په بلوچستان کې بمي چاودنې پنځه پاکستاني سرتېري وژلي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دوکي ولسوالۍ په بختیار لوڼي کلي کې د سړک غاړې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. دغه نظامیان چې په یوه موټر کې سپاره وو، د کوکنارو د کر پر ضد له عملیاتو وروسته د ستنېدو پرمهال د چاودنې هدف ګرځېدلي.
