طالبانو د ننګرهار او هلمند له زندانونو ۹۷۳ بندیان خوشې کړل

د طالبانو د ننګرهار او هلمند ولایتونو د بندخونو چارواکي وایي، د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۷۳ کسان د دغو ولایتونو له مرکزي بندخونو څخه ازاد کړي دي.

د طالبانو د ننګرهار او هلمند ولایتونو د بندخونو چارواکي وایي، د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۷۳ کسان د دغو ولایتونو له مرکزي بندخونو څخه ازاد کړي دي.
د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر ددوشنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ له مرکزي زندان څخه ۳۷۷ کسان ازاد شوي او د ۳۵۱ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
د دغه ولایت د زندانونو د چارو د سمون مشر مولوي سهیل سعید وویل چې په ازادو شويو بندیانو کې ۲۲ ښځې او ۲۶ ماشومان هم شامل دي.
مولوي سهیل سعید ازادو شويو بندیانو ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکې کې له هر ډول جرمونو ځان وساتي، د قوانینو درناوی وکړي او د ټولنې د سالمو او ګټورو غړو په توګه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
بل خوا د هلمند ولایت طالب چارواکي وایي چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر او د سترې محکمې د حکم له مخې، له مرکزي زندان څخه ۵۹۶ بندیان ازاد شوي او د ۱۶۳ بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

چین یوځل بیا ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو شخړو د کمولو لپاره به خپلې هڅې دوامدارې وساتي. د چین د بهرنبو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې له شخړې یو ګام شاته شي او بېرته خبرو ته راستانه شي.
چین د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرستې ته چمتو دی.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، «تر ټولو عاجله اړتیا دا ده چې وضعیت نور خراب نه شي».
هغه ټینګار وکړ چې «دواړه ګاونډي هېوادونه باید خپلې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې».
هغه زیاته کړه چې بیجنګ چمتو دی د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره رغنده رول روان وساتي. د هغه په وینا، بیجینګ په وروستیو ورځو کې له دواړو لوریو سره اړیکې نیولې دي چې هغوی د زغم او خبرو اترو لور ته وهڅوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې خبرو کې وانګ يي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د مشورو او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل شي.
د چین ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم لیدلي، خو د پاکستان رسمي سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې اسلام اباد دمګړۍ له طالبانو سره تعامل او خبرو اترو ته لېواله نه دی.
د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د کب میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د رېل پټلۍ له لارې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي. په دغو انتقالاتو کې ۱۰۹۰ ټنه صادرات دي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او دانارو جوس دي.
د طالبانو ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د کب پر ۲۵مه وویل، چې تېره اونۍ د حیرتان بندر له لارې۱۲۴ زره ۵۳۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۶ زره ۹۰۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې شاوخوا دوه زره ټنه او د خواف–هرات له لارې شاوخوا ۱۶ سوه ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال یو ۱۷۸ زره ۴۲۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور وارداتی توکي دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، هر څومره چې د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په همغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ته لاره هواریږي.
یاد وزارت ویلي، چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره وړ شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.
روانه میاشت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایران د امریکا او اسراییل د برید پرمهال اعلان وکړ،چې د خواف- هرات د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نهدی راغلی. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د سوداګریزو توکو بیې لوړې نهکړي.
کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسولین وایي، چې د راتلونکي اختر د ورځو او شپو د امنیت د ټینګښت لپاره یې په دې ولایت کې یوه ځانګړې ۱۵۰۰ کسیزه امنیتي قطعه جوړه کړې ده. طالبانو ویلي چې دا قطعه د ښار او شاوخوا سیمو د امنیت خوندې کولو او شکمنو خلکو د څار لپاره ده.
د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دا قطعه به د ښار او شاوخوا سیمو په مهمو ځایونو کې ځای پر ځای شي او هڅه به وکړي چې د اختر په ورځو کې د خلکو امنیت خوندي وساتي.
کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمشید ویلي، په دې تازه جوړې شوې قطعې کې یو شمېر طالبان د موټرسایکلونو له لارې ګزمې کوي تر څو د امنیتي پېښو په پرمهال ژر د پېښې ځای ته ورسېږي او لازم اقدامات ترسره کړي.
د نوموړي په خبره، دا قطعه به د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ورځې او شپې پر مهال فعال حضور ولري.

طالب چارواکي وایي، چې د دې قطعې غړي به په سپکو او درنو وسلو سمبال وي او د اړتیا پر مهال به د نورو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ عملیات ترسره کړي. خو د ځینو محلي سرچینو په وینا، د دغې قطعې له غړو سره عادي وسلې دي او د تجهیزاتو له پلوه له نورو طالب پولیسو سره کوم څرګند توپیر نه تر سترګو کېږي.
د امنیتي قطعې جوړېدل داسې مهال اعلانېږي چې په وروستیو میاشتو کې د کندهار په ښار کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه پېښې زیاتره وخت له رسنیو پټې ساتل کېږي او چارواکي هڅه کوي وضعیت عادي وښيي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی عبدالسلام وایي: «په وروستیو کې غلاوې ډېرې زیاتې شوې دي مخکې به خلکو د شپې اندېښنه درلوده، خو اوس د ورځې هم له خلکو پیسې او موبایلونه اخیستل کېږي.»
د کندهار یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي: «د ښار په ځینو سیمو کې غله په ښکاره ګرځي وسلې ورسره وي، کله چې له خلکو شیان واخلي بیا هم په ارامه زړه له سیمې وځي او څوک یې مخه نه نیسي.»
بل لور ته ځینې اوسېدونکي هیله څرګندوي چې د اختر لپاره د ځانګړې امنیتي قطعې جوړېدل به د امنیت د ښه کېدو لامل شي او د جنايي پېښو کچه به راټیټه کړي.

د یادونې وړ ده چې طالب چارواکو تر دې وړاندې هم اعلان کړی چې د اختر د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره به په نورو جنوبي ولایتونو کې هم ورته ګامونه پورته شي.
د راپورونو له مخې، په زابل او روزګان ولایتونو کې هم ورته ځانګړي امنیتي قطعې جوړې شوې دي تر څو د اختر پر مهال امنیتي تدابیر لا پیاوړي شي.
اسلام اباد د چین هڅې رد کړې چې د افغانستان د طالبانو حکومت سره اړیکې ښې کړي او ویلي یې دي چې تر هغه پورې به خپلې اوسني پالیسۍ ته دوام ورکړي، څو طالبان د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه عملي ګامونه پورته نه کړي.
چین په دې وروستیو کې خپل ځانګړی استازی کابل او اسلام آباد ته استولی و، ترڅو د دواړو ګاونډیو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره منځګړيتوب وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.
پاکستاني ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د سرچینو له قوله لیکلي، چې پاکستان د چین د هڅو ارزونه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د موقف پرځای پاتې کېدل او د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې عملي ګامونو نه اخیستل د دې مانع شوي چې اسلام اباد کابل سرهاړیکې عادي کړي. پاکستاني چارواکو چین ته واضح کړې چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي او د دې تضمین پرته به تعامل نه وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندراوبي په خپلې هفتنۍ خبري غونډې کې وویل: «د افغانستان په اړه زموږ موقف هماغسې پاتې دی. موږ کابل ته په څرګنده توګه ویلي چې د دوی خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي، او تر هغې چې دا ضمانتونه ترلاسه نه شي، زموږ پالیسي بدلون نه کوي.»
طالبان بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا دفتر خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د نوې جنايي مقررې له امله له عدالت، مساوات او خپلواکۍ څخه د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ کېږي، او د بشري حقونو د دغو سرغړونو په وړاندې بېړنی اقدام اړین دی.
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا دفتر د خبرپانې له مخې، د طالبانو حکومت لخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د کلونو راهیسې په تدریجي ډول کمزوري شوي او اوس د یوې نوې جنايي مقرره له لارې دغه فشار لا زیاتېږي. دغه اداره ټینګار کوي چې دا مقرره د ښځو او نجونو د عدالت، مساوات او شخصي خپلواکۍ پر وړاندې ستر محدودیتونه رامنځته کوي.
د بشري حقونو مدافعین د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دا «ظالمانه او جابره مقرره» ژر تر ژره لغوه کړي او د افغان ښځو حقونو ته د درناوي تضمین وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغان ښځو د حقونو لپاره باید د نړۍ په کچه غږ پورته شي.»
د یادونې وړ ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د حقونو کمښت یوه دوامداره ستونزه ده، چې له تعلیمي، کاري او ټولنیزو حقونو نیولې د قضایي خپلواکۍ محدودیتونو پورې ټولې برخې رانغاړي. اوس د نوې مقررې سره دا محدودیتونه نور هم جدي بڼه غوره کړې.