• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل اوسېدونکو د ښار پر څو سیمو د جیټ الوتکو د بریدونو خبر ور کړی

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۰

د پلازمېنې کابل اوسېدونکو د جېټ الوتکو د الوتنو او پر ښار د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی. د کابل لږ تر لږه پنځو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د څو زورورو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. سرچینې وایي چې د کابل د پنځمې ناحیې په سیمه کې د دوو چاودنو او الوتکې غږ اورېدل شوی دی.

د طالبانو ادارې تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی او اسلام‌اباد هم د دې بمباریوپه اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د یوې میاشتې په ترڅ کې د سینه‌بغل له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۰
په افغانستان کې د یوې میاشتې په ترڅ کې د سینه‌بغل له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د شري، ډینګي تبې او نس ناستې ناروغۍ زیاتې شوې دي، چې له امله یې ۳۱۳ کسان د ساه خطرناکې ناروغۍ او سینه‌بغل له امله مړه شوي دي. په فبرورۍ میاشت کې د سینه‌بغل له ۱۵۷ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د سینه‌بغل له ۱۵۷ زرو څخه ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د شري پېښې هم ۳۵ سلنه زیاتې شوې دي او له شاوخوا ۲۶۰۰ ثبت شویو پېښو څخه لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي.

د دې تر څنګ، په فبرورۍ میاشت کې د ډینګي تبې ۱۷۳ پېښې ثبت شوې چې د مړینې کومه پېښه ترې نه ده راپور شوې.

همدارنګه نږدې ۶ زره کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې درې کسان مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د بېرته راستنېدو زیاتوالي، د ناروغیو پراخېدو او د بودجې کمښت پر روغتیايي مرکزونو فشار زیات کړی دی.

امسو سازمان: یوه افغانه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو ښځینه غړو سره په پاکستان کې زنداني دي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۰
امسو سازمان: یوه افغانه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو ښځینه غړو سره په پاکستان کې زنداني دي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان وايي، چې یوه افغانه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو ښځینه غړو سره له تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان په زندان کې دي. امسو وايي، چې افغان خبریالان په هېواد کې د خوندیتوب د نشتوالي او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو له امله پاکستان ته کډوال شوي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه وضعیت د بیان د ازادۍ او بشري حقونو پر وړاندې یوه جدي ننگونه ده او دوی له پاکستاني چارواکو غواړي چې پاتې بندي خبریاله او د هغې د کورنۍ غړي په بېړني ډول او بې له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

یاد سازمان د نیول شوې افغانې خبریالې هویت نه دی روښانه کړی.

امسو سازمان په اعلامیه کې لیکلي، چې خبریالان باید د خپل مسلکي فعالیت او یا هم د کډوالۍ د ستونزو له امله له رواني او فزیکي فشار سره مخامخ نه‌شي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان پر نړۍوالو رسنیزو بنسټونو، د بښنې نړۍوال سازمان او ملگرو ملتونو غږ کړی دی، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او حقوقي ملاتړ لپاره پر دغه هېواد فشار راوړي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوالو او په ځانګړی ډول افغان خبریالانو د نیونو او زنداني کېدو په اړه راپورونه زیات شوي دي.

بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۰
بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی
100%

د بښنې نړیوال سازمان سیمه‌ییز دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) یوازې د دریو میاشتو لپاره تمدید د اندېښنې وړ دی.

یاد سازمان په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د یو کال تمدید به د یوناما ماموریت ته ثبات او د پام وړ وړتیا ورکړې وای، تر څو په بشپړ ډول د خپلې دندې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو څارنې او راپور ورکولو او د ښځو، سولې او امنیت برخې پر پلي کولو تمرکز وکړي.

دوی زیاتوي چې لنډمهاله تمدیدونه د یوناما ماموریت د اصل صلاحیتونو په بیا کتنه کې ګواښ پېښوي، له پلي کولو پام اړوي او د طالبانو د غیر رسمي چارواکو د کړنو د دوامداره نړیوال څار کمزوري کولای شي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د یوناما د ماموریت هر ډول بیا کتنه باید روښانه، شفافه وي او د افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو، مدني ټولنې او لږکیو سره په معنی‌داره مشوره ترسره شي.

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د ۳۹ مشرانو نومونه له نوملړه واېستل

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰
د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د ۳۹ مشرانو نومونه له نوملړه واېستل
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې له نوملړه د شهاب‌الدین دلاور، عباس ستانکزي، حمدالله نعماني، حمیدالله اخوند، نورالله نوري په ګډون د طالبانو د ۳۹ جګپوړو او ټیټپوړو مشرانو نومونه ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د کب پر ۱۹مه د طالبانود۲۲ لوړپوړو چارواکو تازه شوی نوملړ خپور کړی، چې بندیزونه پرې لګول شوي او ژوندلیکونه یې هم ورسره دي.

په دې تازه شوي نوملړ کې د عزیزالرحمان عبدالاحد نوم هم راغلی، چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سفارت درېیم منشي دی. عبدالاحد مخکې په نوملړ کې نه و.

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې تېر کال د سلواغې په میاشت کې د طالبانو د ۶۱ چارواکو نوملړ خپور کړی و، چې بندیزونه پرې لګول شوي وو. په نوي نوملړ کې لږ تر لږه ۳۹ لوړپوړي مشران او غړي چې تیر کال په نوملړ کې شامل وو، له بندیزونو لرې شوي دي.

له نوملړه د شهاب‌الدین دلاور، عباس ستانکزي، حمدالله نعماني، حمیدالله اخوند او نورالله نوري نومونه لرې شوي دي.

سربېره پر دې، په تازه فهرست کې د جان محمد مدني، یحیی حقاني ، شمس‌الرحمن د سراج‌الدین حقاني مشر مشاور او محمد طاهر انوري نومونه هم له بندیزونو ایستل شوي دي.

د تازه فهرست له لارې د سرحداتو او قبایلو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو، د شهداوو او معلولینو، د امر بالمعروف، د مالیې، د اطلاعاتو او کلتور، د حج او اوقافو د معینانو نومونه هم له بندیزونو لرې شوي دي.

همدارنګه د طالبانو د مختلفو وزارتونو مشاورین او د ننگرهار او لوګر والیان هم له بندیزونو لرې شوي دي.

خو په تازه شوي فهرست کې لا هم د طالبانو د مهمو مشرانو محمد حسن اخوندزاده، عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، امیر خان متقي، سراج‌الدین حقاني، عبدالکبیر، عبداللطیف منصور، محمد فاضل مظلوم، عبدالباقي حقاني، دین محمد حنیف، قدرت‌الله جمال، نورالدین ترابي، محمد عیسی اخوند، نجیب‌الله حقاني، نورمحمد ثاقب، عبدالحق وثیق او خیرالله خیرخواه نومونه شامل دي.

پاکستان د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه اسلام‌اباد ته وربللي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰
پاکستان د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه اسلام‌اباد ته وربللي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د طالبانو ضد یو شمېر مهم سیاسي جریانونه اسلام اباد ته وربللي دي او د هغوی د سفر په اړه لومړنۍ سلا مشورې روانې دي.

لږ تر لږه دوو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو ترمنځ غونډې شوې دي او په دغو ناستو کې د پاکستان د بلنې په اړه بحثونه او سلا مشورې شوې دي.

د طالبانو ضد یوې پوځي جبهې یوه چارواکي هم تایید کړې چې د دې بلنې په اړه د مخالفو سیاسي جریانونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

تمه کېږي چې د کوچني اختر له پای ته رسېدو وروسته به په اسلام‌اباد کې یوه غونډه وشي چې د طالبانو د مخالفو مهمو سیاسي جریانونو استازي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي به پکې ګډون وکړي.

تر اوسه د دې غونډې د ګډونوالو وروستی نوملړ نه دی خپور شوی.

سرچینې وایي پاکستان په داسې حال کې د طالبانو پر حکومت سیاسي فشارونه زیاتوي چې له بلې خوا یې د پوځي فشارونو کچه هم لوړه کړې ده.