له ایران سره جګړې چین ته د ټرمپ سفر وځنډاوه

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله ترې غوښتل شوي، چې د چین له ولسمشر سره خپله راتلونکې لیدنه «شاوخوا یوه میاشت» وځنډوي. دا سفر د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې د دویمې نیمایي لپاره پلان شوی و.
