• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰

فرانس پرېس اژانس د اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د فرانسې په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او تلپاتې سولې په اړه جدي مذاکرات پیل شي.

سرچینو ویلي، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتناهو استازی ران درمر د خپل هېواد له لوري د یادو مذاکراتو مشري کوي او فرانسه به هم په یادو مذاکراتو کې ونډه ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې د لبنان حکومت د مذاکراتو لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو بوخت دی، خو تر اوسه د مذاکراتو په اړه نېټه نه ده مشخصه شوې.

پر همدې مهال درېیو لبناني چارواکو هم یاد فرانسوي خبري اژانس ته ویلي، چې بیروت د مذاکراتو د پیل لپاره د اسراییل له‌خوا د «بشپړ اوربند» پر منلو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون ساعر د خپل هېواد او لبنان ترمنځ د ایران پلوي حزب‌الله ډلې په اړه هر ډول پلان شوي مذاکرات رد کړي وو.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ویلي، چې په لبنان، عراق او سوریه کې د روغتیایي خدماتو د ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره بېړنۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.

د رغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګبریسوس خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د سیمې روغتیايي سیستمونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې له امله د اغېزمنو شویو هېوادونو لبنان، عراق او سوریې د روغتیايي ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.

پر همدغه مهال نوموړي په منځني ختیځ کې پر روغتونونو او روغتیايي کارکوونکو بریدونه وغندل او له ښکېلو خواوو یې غوښتنه کړې، چې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره د سولې لاره خپله کړي.

ټرمپ وايي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره له ایران سره هوکړې ته لا چمتو نه دی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې کېدای شي د ایران د تیلو پر مهم صادراتي مرکز خارګ ټاپو نور بریدونه هم وکړي. هغه ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له تهران سره د هوکړې لپاره لا چمتو نه دی.

له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه درېیمې اوونۍ ته داخله شوې ده. ټرمپ ادعا کړې چې امریکایي بریدونو د خارګ ټاپو ډېره برخه «په بشپړه توګه ویجاړه» کړې او ویلي یې دي چې ښايي دا ځای «یو څو ځله نور هم په نښه شي».

بل لور ته ایران ویلي چې پر اسراییل او د امریکا پر درې پوځي اډو یې نور توغندي ویشتي دي.

انتونیو ګوترېش: مسلمانان په نړۍ کې له تبعیض او ناعادلانه تګلارو سره مخ دي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې مسلمانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له تبعیض، ټولنیزو او اقتصادي محرومیتونو او د کډوالۍ له مغرضانه تګلارو سره مخ دي. هغه دا څرګندونې له اسلام د وېرې(اسلاموفوبیا) پر ضد مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

ګوترېش، نن یکشنبه د کب په ۲۴مه پر اېکس ولیکل، چې مسلمانان نه یوازې له تبعیض سره مخ دي، بلکې کله ناکله بې‌دلیله څارل کېږي او د هغوی پر وړاندې دوسیې هم جوړېږي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي «راځئ یو ځل بیا د برابرۍ، بشري حقونو او د هر انسان د کرامت د درناوي لپاره ژمنه وکړو، پرته له دې چې د هغه دین څه وي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي تر دې وړاندې هم په نړۍ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د کړکېچونو د کمېدو او د تبعیض د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

نوموړي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو منشور د هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ دی او د اختلافاتو د سوله‌ییز حل لارښود ګڼل کېږي.

ګوترېش ویلي چې که دولتونه د منشور اصولو ته ژمن پاتې شي، دا کار کولای شي د تاوتریخوالي او کړکېچونو د پراخېدو مخه ونیسي او د یوې خوندي او عادلانه نړۍ د رامنځته کېدو لامل شي.

زېلېنسکي: روسیې په یوه اوونۍ کې پر اوکراین ۱۷۷۰ بې‌پیلوټه الوتکې او سلګونه توغندي توغولي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکراین د ۱۷۷۰ ډرون، تر ۱۵۳۰ ډېرو هدایت‌شویو هوايي بمونو او ۸۶ توغندیز بریدونه کړي چې په دې کې له شلو زیات یې بالستیک توغندي وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې روسیې په تېره یوه اوونۍ کې پر اوکراین پراخ هوايي بریدونه کړي او په سلګونه بېلابېلې وسلې یې کارولې دي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، که نړۍ په اروپا او منځني ختیځ کې په یو وخت د بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره کافي هوايي دفاع ونه لري؛ نو باید روسیه هم له دغه وړتیا بې‌برخې کړي.

زېلېنسکي په پای کې له هغو هېوادونو او بنسټونو مننه کړې، چې د بندیزونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د خلکو د خونديتوب لپاره مهم دي.

په فرانسه کې د ښاروالیو ټاکنې تر راتلونکو څو ساعتونو پیلېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۰

فرانسوي رایه ورکوونکي د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) د ښاروالانو د ټاکلو لپاره د رایو ورکړې مرکزونو ته ځي. دغو ټاکنو ته د راتلونکي کال د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د سختدریځو ښي اړخو د ځواک او د دودیزو ګوندونو د مقاومت د ازموینې په توګه کتل کېږي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، ښاروالان په فرانسه کې تر ټولو د باور وړ چارواکي دي چې د نږدې ۳۵۰۰۰ ښاروالیو مشري کوي؛ له لویو ښارونو نیولې تر هغو کلیو پورې چې ډېر کم اوسېدونکي لري.

رایه اچونه د یکشبنبې په سهار ۸ بجو پیلېږي او د شپې په ۸ بجو پای ته رسېږي. په ډېریو منځنیو او لویو ښارونو کې به دویم پړاو ټاکنې ۷ ورځې وروسته ترسره شي. د محلي ټاکنو پایلې کولی شي ملي کچې ته لاره هواره کړي، په ځانګړې توګه کله چې دا د ولسمشرۍ ټاکنو ته دومره نږدې ترسره کېږي. د نظر پوښتنو له‌مخې، سختدریځه ښي اړخی ګوند یا «ار‌اېن» د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو چانس لري.

دغه ګوند د کډوالۍ ضد او د اروپایي ټولنې مخالف ګوند دی. که څه هم یاد ګوند په سلګونو ښاروالیو کې نوماندان لري، خو د سترې بریا تمه نه‌لري، مګر هیله من دی چې خپل مخ پر زیاتېدونکی محبوبیت وښیي او په څو لویو ښارونو کې بریاوې ترلاسه کړي، څو د ولسمشرۍ کمپاین یې نور هم پیاوړی شي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته په کتو دغه ټاکنې، د ټولو ګوندونو لپاره خورا برخلیک ټاکونکې دي.