
چین یوځل بیا ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو شخړو د کمولو لپاره به خپلې هڅې دوامدارې وساتي. د چین د بهرنبو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې له شخړې یو ګام شاته شي او بېرته خبرو ته راستانه شي.
چین د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرستې ته چمتو دی.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، «تر ټولو عاجله اړتیا دا ده چې وضعیت نور خراب نه شي».
هغه ټینګار وکړ چې «دواړه ګاونډي هېوادونه باید خپلې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې».
هغه زیاته کړه چې بیجنګ چمتو دی د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده رول روان وساتي. د هغه په وینا، بیجینګ په وروستیو ورځو کې له دواړو لوریو سره اړیکې نیولې دي چې هغوی د زغم او خبرو اترو لور ته وهڅوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې خبرو کې وانګ يي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د مشورو او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل شي.
د چین ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم لیدلي، خو د پاکستان رسمي سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې اسلام اباد دمګړۍ له طالبانو سره تعامل او خبرو اترو ته لېواله نه دی.