• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: د خېبر پښتونخوا حکومت له‌خوا د وسله‌والو حضور «سازش» بلل د ولس سپکاوی دی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د خېبر پښتونخوا حکومت هغه دریځ غندلی، چې د وسله‌والو له‌خوا د سړکونو ګزمې او د پوستو جوړول یې د سر وزیر پر ضد یو «سازش» بللی و. هغه دغه څرګندونې «ټوکه او د ولس سپکاوی» ګڼلی دی.

اېمل ولي خان ویلي، د حکومت دغه ادعاوې له واقعيت څخه تېښته او موخه یې د ناکامۍ، بې‌کفایتۍ او له وسله‌والو سره د مرستې تورونو پټول دي. نوموړي پوښتنه کړې: «که دا هر څه رښتیا هم سازش وي؛ نو د مخنیوي مسوولیت یې د چا پر غاړه دی؟»

هغه زیاته کړې، ټولو ته څرګنده ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په دوامداره توګه له وسله‌والو سره نرم دریځ غوره کړی دی. د عوامي نېشنل ګوند مشر د ۲۰۱۳کال ټاکنو ته په اشارې وویل، چې هغه مهال کوم ګوند د وسله‌والو ډلو له‌خوا د منلو وړ بلل کېده او کوم سیاسي ځواک د وسله‌والو ډلو لپاره د دفترونو پرانیستلو او د هغوی د سیاسي کولو وړاندیز کاوه؟

هغه ادعا کړې، چې د واکمنۍ په یوه پړاو کې شاوخوا ۴۰زره وسله‌وال بېرته مېشت کړای شول او ۱۰۲ خطرناک بندیان خوشې شول. د هغه په وینا: «چا ترهګر د جګړه‌مارو په نوم یاد کړل؟»

اېمل ولي خان دغه پوښتنه هم کړې، ایا دا هم یو «سازش» و چې د واکمن ګوند یو مشر د وسله‌والو د خبرو اترو په پلاوي کې شامل و. هغه وویل، هغه کسان چې له وسله‌والو سره د پخلاینې او د هغوی د بیا مېشتولو سیاستونه پر مخ وړي؛ اوس د سازش کیسې جوړوي څو د خپلو تګلارو ناوړه پایلې پټې کړي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر د خېبر پښتونخوا له خلکو او په ځانګړي ډول د واکمن ګوند له پلویانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، دوی د یوې داسې ادارې تر واک لاندې پاتې دي چې بې‌پروا او بې‌کفایته ده.

هغه زیاته کړې، چې د تېرو ۱۳ کلونو تر ناکامو تجربو وروسته دغه ایالت له جدي ستونزو لکه ناامنۍ، اقتصادي ناورین، مالي فشارونو او اداري ګډوډۍ سره مخ دی او د وسله‌والو له امله د خېبر پښتونخوا خلک تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

نوموړي په پای کې ویلي، چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴کال پورې دولت هم د دغه وضعیت مسوول دی؛ ځکه ځینې عناصر یې د خپلو ګټو لپاره پر پښتنو تپلي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند: په کراچۍ ښار کې پښتانه نیول کېږي او ځورول کېږي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند وايي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امنیتي ادارو له خوا د پښتنو د نیولو او ځورولو لړۍ پیل شوې ده. د ياد ګوند په وينا، په تېرو دوه اونيو کې په لسګونو داسې کسان نيول شوي، چې د پاکستان شناختي کارتونه (تذکره) یې هم لرل.

د ځايي چارواکو په خبره، چې په تېرو کالونو کې د پاکستان د کراچۍ ښار او سيند ایالت څخه افغان کډوال اېستل شوي.

خو ځیني پاکستاني پوليس چارواکي ادعا کوي، چې اوس هم ځینې افغان کډوال په کراچۍ ښار کې شته دي او ځينې افغانستان ته د لېږدولو وروسته بېرته په غير قانوني لارو راغلي دي.
دا په داسې وخت کې چې د فيبرورۍ د میاشتې راهسې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ نښتې پيل شوي د هغې وروسته په کراچۍ ښار کې پښتانه ملت پاله سياستوال وايي، د پښتنو ځورولو لړۍ پيل شوې ده.

د کراچۍ پولیس ادعا کوي، چې يواځې غير قانوني خلک نيول کيږي او چا سره چې د پاکستان خپل قانوني اسناد موجود وي هغوی که ونيول شي نو د تصديق وروسته خوشې شوي دي.
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ځینو مسوولینو په کراچۍ کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د پښتنو د ځورولو او نيولو ضد ګډ غږ پورته کولو لپاره به په کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو سره ليدلي او د اختر نه وروسته به په دغه اړه د لاریونونو لړۍ پيلوي.

د سپین بولدک لارې بندېدو له امله د چمن سلګونه سوداګر په افغانستان کې بند پاتې دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د بلوچستان د چمن سوداګر وايي، د تېرو پنځو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې تړل کېدو سره د پاکستان ګڼ شمېر سوداګر له ډیورنډ کرښې پورې غاړه بند پاتې دي. د چمن صنعت او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنافع اڅکزي ویلي، د چمن سوداګر اړ دي، چې په قاچاقي لارو کورونو ته راستانه شي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې یو شمیر سوداګرو د خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د چمن ځايي سوداګر افغانستان لور ته بند پاتې دي .
دوی زیاتوي، چې بند پاتې تجارانو سره اوس د اوسېدلو لپاره مالي امکانات هم ختمې شوې دي.

دغو سوداګرو د نیوکې په کولو سره وويل چې کله په نورو هېوادونو کې پاکستانيان بند پاتي شي نو حکومت هڅه کوي چې هغه ژر تر ژره په ځانګړو الوتکو کې یې هېواد ته را انتقال کړي خو د پاکستان حکومت زمونږ غږ نه اوري.

د چمن د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر عبدالنافع اڅکزي وويل، چې دوی د یوه رسمي لیک لارې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې د چمن شاوخوا درې زره پاسپورټ لرونکو ځايي سوداګرو د خوندي بیرته راستنیدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي .
نافع اڅکزي وويل چې د ایسارو سوداګرو د ویزو وخت هم پایه ته رسیدلې چې له امله یې سوداګر له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداکریزې لارې تړل شوي دي او هیڅ سوداګریزه راکړه ورکړه نه کېږي.

ناپېژاندو وسله‌والو په لنډي کوتل کې یو پاکستانی پولیس وژلی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل سیمې د پولیسو مشر ویلي، چې نن ماخوستن (جمعه د کب ۲۲مه) د دوی یو پولیس د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی. د هغه په وینا، د معاذالله په نوم یاد پولیس په اشخیلو کلي کې تر لمانځه وروسته کور ته په لاره په نښه شوی دی.

امنیتي ادارو خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې یې د وسله‌والو د لټون په موخه پلټنې پیل کړي او د وژل شوي پولیس مړی نږدې روغتون ته لېږدول شوی دی.

له دې سره هم‌مهاله د خيبر پښتونخوا امنیتي ادارو خبر ورکړی، چې د هنګو په سیمه کې د پولیسو د یوه روزنیز مرکز پر سر نامعلومه ډرون الوتکو پروازونه کړي دي.

امنیتي ادارو ویلي، چې پر دغو درېیو ګرځېدونکو ډرون الوتکو یې ډزې هم کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی وو، چې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د دوی ډرون الوتکو د پاکستاني پوځ یو مرکز په نښه کړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د چاودنې له امله اووه پاکستاني پولیس وژل شوي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۰

پاکستاني چارواکي وايي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په لکی مروت سیمه کې د پولیسو پر موټر په بمي برید کې ۷ پاکستاني پولس وژل شوي. د پولیسو یوه سیمه ییز ویاند د جمعې په ورځ تایید کړه، چې شپږ پولیس پر ځای وژل شوي او یو بل پولیس په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې ټپي شوی پولیس هم د درملنې پرمهال د خپلو ټپونو له امله مړ شوی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، برید د پولیسو پر موټر ترسره شوی دی.

پاکستاني چارواکو دا برید "ترهګریز" بللی دی.

د سیمې د پولیسو ویاند قدرت الله وویل، چې پولیس په سیمه کې په معمول په ډول په ګزمه بوخت وو، چې پرې برید وشو. د هغه په ​​وینا، موټر د چاودیدونکو توکو سره په نښه شوی.

د تیر کال په پرتله په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسله والو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د راپورونو له مخې په تېر کال کې په دې ایالت کې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ لوړه شوې ده، چې د مړو شمېر یې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۶۲۰ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۲۳۳۱ ته لوړ شوی دی.

طالبان وایي په کوهاټ کې یې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون یې نن سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي. دغه وزارت ویلي، په یادو بریدونو کې د کوهاټ پوځي کلا، د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي کلا د قوماندان دفتر په نښه شوی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:« په بریدونو کې د کوهاټ پوځي قلعه ووېشتل شوه او همدارنګه یادې قلعې ته څېرمه په دوه کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم په دقیق ډول په نښه شول».

خبرپاڼه زیاتوي:« په دغه بریدونو کې د یادې کلا تاسیسات، د قوماندې مرکز، ډيپوګان او د عسکرو د هستوګنې ځایونه له‌منځه وړل شوي، چې درانه ځالي او مالي زیانونه یې اړولي دي».

بل لوري بیا د پاکستان خراسان ډایري ورځپاڼې د ځایي چارواکو په حواله لیکلي، د کوهاټ پوځي قرارګاه ته نږدې دوه بې‌پيلوټه الوتکې یې نسکوره کړې چې یوې چاودنه کړې او دوه کسه یې ټپيان کړي دي.