلابېلې وسلې یې کارولې دي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، که نړۍ په اروپا او منځني ختیځ کې په یو وخت د بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره کافي هوايي دفاع ونه لري؛ نو باید روسیه هم له دغه وړتیا بې‌برخې کړي.

زېلېنسکي په پای کې له هغو هېوادونو او بنسټونو مننه کړې، چې د بندیزونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د خلکو د خونديتوب لپاره مهم دي.