• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په انقره کې یې د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو ۱۰۵ مه کلیزه نمانځلې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

په انقره کې د طالبانو سفیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت د روژه ماتي یوه مېلمستیا کې ویلي، چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې به په راتلونکې کې لا پراخې او پیاوړې شي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ترکیې د حکومت ځینو چارواکو، په انقره کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او ډیپلوماټانو، د سیاسي ګوندونو استازو او یو شمېر افغان محصلانو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند په دغو مراسمو کې د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل چې دا اړیکې د متقابل احترام او همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.

هغه همداراز وویل چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونو، سوداګري، پانګونې او سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا موندلې ده.

طالب سفیر د ترکیې د خیریه بنسټونو له مرستو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې به په راتلونکې کې لا پراخې او پیاوړې شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

نبیل: هبت‌الله د «استنجا او استنشاق» په اړه حکمونه ورکوي خو د پاکستان پر بریدونو غلی دی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل ویلي چې د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د«استنجا او استنشاق» په څېر ډېرو وړو موضوعاتو په اړه هم فرمانونه صادروي، خو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو او تېري پر وړاندې غلی دی.

نبیل دهبت‌الله اخوندزاده «درنه چوپتیا» د پوښتنې وړ بللې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ټینګار کړی چې د پاکستان پر بریدونو د طالبانو د مشر چوپتیا د خلکو په ذهن کې یوه اساسي پوښتنه راولاړوي او هغه دا، چې «څنګه کېدای شي د رعیت د ژوند په ډېرو کوچنیو چارو کې فرمانونه صادر شي، خو د هېواد د حاکمیت د نقض او پر خاوره د تېري په تړاو حتا یو روښانه دریځ هم و نه نیول شي؟».

نبیل اندېښنه ښودلې چې افغانستان به دا ځل د «دارالخوارج» په پلمه یو ځل بیا قرباني شي.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د روانو بریدونو هدف د وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان غړي دي چې یاد هېواد ورته «فتنه الخوارج» وايي.

د ملي امنیت پخواني رییس له روان بحران څخه د وتلو اساسي لاره له «رعیت» څخه «ملت» ته اوښتل بولي.

د هغه په باور، هغه هېواد چې خلک یې «رعیت» بلل کېږي، نه به تلپاتې امنیت او نه هم روښانه راتلونکی ولري.

د نبیل په وینا: «هغه هېواد چې خلک یې ملت وي، بیا به په اسانۍ د تکفیر د فتوو او د ورانکارو سیاستونو قرباني نه شي».

طالبان وايي چې په بغلان کې یې دوه زره کلنې پخوانۍ تاریخي سیمې وموندلې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې یې دوه لرغونې سیمې کشف کړي، چې «تاریخي مخینه یې د کوشانیانو دورې ته رسېږي». دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي. طالب چارواکي وایي دا سیمې د فرهنګي میراثونو د ساتنې د مدیریت د هڅو په پایله کې کشف او تثبیت شوې دي.

د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، د لرغون‌پوهانو په حضور کې د دغو سیمو د دېوالونو پاتې شوني موندل شوي چې له خښتو او پخڅې جوړ شوي دي. همدارنګه د خاورینو لوښو ټوټې، اېرې او د هډوکو ځینې پاتې شوني هم کشف شوي.

طالبان په داسې حال کې د تاریخي سیمو او میراثونو د خوندي ساتلو خبره کوي چې دې ډلې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال په بامیان کې د بودا تاریخي مجسمې ونړولې.

د جګړو تر زیاتېدو وروسته؛ د سره صلیب نړۍوال فدراسیون پکتیکا ته بېړنۍ مرستې لېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د سره صلیب نړۍوال فدراسیون د اسیا – پاسیفیک څانګې او د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د وروستیو نښتو له زیاتېدو وروسته پکتیکا ولایت ته د بېړنیو مرستو او سرپناه توکي لېږي؛ څو له زیانمنو کورنیو سره مرسته وشي.

د سره صلیب نړۍوال فدراسیون د اسیا – پاسیفیک څانګې او سرې میاشتې ټولنې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د وروستیو جګړو له زیاتېدو وروسته بشري اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي.

یاد فدراسیون ویلي، چې د دغه مرستو په لړ کې به د سرپناه او نورو بېړنیو توکو بنسټیزې زېرمې پکتیکا ولایت ته واستول شي. د دوی په وینا؛ دغه مرستې به د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ هغو کورنیو ته ورسېږي، چې تر ټولو ډېرې اړتیاوې لري.

د یاد فدراسیون په خبره؛ «بشري اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي او د زیانمنو خلکو ملاتړ اوس تر بل هر وخت ډېر مهم دی». دغه ادارې ټینګار کړی، چې د وضعیت له بدلون سره سم به هڅه وکړي؛ څو تر ټولو اړمنو کورنیو ته ژرترژره مرستې ورسوي.

طالب او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې مسیر د ځمکو د استملاک بهیر په اړه خبرې کړې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۰

په کابل کې د ترکمنستان سفارت ویلي، چې د ټاپي پروژې رییس محمدمراد امانوف د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري سره د ټاپي پروژې لپاره د ځمکو د استملاک او اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې؛ څو د یادې پروژې د پلي کولو چاره اسانه شي.

د ترکمنستان سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، په یاده ناسته کې چې د ترکمنستان سفیر هم ګډون لاره؛ دواړو خواوو د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک بهیر او د یادې پروژې د تطبیق د اسانتیا لپاره د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

دغه سفارت څرګنده کړې، دواړه خواوو په ګډه ژمنه وکړه چې د یادې پروژې د پلي کولو لپاره به اړینې چارې په همغږۍ او رڼه توګه ترسره کړي. د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې رییس امانوف دواړو ټینګار کړی، چې دغه پروژه د دواړه هېوادونو لپاره ستر اقتصادي اهمیت لري.

نوموړي سفارت ویلي، دغه ناسته د پروژې د پلي کولو په برخه کې د خنډونو کمولو او د اړونده ادارو د ګډ کار د تضمین لپاره ترسره شوې.

د طالبانو تر بندیزونو لاندې؛ افغان مېرمنو د «کابل پټ مطالعاتي کلب» په نوم یو فلم جوړ کړی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰

په داسې شرایطو کې چې طالبان ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه نه ورکوي؛ یوشمېر افغان نجونو د «کابل پټ مطالعاتي کلب» په نوم یو فلم جوړ کړی. دغه نجونې له دې لارې غواړي، خپل غږ نړۍ ته ورسوي.

دغه فلم د شکېبا عادل او اېلینا په لارښوونه جوړ شوی او ځینې برخې یې نجونو خپله په پټه د موبایل له لارې په کابل کې ثبت کړې دي. په دغه فلم کې ښودل شوې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغان نجونې د زده‌کړو، کار او ازادۍ له محدودیتونو سره مخ دي؛ خو بیا یې هم د شته ګواښونو سره، سره د کتاب لوستلو کلب جوړ کړی.

شکېبا عادل چې د طالبانو تر لومړۍ واکمنۍ وروسته د افغانستان د ټلوېزیون پر څپو راڅرګنده شوې لومړۍ ښځه وه، د فلم په اړه وویل: «زه له دې نجونو سره کار کوم ځکه چې هغوی غواړي غږ یې واورېدل شي».

اېلینا چې د دغه فلم یوه لارښوونکې ده، وویل: «هغوی د خپلو تجربو او د زړه خبرې د زړه له تله شریکوي. د دغه ښځو زړورتیا او یو له بل څخه ملاتړ د مقاومت ښکاره بڼه ده. هنر د دوی د مبارزې وسیله ده».

دغه فلم د کوپنهاګن د فلم فسټوال (CPH:DOX) په ۲۳مه دوره کې وړاندې کېږي. شکېبا او اېلینا هیله څرګنده کړې، دغه فلم به نړۍواله ټولنه وهڅوي چې پر طالبانو فشار راولي او له دې لارې به د افغان ښځو غږونه د نړۍ په کچه واورېدل شي.