• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کایا کالاس: اروپایي ټولنه به د هرمز تنګي د امنیت په ټینګښت کې ډېر ګډون ونه‌لري

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۰

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس اعلان وکړ، چې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي د امنیت د ټینګښت لپاره د بېلابېلو انتخابونو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه، چې په سیمه کې خپل سمندري عملیات پراخ نه‌کړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلو دوو ویناوو کې د ناتو د غړو هېوادونو پر هغو پالیسیو نیوکه وکړه، چې د ایران د سنګرونو پر وړاندې له جګړې لرې پاتې دي. هغه په ډاګه له خپلو اروپایي متحدینو وغوښتل، چې د دې حیاتي اوبلارې د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ وکړي.
کالاس د دوشنبې په ماښام د اروپا په مرکزي وخت په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل: «اروپا له یوې بې پایه جګړې سره هېڅ علاقه نه لري».
هغې یادونه وکړه، چې په سره سمندرګي کې د اروپایي ټولنې سمندري ځواک چې د «اسپیدس» په نوم یادېږي، همدا اوس هم «د ازادې بېړۍ چلونې په ساتنه کې کلیدي رول» لوبوي.
کالاس زیاته کړه: «زموږ په خبرو کې د دې عملیاتو د پیاوړي کولو لپاره روښانه تمایل شتون درلود، خو دمګړی د اسپیدس عملیاتو د ماموریت بدلولو لپاره هېڅ لېوالتیا ونه لیدل شوه».
هغې همداراز وویل: «دا جګړه د اروپا جګړه نه ده، خو د اروپا ګټې په مستقیم ډول له ګواښ سره مخ دي».
د اروپایي ټولنې د انرژۍ وزیرانو هم په بروکسل کې جلا ناسته وکړه او په هغه کې یې ورته مسایل وڅېړل.
له دغې ناستې وروسته د اروپایي ټولنې د انرژۍ او استوګنې کمېشنر ډن یورګنسن وویل، د اروپایي ټولنې «اصلي لومړیتوب» د خلکو لپاره د انرژۍ د لګښتونو کمول دي، ځکه په منځني ختیځ کې نښتو د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.
یورګنسن وویل: «موږ باید دا ستونزمنه شېبه د پرمختګ لپاره په یو فرصت بدله کړو» او له اروپایي شریکانو یې وغوښتل، چې د «انرژۍ پر ناثابته نړۍوالو بازارونو» خپله تکیه کمه کړي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي