• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره له امنیتي اندېښنو سره سره پیل شوه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) په لس‌انجلس کې د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې پر سرې غالۍ د مېلمنو په ورتګ سره پیل شوه. ټاکل شوې چې په دې مراسمو کې د سینما په بېلابېلو برخو کې لکه د غوره اداکارۍ، ډایرېکټرۍ او غوره فلم ګټونکي اعلان شي.

د دغو مراسمو لپاره جدي امنیتي تابیاوې نیول شوي او د مراسمو سمبالوونکو ویلي، د کلیفورنیا پر وړاندې د ایران له‌خوا د احتمالي ګواښ په اړه د فدرالي حکومت له خبرداري وروسته، د لس‌انجلس له پولیسو او اف‌بي‌ای سره نږدې همکاري لري.

مسوولینو څرګنده کړې، چې سمدستي دغه مراسم له مشخص او یا هم واقعي ګواښ سره مخ نه‌دی. دغه مراسم د دویم پرله‌پسې کال لپاره د مشهور ټلوېزیوني ویاند کانن اوبراین له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

اډرین برودي، واګنر مورا، رناته رینس‌وه او نور سینمايي لوبغاړي په ښایسته جامو کې پر سرې غالۍ راڅرګند شول او د عکاسانو او خبریالانو پام یې ځان ته واړاوه.

د اسکار جایزو سږنۍ سیالۍ خورا نږدې او د نه وړاندوینې وړ دي. ټیموټي شالامه، لیوناردو ډیکاپریو او مایکل بي جورډن د غوره نارینه لوبغاړي په کټګورۍ کې سیالي کوي او جیسي باکلي د غوره ښځینه لوبغاړې لپاره تر ټولو احتمالي غوراوی ګڼل کېږي.

نور هنرمندان هم د اصلي جایزو د ترلاسه کولو لپاره چانس لري. په دې سیالۍ کې دوه فلمونه «ګناهکاران» او «له یوې جګړې وروسته بله جګړه» غوره شوي، خو لا تر اوسه هم د اصلي جایزې د ترلاسه کولو لپاره کوم قطعي ګټونکی نه‌دی څرګند شوی.

د اسکار د سرو زرو د تندیسونو ګټونکي د نږدې ۱۰ زره هنرمندانو، پروډیوسرانو، ډایرېکټرانو او تخنیکي کارکوونکو له‌خوا غوره کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰

فرانس پرېس اژانس د اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د فرانسې په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او تلپاتې سولې په اړه جدي مذاکرات پیل شي.

سرچینو ویلي، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتناهو استازی ران درمر د خپل هېواد له لوري د یادو مذاکراتو مشري کوي او فرانسه به هم په یادو مذاکراتو کې ونډه ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې د لبنان حکومت د مذاکراتو لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو بوخت دی، خو تر اوسه د مذاکراتو په اړه نېټه نه ده مشخصه شوې.

پر همدې مهال درېیو لبناني چارواکو هم یاد فرانسوي خبري اژانس ته ویلي، چې بیروت د مذاکراتو د پیل لپاره د اسراییل له‌خوا د «بشپړ اوربند» پر منلو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون ساعر د خپل هېواد او لبنان ترمنځ د ایران پلوي حزب‌الله ډلې په اړه هر ډول پلان شوي مذاکرات رد کړي وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ویلي، چې په لبنان، عراق او سوریه کې د روغتیایي خدماتو د ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره بېړنۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.

د رغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګبریسوس خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د سیمې روغتیايي سیستمونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې له امله د اغېزمنو شویو هېوادونو لبنان، عراق او سوریې د روغتیايي ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.

پر همدغه مهال نوموړي په منځني ختیځ کې پر روغتونونو او روغتیايي کارکوونکو بریدونه وغندل او له ښکېلو خواوو یې غوښتنه کړې، چې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره د سولې لاره خپله کړي.

ټرمپ وايي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره له ایران سره هوکړې ته لا چمتو نه دی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې کېدای شي د ایران د تیلو پر مهم صادراتي مرکز خارګ ټاپو نور بریدونه هم وکړي. هغه ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له تهران سره د هوکړې لپاره لا چمتو نه دی.

له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه درېیمې اوونۍ ته داخله شوې ده. ټرمپ ادعا کړې چې امریکایي بریدونو د خارګ ټاپو ډېره برخه «په بشپړه توګه ویجاړه» کړې او ویلي یې دي چې ښايي دا ځای «یو څو ځله نور هم په نښه شي».

بل لور ته ایران ویلي چې پر اسراییل او د امریکا پر درې پوځي اډو یې نور توغندي ویشتي دي.

انتونیو ګوترېش: مسلمانان په نړۍ کې له تبعیض او ناعادلانه تګلارو سره مخ دي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې مسلمانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له تبعیض، ټولنیزو او اقتصادي محرومیتونو او د کډوالۍ له مغرضانه تګلارو سره مخ دي. هغه دا څرګندونې له اسلام د وېرې(اسلاموفوبیا) پر ضد مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

ګوترېش، نن یکشنبه د کب په ۲۴مه پر اېکس ولیکل، چې مسلمانان نه یوازې له تبعیض سره مخ دي، بلکې کله ناکله بې‌دلیله څارل کېږي او د هغوی پر وړاندې دوسیې هم جوړېږي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي «راځئ یو ځل بیا د برابرۍ، بشري حقونو او د هر انسان د کرامت د درناوي لپاره ژمنه وکړو، پرته له دې چې د هغه دین څه وي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي تر دې وړاندې هم په نړۍ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د کړکېچونو د کمېدو او د تبعیض د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

نوموړي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو منشور د هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ دی او د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لارښود ګڼل کېږي.

ګوترېش ویلي چې که دولتونه د منشور اصولو ته ژمن پاتې شي، دا کار کولای شي د تاوتریخوالي او کړکېچونو د پراخېدو مخه ونیسي او د یوې خوندي او عادلانه نړۍ د رامنځته کېدو لامل شي.

طالبان وايي چې په بغلان کې یې دوه زره کلنې پخوانۍ تاریخي سیمې وموندلې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې یې دوه لرغونې سیمې کشف کړي، چې «تاریخي مخینه یې د کوشانیانو دورې ته رسېږي». دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي. طالب چارواکي وایي دا سیمې د فرهنګي میراثونو د ساتنې د مدیریت د هڅو په پایله کې کشف او تثبیت شوې دي.

د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، د لرغون‌پوهانو په حضور کې د دغو سیمو د دېوالونو پاتې شوني موندل شوي چې له خښتو او پخڅې جوړ شوي دي. همدارنګه د خاورینو لوښو ټوټې، اېرې او د هډوکو ځینې پاتې شوني هم کشف شوي.

طالبان په داسې حال کې د تاریخي سیمو او میراثونو د خوندي ساتلو خبره کوي چې دې ډلې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال په بامیان کې د بودا تاریخي مجسمې ونړولې.