• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوترېش: مسلمانان په نړۍ کې له تبعیض او ناعادلانه تګلارو سره مخ دي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې مسلمانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له تبعیض، ټولنیزو او اقتصادي محرومیتونو او د کډوالۍ له مغرضانه تګلارو سره مخ دي. هغه دا څرګندونې له اسلام د وېرې(اسلاموفوبیا) پر ضد مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

ګوترېش، نن یکشنبه د کب په ۲۴مه پر اېکس ولیکل، چې مسلمانان نه یوازې له تبعیض سره مخ دي، بلکې کله ناکله بې‌دلیله څارل کېږي او د هغوی پر وړاندې دوسیې هم جوړېږي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي «راځئ یو ځل بیا د برابرۍ، بشري حقونو او د هر انسان د کرامت د درناوي لپاره ژمنه وکړو، پرته له دې چې د هغه دین څه وي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي تر دې وړاندې هم په نړۍ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د کړکېچونو د کمېدو او د تبعیض د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

نوموړي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو منشور د هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ دی او د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لارښود ګڼل کېږي.

ګوترېش ویلي چې که دولتونه د منشور اصولو ته ژمن پاتې شي، دا کار کولای شي د تاوتریخوالي او کړکېچونو د پراخېدو مخه ونیسي او د یوې خوندي او عادلانه نړۍ د رامنځته کېدو لامل شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي: روسیې په یوه اوونۍ کې پر اوکراین ۱۷۷۰ بې‌پیلوټه الوتکې او سلګونه توغندي توغولي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکراین د ۱۷۷۰ ډرون، تر ۱۵۳۰ ډېرو هدایت‌شویو هوايي بمونو او ۸۶ توغندیز بریدونه کړي چې په دې کې له شلو زیات یې بالستیک توغندي وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې روسیې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکراین پراخ هوايي بریدونه کړي او په سلګونه بېلابېلې وسلې یې کارولې دي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، که نړۍ په اروپا او منځني ختیځ کې په یو وخت د بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره کافي هوايي دفاع ونه لري؛ نو باید روسیه هم له دغه وړتیا بې‌برخې کړي.

زېلېنسکي په پای کې له هغو هېوادونو او بنسټونو مننه کړې، چې د بندیزونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د خلکو د خونديتوب لپاره مهم دي.

په فرانسه کې د ښاروالیو ټاکنې تر راتلونکو څو ساعتونو پیلېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۰

فرانسوي رایه ورکوونکي د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) د ښاروالانو د ټاکلو لپاره د رایو ورکړې مرکزونو ته ځي. دغو ټاکنو ته د راتلونکي کال د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د سختدریځو ښي اړخو د ځواک او د دودیزو ګوندونو د مقاومت د ازموینې په توګه کتل کېږي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، ښاروالان په فرانسه کې تر ټولو د باور وړ چارواکي دي چې د نږدې ۳۵۰۰۰ ښاروالیو مشري کوي؛ له لویو ښارونو نیولې تر هغو کلیو پورې چې ډېر کم اوسېدونکي لري.

رایه اچونه د یکشبنبې په سهار ۸ بجو پیلېږي او د شپې په ۸ بجو پای ته رسېږي. په ډېریو منځنیو او لویو ښارونو کې به دویم پړاو ټاکنې ۷ ورځې وروسته ترسره شي. د محلي ټاکنو پایلې کولی شي ملي کچې ته لاره هواره کړي، په ځانګړې توګه کله چې دا د ولسمشرۍ ټاکنو ته دومره نږدې ترسره کېږي. د نظر پوښتنو له‌مخې، سختدریځه ښي اړخی ګوند یا «ار‌اېن» د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو چانس لري.

دغه ګوند د کډوالۍ ضد او د اروپایي ټولنې مخالف ګوند دی. که څه هم یاد ګوند په سلګونو ښاروالیو کې نوماندان لري، خو د سترې بریا تمه نه‌لري، مګر هیله من دی چې خپل مخ پر زیاتېدونکی محبوبیت وښیي او په څو لویو ښارونو کې بریاوې ترلاسه کړي، څو د ولسمشرۍ کمپاین یې نور هم پیاوړی شي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته په کتو دغه ټاکنې، د ټولو ګوندونو لپاره خورا برخلیک ټاکونکې دي.

کیم جونګ اون: زموږ نوي توغندي به دښمنان له ناارامۍ سره مخ کړي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۰

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د نویو پرمختللو توغندیو په ازمویلو سره امریکا او سویلي کوریا ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې وسلې یې په ۴۲۰ کیلومتره واټن کې هر هدف په نښه کولی شي.

د شمالي کوریا دولتي اژانس د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) راپور ورکړی، چې کیم جونګ اون د ۶۰۰ ملي متره کالیبر لرونکو ۱۲ میله راکټ لانچرونو له ازمویلو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

دغه تازه ازمویل شوي راکټونه د ۳۶۴ کیلو متره لرې هدف په نښه کولو لپاره ډیزاین شوي دي.

په راپور کې د کیم جونګ اون له قوله لیکل شوي: «هغه دښمنان چې په ۴۲۰ کیلومتري واټن کې دي، له ناارامۍ سره مخ کړي او هغوی ته به د تاکتیکي اټومي وسلو د ویجاړونکي ځواک په اړه ژور پوهاوی ورکړي».

د راپورونو له‌مخې، توغول شوي راکټونه په ختیځ سمندرګي کې د ۳۴۶،۴ کیلومتره لرې هدف سل سلنه دقیق ویشتلی دی.

د شمالي کوریا دولتي اژانس ویلي، چې د نویو توغندیو ازمویلو ګام یې د امریکا او سویلي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په ځواب کې پورته کړی دی.

شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا ګډ پوځي تمریونه د «جګړې تمرین» بللی دی.

روسیه وايي چې ۶۵ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې یې رانسکورې کړې دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۰

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، چې د روسیې د هوايي دفاع واحدونو د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) ۶۵ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې چې د مسکو په لور روانې وې، وېشتلي او رانسکورې کړې دي.

د مسکو ښار وال ویلي، چې عملیاتي ډلې د ډرون الوتکو د پاتې شونو پر څېړلو بوختې دي.

د نوموړي له لوري پر ټېلګرام په یوه خپاره شوې بیان کې راغلي، چې د یادو بې‌پيلوټه الوتکو د شنډولو عملیات په ۱۱ ساعتونو کې بشپړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ په جریان کې اوکرایني ځواکونو اعلان کړی وو، چې د روسیې په بریانسک سیمه کې یې د توغندیو د پرزو جوړولو یوه مهمه فابریکه په نښه کړې او روسي چارواکو هم تایید کړې وه، چې په یاد برید کې ۷ کسان وژل شوي وو.

سهیل اپريدی: تحریک انصاف له اختر وروسته د لوی غورځنګ لپاره چمتووالی نیسي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند مشرانو خبرداری ورکړی، که د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیایي حالت ته پام ونه شي؛ نو له اختر وروسته به له زندانه د هغه د خلاصون لپاره لوی سیاسي غورځنګ پیل کړي. دوی د فدرالي حکومت چلند «جنایي بې‌پامي» یاده کړې ده.

د جمعې په ورځ (د کب ۲۲مه) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرانو په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د عمران خان مناسبې روغتیایي پاملرنې لپاره یې هره ممکنه هڅه کړې؛ خو حکومت یې غوښتنې په وار، وار رد کړې دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي بیا ویلي، چې د حکومت دغه چلند د منلو وړ نه‌دی او ګوند یې د خپل بنسټګر د ازادۍ لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی. هغه یادونه وکړه، چې ګوند یې د روژې میاشتې په درناوي په لنډمهالي ډول خپل سیاسي فعالیتونه درولي دي.

نوموړي د عمران خان روغتیایي وضعیت په اړه د پاکستان حکومت چلند له بشري حقونو سرغړونه بللې ده. هغه وویل: «د پي‌ټي‌ای مشر عادي وګړی نه‌دی، هغه د پاکستان پخوانی لومړی وزیر دی او حکومت د هغه د درملنې قانوني او اخلاقي مسوولیت لري».

د دغه ګوند وکیل بابر اعوان د عمران خان د روغتیا په اړه د پاکستاني حکومت چلند جنایي عمل وباله او خبرداری یې ورکړ، که د هغه روغتیا ته سمه پاملرنه ونه‌شي؛ نو مسوولین به په هېڅ ځای کې پټ پاتې نه‌شي.