• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوفا په دوحه کې د بین‌القاره‌يي سوپر جام پایلوبه لغوه کړه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۰

د اروپا د فوټبال اتحادیې (یوفا) په دوحه کې د ارجنټاین او هسپانیې ترمنځ د بین‌القاره‌يي سوپر جام (فینالیسیما) پایلوبه لغوه کړه. ټاکل شوې وه، چې دا لوبه د وري اوومه نېټه ترسره شي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي، چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتېدو سره د سوېلي امریکا د اتل (ارجنټاین) او د اروپا د اتل (هسپانیې) ترمنځ د دې لوبې امنیت له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوی و.
تر دې وړاندې په بحرین او سعودي عربستان کې د فارمولا وڼ سیالۍ هم چې ټاکل شوې وه په اپرېل میاشت کې ترسره شي، په سیمه کې د جګړې له امله لغوه شوې وې.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۳ GMT+۰
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
100%

د وزلوبې فدراسیون اعلان وکړ، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د «کوک پار» په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللې ده. دغه سیالۍ به د یکشنبې په ورځ د کب ۲۴مه تر د وري لومړۍ نېټې د قزاقستان په ترکستان ښار کې د ۹ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون ترسره شي.

په دغه سیالیو کې به د افغانستان، چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د المپیک او بدني روزنې ادارې مشر احمدالله وثیق هم ویلي و، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربه‌توب د «کوک پار» په نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

وزلوبه یا کوک پار د منځنۍ اسیا او افغانستان دودیزه لوبه ده، چې په وروستیو کلونو کې یې نړۍوالې سیالۍ هم جوړېږي.

د کرېک انفو جایزې؛ د افغانستان د کرېکټ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د ۲۰۲۵کال غوره توپ وهونکی شو

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۰۱ GMT+۰
د کرېک انفو جایزې؛ د افغانستان د کرېکټ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د ۲۰۲۵کال غوره توپ وهونکی شو
100%

د ESPN کرېک انفو معتبرې رسنۍ د ۲۰۲۵کال لپاره د خپلو جایزو ګټونکي اعلان کړل. په دغه نوملړ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د پنځوس اوریزو (یو ورځنیو) لوبو په کټګورۍ کې د کال غوره توپ وهونکی ونومول شو.

دغه جایزه ابراهیم ځدراڼ ته د پاکستان په کوربه‌توب د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د هغه تر اغېزمن فعالیت وروسته ورکړل شوه. نوموړي په لاهور لوبغالي کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کې په ​​۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې جوړې کړې وې.

په هغه لوبه کې افغان لوبډلې د لوبې په پیل کې خپل درې لوبغاړي یوازې ۱۴ منډو سره له لاسه ورکړي وو؛ خو د ځدران په راتګ سره د لوبې رنګ بدل شو او هغه خپله لوبډله د غوره فعالیت سره بریا ته ورسوله.

ځدراڼ اوس‌مهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر هم دی. په ټوله کې د هند اته لوبغاړي، د اسټرالیا درې لوبغاړي، د سویلي افریقا دوه لوبغاړي او د افغانستان او بنګله‌دېش یو، یو لوبغاړی د ۲۰۲۵کال د کرېک انفو جایزې وګټلې.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله له نهو کلونو ځنډ وروسته نړیوالو سیالیو ته ځي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله له نهو کلونو ځنډ وروسته نړیوالو سیالیو ته ځي
100%

د طالبانو د المپیک او بدني روزنې ادارې مشر، احمد الله وثیق، ویلي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربه‌توب د «کوک پار» نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ به د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.

وثیق زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې به د افغانستان تر څنګ د نهو هېوادونو لوبډلې برخه واخلي.

وزلوبه یا کوک پار د منځنۍ اسیا او افغانستان دودیزه لوبه ده چې په وروستیو کلونو کې یې نړیوالې سیالۍ هم جوړېږي.

د افغانستان د ووشو لوبډله د ځوانانو د اولمپیک په غوراوي سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۲ GMT+۰
د افغانستان د ووشو لوبډله د ځوانانو د اولمپیک په غوراوي سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې په «تالو» څانګه کې د افغان ځوانانو ووشو لوبډله د بودجې د کمښت له امله په چین کې د ځوانانو اولمپیک د غوراوي په سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه.

د معلوماتو له مخې؛ په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې او چمتووالي اعلان وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶کال د مارچ ۸مه ټاکل شوې وه. د پلان له مخې؛ د افغانستان د ووشو لوبډلې غړي باید د ۱۴۰۵ کال (د وري په ۳مه) چین ته سفر وکړي، چې په سیالۍ کې برخه واخلي؛ خو ویل کېږي چې د افغانستان د بدني روزنې ادارې د بودجې د نشتوالي له امله د لوبډلې د سفر لګښتونو له ورکولو ډډه کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې د ځوانانو اولمپیک نړۍوالې لوبې په سېنګال کې ترسره شي او د غوراوي سیالۍ به یې په راتلونکو ورځو کې د چین په تیانجېن کې پیل شي؛ دا ځل به دغه سیالۍ د افغان لوبغاړو له ګډون پرته ترسره شي.

ووشو د افغانستان یو له هغو لوبو څخه ده، چې په نړۍوالو سیالیو کې یې ګڼ مډالونه ګټلي دي. له دې ډلې محمد طه د روان کال (د زمري په ۶مه) یې د اسیا د ځوانانو په اتلولۍ کې د تالو په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه او د اتلولۍ مقام یې خپل کړ.
خو لاتر اوسه د ورزش برخې چارواکو او د افغانستان د ووشو فدراسیون په رسمي ډول په دغه سیالیو کې د افغان لوبډلې د نه ګډون په اړه څه نه‌دي ویلي.

100%

افغان سوک وهونکی شکران پرواني په لندن کې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۰۶ GMT+۰
افغان سوک وهونکی شکران پرواني په لندن کې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي
100%

افغان سوک وهونکی شکران پرواني به په لندن کې د «PIVOTAL» سوک وهنې سیالۍ کې برخه واخلي، دغه سیالۍ د (Top Tier Boxing) سازمان له‌خوا ترسره کېږي. که څه هم د نوموړي سیال لاتراوسه نه‌دی ټاکل شوی؛ خو ټاکل شوې چې دغه لوبه د ۱۴۰۵کال (د غویي په ۱۱مه) ترسره شي.

دغه سیالي به د لندن ښار په یورک تالار کې ترسره شي او دا به د Top Tier Boxing سازمان له‌خوا تنظیم شوې د شکران پرواني لومړۍ سیالي وي. شکران پرواني چې د جرمني اتل دی او د سوک وهنې نړۍوال فدراسیون (WBF) کې د بریاوو تاریخ لري، په خپل مسلک کې ۲۰ بریاوې او یوه ماته لري.

هغه په ​​۲۰۱۷کال کې د WBF لقب وګاټه او په ۲۰۱۹کال کې د جرمني د سوک وهنې سبک اتل شو. شکران پرواني چې ۱۹۳ سانتي متره لوړه ونه لري، په ۱۹۹۲کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. هغه په ​​۱۹۹۹کال کې په جرمني کې پناه واخیسته او اوس په هامبورګ کې ژوند کوي.
دغه افغان سوک وهونکي د ۲۰۱۷کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د ۲۴کلنۍ په عمر په هامبورګ کې د یوګن ماریک په وړاندې خپله مسلکي لوبه پیل کړه. هغه د همدې کال د اګست په پنځمه نېټه په ایسن کې فرانک بلومله ته په ماتې ورکولو سره د سوک وهنې نړۍوال فدراسیون د اتل لقب ترلاسه کړ.

100%