علياحمد جلالي په دې مرکه کې څرګنده کړه، دمګړی پاکستان د هغو ډلو په راکابو کولو کې بېوسه دی چې په خپله یې جوړې کړې دي: «ځکه پاکستان له کلونو راهیسې په خپل هېواد کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی او دا فضا داسې ده، چې یوه ډله لهمنځه یوسې بله رامنځته کېږي».
جلالي پر افغانستان د پاکستان بریدونه ننداریز ګڼي او په وینا یې د اسلاماباد موخه دا ده، چې طالبان دې ته اړ کړي چې په پاکستان کې د هغو ترهګرو ډلو چې په خپله یې جوړ کړي د لهمنځه وړلو لپاره له هغوی سره همکاري وکړي.
هغه وايي: «پر افغانستان د طالبانو بریدونه ځکه ننداریز دي؛ که یو هېواد وغواړي د جګړې له لارې بل هېواد خپل مطیع وګرځوي، نو په دې څو بمباریو او ډرون بریدونو نهکېږي، بلکې اساسي عملیاتو ته اړتیا لري.
د جلالي په باور، پاکستان په اوسنیو شرایطو کې د دغه ډول عملیاتو وس نهلري او په وینا یې: «پاکستان پر افغانانو بریالی کېدای هم نهشي».
هغه زیاتوي: «پاکستان په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو له څنډې ته د کې (انزوا) څخه ناوړه استفاده کوي. د طالبان ډيپلوماټيک فعالیتونه هم د منزويوالي له امله پیکه دي».
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی دغه وزیر وايي، د پاکستان په دغو روانو بمباریو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي او دا په خپله «جنګي جرم» ګڼل کېږي.
د علياحمد جلالي په باور، جګړې ملتونه ګټي او په وینا یې، که طالبان غواړي د پاکستان او یا هم بل هر هېواد پر وړاندې مقابله وکړي، باید ملت متحد کړي او ورسره هم مهاله داسې شرایط برابر کړي، «چې خلک د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې په داوطلبانه ډول مرسته وکړي او اوسنی وضعیت یوازې د طالبانو اړونده نهده، بلکې د ټولو افغانانو ده او باید وغندل شي».
جلالي په دې مرکه کې په ډاګه وویل: «طالبانو ته مهم مساله د خپل نظام پایښت یا ساتنه ده او دا طالبانو پورې اړونده ده چې د خپل نظام د پایښت لپاره څه ډول اصلاحات راولي، څو د خپل نظام پایښت تضمین کړي».
د هغه په باور، د افغانستان طالبان د دې جوګه نهدي او اراده هم نهلري، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي، ځکه ځينې هغه ډلې له طالبانو سره په یوه سنګر کې جنګېدلي دي او په وینا یې، ټيټيپي د طالبانو په منځ کې پلویان او خواخوږي لري.