• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روژه په تنګلاسۍ کې؛ په بلخ کې ځینې ښوونکي وايي چې له څو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخېستی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د اختر په رانږدې کېدو سره په بلخ ولایت کې د دولتي ښوونځي یو شمېر ښوونکي وايي، چې له تېرو دریو میاشتې راهیسې یې معاشونه ځنډېدلي دي. ښوونکي نیوکه کوي، چې په افغانستان کې د ښوونکي معاش کم دی خو بیا هم اړوندې ادارې ښوونکو ته پر وخت معاشونه نه ور کوي.

په بلخ کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکي د یوه غږیز پېغام په رالېږلو نن یکشنبه، د کب پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېرو دریو میاشتو معاشونه نه دي ور کړل شوي.

دغه ښوونکي وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی همدراز په بلخ کې د طالبانو والي او اړوند ادارو غوښتنه وکړه، چې پر وخت یې معاشونه ورکړل شي.

په روان کال کې په سویلي ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو هم ویلي و، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یو ځل د دوو میاشتو معاش ورکول کېږي.

د طالبانو د له واکمنېدو وروسته د نږدې څلورو کلونو په پوره کېدو لا هم د یادې ډلې له خوا د دولتي ادارو کارکوونکو ته پر ټاکلي وخت د معاشونو ورکولو ستونزه نه ده حل شوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د کندهار له مرکزي بندخونې څخه یې ۲۰۱ تنه بندیان ازاد کړي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کندهار ولایت مرکزي بندخونې ویاند، رفیع الله زاده، وایي چې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یې د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله په امر ۲۰۱ تنه بندیان ازاد کړي او د ۳۹۳ کسانو د بند موده یې راکمه کړې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید څخه وروسته عملي شوې ده.

په همدې تړاو د کندهار په مرکزي زندان کې په جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې مشر، مولوي محمد محمدي، ازاد شويو بندیانو ته د ازادۍ مبارکي ویلې او ټینګار یې کړی چې باید له جرمونو ځان وساتي او سالم ژوند خپل کړي.

همدارنګه د کندهار مرکزي زندان مشر ملا محیب‌الله ګرمسیري هم خوشې شويو بندیانو ته ویلي چې د اسلامي شریعت، افغاني ټولنې اصول او زده کړې په خپل ژوند کې عملي کړي ترڅو د کورنۍ خدمت وکړي.

یونیسف: په افغانستان کې د ښوونې کیفیت د ښه کولو لپاره پر ۵۴ زره ښوونکو پانګونه شوې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په ۲۰۲۵م کې د افغانستان د ښوونې کیفیت د لوړولو لپاره یې له ۵۴۰۰۰ څخه په ډیرو ښوونکو پانګونه کړې ده.

یاد بنسټ ویلي، چې دغو ښوونکو ته عملي روزنې ورکړل شوي څو په ښوونځیو کې د زده کړې بهیر ښه او تدریسي خونې خوندي او جذابې شي.

یونیسف زیاتوي چې دا ملاتړ په پړاویز ډول او تعقیب وړ جوړښت سره وړاندې شوی.

دوی ټینګار کوي چې د ښوونکو د ظرفیت پیاوړتیا د ښوونې د کیفیت په ښه کولو کې مهم رول لري، او ځواکمن ښوونکي ځواکمن ټولګي رامنځته کوي.

په اټک کې د افغان کډوالو په تړاو د معلوماتو په بدل کې ۱۰ زره کلدارې انعام ټاکل شوی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د اټک په بېلابېلو سیمو کې پولیسو داسې بنرونه لګولي چې د افغان کډوالو د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۱۰زره کلدارو د انعام ورکولو ژمنه پکې شوې ده. دا اقدام داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده.

د دغو بنرونو له مخې، پولیسو له خلکو غوښتي چې که د افغان کډوالو په اړه معلومات لري، نو دوی ته دې یې ورکړي څو هغوی ونیول شي. په بنرونو کې ویل شوي چې د معلوماتو ورکوونکو ته به د ۱۰زره پاکستاني کلدارو انعام ورکول کېږي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان او د کډوالو ملاتړي بنسټونه وایي چې دا ډول اقدامات پر کډوالو فشارونه زیاتوي او د هغوی وضعیت نور هم ستونزمنوي.

په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې ژوند کوي، خو په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د پاکستان د امنیتي او اداري اقداماتو له امله د هغوی د نیولو او بېرته ستنولو بهیر پراخ شوی دی.

افغان حکومتونو له دې وړاندې پاکستان تورن کړی چې له کډوالو او سوداګریزو لارو نه پر کابل د فشار لپاره کار اخلي.

طالبان وايي په جنوبي وزیرستان کې یې د پاکستان د ځانګړو ځواکونو پر ودانۍ ډرون برید کړی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې یې د پاکستان د پوځ پر ځانګړي کمپ هوايي برید کړی دی. یاد وزارت ویلي، چې په برید کې یې د واڼه په پوځي کمپ کې دپاکستان د ځانګړو ځواکونو ودانۍ او نور مهم تاسیسات په نښه کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې «په دغه برید کې د یاد مهم مرکز د قوماندانۍ ډېره برخه او ځینې نور تاسیسات له منځه تللي او د پاکستان پوځي ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي».

طالبان وایي په انقره کې یې د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو ۱۰۵ مه کلیزه نمانځلې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰

په انقره کې د طالبانو سفیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت د روژه ماتي یوه مېلمستیا کې ویلي، چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې به په راتلونکې کې لا پراخې او پیاوړې شي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ترکیې د حکومت ځینو چارواکو، په انقره کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او ډیپلوماټانو، د سیاسي ګوندونو استازو او یو شمېر افغان محصلانو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند په دغو مراسمو کې د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل چې دا اړیکې د متقابل احترام او همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.

هغه همداراز وویل چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونو، سوداګري، پانګونې او سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا موندلې ده.

طالب سفیر د ترکیې د خیریه بنسټونو له مرستو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې به په راتلونکې کې لا پراخې او پیاوړې شي.