• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې مسیر د ځمکو د استملاک بهیر په اړه خبرې کړې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۰

په کابل کې د ترکمنستان سفارت ویلي، چې د ټاپي پروژې رییس محمدمراد امانوف د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري سره د ټاپي پروژې لپاره د ځمکو د استملاک او اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې؛ څو د یادې پروژې د پلي کولو چاره اسانه شي.

د ترکمنستان سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، په یاده ناسته کې چې د ترکمنستان سفیر هم ګډون لاره؛ دواړو خواوو د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک بهیر او د یادې پروژې د تطبیق د اسانتیا لپاره د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

دغه سفارت څرګنده کړې، دواړه خواوو په ګډه ژمنه وکړه چې د یادې پروژې د پلي کولو لپاره به اړینې چارې په همغږۍ او رڼه توګه ترسره کړي. د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې رییس امانوف دواړو ټینګار کړی، چې دغه پروژه د دواړه هېوادونو لپاره ستر اقتصادي اهمیت لري.

نوموړي سفارت ویلي، دغه ناسته د پروژې د پلي کولو په برخه کې د خنډونو کمولو او د اړونده ادارو د ګډ کار د تضمین لپاره ترسره شوې.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تر بندیزونو لاندې؛ افغان مېرمنو د «کابل پټ مطالعاتي کلب» په نوم یو فلم جوړ کړی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰

په داسې شرایطو کې چې طالبان ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه نه ورکوي؛ یوشمېر افغان نجونو د «کابل پټ مطالعاتي کلب» په نوم یو فلم جوړ کړی. دغه نجونې له دې لارې غواړي، خپل غږ نړۍ ته ورسوي.

دغه فلم د شکېبا عادل او اېلینا په لارښوونه جوړ شوی او ځینې برخې یې نجونو خپله په پټه د موبایل له لارې په کابل کې ثبت کړې دي. په دغه فلم کې ښودل شوې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغان نجونې د زده‌کړو، کار او ازادۍ له محدودیتونو سره مخ دي؛ خو بیا یې هم د شته ګواښونو سره، سره د کتاب لوستلو کلب جوړ کړی.

شکېبا عادل چې د طالبانو تر لومړۍ واکمنۍ وروسته د افغانستان د ټلوېزیون پر څپو راڅرګنده شوې لومړۍ ښځه وه، د فلم په اړه وویل: «زه له دې نجونو سره کار کوم ځکه چې هغوی غواړي غږ یې واورېدل شي».

اېلینا چې د دغه فلم یوه لارښوونکې ده، وویل: «هغوی د خپلو تجربو او د زړه خبرې د زړه له تله شریکوي. د دغه ښځو زړورتیا او یو له بل څخه ملاتړ د مقاومت ښکاره بڼه ده. هنر د دوی د مبارزې وسیله ده».

دغه فلم د کوپنهاګن د فلم فسټوال (CPH:DOX) په ۲۳مه دوره کې وړاندې کېږي. شکېبا او اېلینا هیله څرګنده کړې، دغه فلم به نړۍواله ټولنه وهڅوي چې پر طالبانو فشار راولي او له دې لارې به د افغان ښځو غږونه د نړۍ په کچه واورېدل شي.

د طالبانو ستره محکمه: په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۶۲ کسان په دُرو وهل شوي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ۲۷ ولایتونو کې ۶۶۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي. د هغه په وینا؛ په دغه موده کې بیا ۱۳۳زره او ۶۴۰ حقوقي او جزایي دوسیو ته رسېدنه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې تر دې وړاندې ویلي و، چې په ۲۰۲۵کال کې یې لږترلږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونوله امله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې دي.

سربېره پر دې طالبانو په تېر ۲۰۲۵کال کې لږترلږه درې کسه په خوست، بادغیس او پکتیا ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام کړي دي. د بشري حقونو بنسټونه وايي، دغه ډول سزاوې له نړۍوالو قوانینو او بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې دي او په هېواد کې یې د وېرې فضا خوره کړې ده.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو څار سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې ودروي.

پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې ۶۵ بې‌اسناده افغان کډوال نیولي دي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۰

د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ ځایي چارواکو د شنبې په ورځ خبر ورکړی، په دغه ولسوالۍ کې ۶۵ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ځایي چارواکي وایي، چې دغه کسان یې د چاغي ولسوالۍ په نوکنډي سیمه کې د یولړ عملیاتو پرمهال نیولي دي.

یوه لوړپوړي ځایي چارواکي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په دغه نیول شویو افغانانو کې ۳۳ نارینه، ۱۴ ښځې او ۱۸ ماشومان شامل دي. د ځایي چارواکو په وینا؛ امنیتي ځواکونو یې د دغه کډوالو اړوند څلور پټنځایونه هم له‌منځه وړي دي.

دغه چارواکو ادعا کړې ده، چې نیول شوي کسان پر ناقانونه لارو پاکستان ته ننوتي وو او د ایران او ترکیې له لارو اروپايي هېوادونو ته د سفر په تمه وو. دوی وایي، نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

د یوناما ماموریت به دا ځل د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۶مه، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه د پریکړه لیک پر مسودې رایه اچونه کوي.

د امنیت شورا د نوي راپور له‌مخې، سږکال د دې پریکړه لیک پر مسودې خبرې ستونزمنې او له اختلافونو سره مخ وې او د تصویب په صورت کې به د یوناما ماموریت دا ځل د یوه کال پر ځای یوازې د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي.

امنیت شورا تېر کال د یوې پریکړې له‌مخې، د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې غځولی وو.

ویل کېږي چې اختلافونه وروسته له هغې راپورته شول چې امریکاد یاد ماموریت د درې میاشتني تخنیکي تمدید غوښتنه وکړه او استدلال یې دا وو، چې دغه لنډمهاله تمدید یادې شورا ته دا فرصت ورکوي، چې تر اوږدمهاله تمدید وړاندې د یوناما د ماموریت بشپړه ارزونه وکړي.

امریکا همداراز استدلال کړی، یوناما د ملګرو ملتونو یو له خورا لګښت لرونکو سیاسي ماموریتونو څخه ده او په خورا پېچلي چاپیریال کې فعالیت کوي، امنیت شورا باید لومړی دا وڅېړي چې ایا دا ماموریت لا هم مناسب او په بشپړ ډول د پلي کېدو وړ دی که نه.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې د مارچ په ۳مه، چین د پریکړه لیک د متن د ترتیبونکي په توګه لومړنۍ مسوده چې د یو کلن تمدید غوښتنه په‌کې شوې وه، د امنیت شورا غړو ته وسپارله، خو له سلا مشورو وروسته، چین په درېیمه اصلاح شوې مسوده کې د امریکا وړاندیز (درې میاشتنی تمدید) ځای پر ځای کړ.

په افغانستان کې یوناما د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پریکړه لیک پر بنسټ تاسیس شوه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دغې استازولۍ د ماموریت موخه له افغان ولس سره «مرسته کول» تعریف شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام بلخ کې له نږدې ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام په بلخ کې له ۱۴۹۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال نخود او مالګه شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې په شولګره ولسوالۍ کې وېشل شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې مرستو کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه وېشل شوې دي.

په دغې ولسوالۍ کې وچکالۍ ځپلې کورنۍ وايي، د پرلپسې وچکالیو له امله سخت زیانمن شوي او دغه مرستې هم بسیا نه‌بولي او له اړوندو موسسو د لا زیاتو مرستو غوښتنه لري.