د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې د امن کمېټې یو غړی ووژل شو

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې د امن کمېټې غړی ملک نبيالله بنخېل د ناپېژندو وسلهوالو په ډزو کې ووژل شو. د ځايي سرچینو په وینا، دغه پېښه نن (یکشنبه د کب ۲۴مه) ماخوستن رامنځته شوې او بریدګر هم په تېښته بریالي شوي دي.
