• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو سازمان: یوه افغانه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو ښځینه غړو سره په پاکستان کې زنداني دي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان وايي، چې یوه افغانه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو ښځینه غړو سره له تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان په زندان کې دي. امسو وايي، چې افغان خبریالان په هېواد کې د خوندیتوب د نشتوالي او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو له امله پاکستان ته کډوال شوي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دغه وضعیت د بیان د ازادۍ او بشري حقونو پر وړاندې یوه جدي ننگونه ده او دوی له پاکستاني چارواکو غواړي چې پاتې بندي خبریاله او د هغې د کورنۍ غړي په بېړني ډول او بې له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

یاد سازمان د نیول شوې افغانې خبریالې هویت نه دی روښانه کړی.

امسو سازمان په اعلامیه کې لیکلي، چې خبریالان باید د خپل مسلکي فعالیت او یا هم د کډوالۍ د ستونزو له امله له رواني او فزیکي فشار سره مخامخ نه‌شي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان پر نړۍوالو رسنیزو بنسټونو، د بښنې نړۍوال سازمان او ملگرو ملتونو غږ کړی دی، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او حقوقي ملاتړ لپاره پر دغه هېواد فشار راوړي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوالو او په ځانګړی ډول افغان خبریالانو د نیونو او زنداني کېدو په اړه راپورونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان سیمه‌ییز دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) یوازې د دریو میاشتو لپاره تمدید د اندېښنې وړ دی.

یاد سازمان په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د یو کال تمدید به د یوناما ماموریت ته ثبات او د پام وړ وړتیا ورکړې وای، تر څو په بشپړ ډول د خپلې دندې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو څارنې او راپور ورکولو او د ښځو، سولې او امنیت برخې پر پلي کولو تمرکز وکړي.

دوی زیاتوي چې لنډمهاله تمدیدونه د یوناما ماموریت د اصل صلاحیتونو په بیا کتنه کې ګواښ پېښوي، له پلي کولو پام اړوي او د طالبانو د غیر رسمي چارواکو د کړنو د دوامداره نړیوال څار کمزوري کولای شي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د یوناما د ماموریت هر ډول بیا کتنه باید روښانه، شفافه وي او د افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو، مدني ټولنې او لږکیو سره په معنی‌داره مشوره ترسره شي.

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د ۳۹ مشرانو نومونه له نوملړه واېستل

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې له نوملړه د شهاب‌الدین دلاور، عباس ستانکزي، حمدالله نعماني، حمیدالله اخوند، نورالله نوري په ګډون د طالبانو د ۳۹ جګپوړو او ټیټپوړو مشرانو نومونه ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د کب پر ۱۹مه د طالبانود۲۲ لوړپوړو چارواکو تازه شوی نوملړ خپور کړی، چې بندیزونه پرې لګول شوي او ژوندلیکونه یې هم ورسره دي.

په دې تازه شوي نوملړ کې د عزیزالرحمان عبدالاحد نوم هم راغلی، چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سفارت درېیم منشي دی. عبدالاحد مخکې په نوملړ کې نه و.

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې تېر کال د سلواغې په میاشت کې د طالبانو د ۶۱ چارواکو نوملړ خپور کړی و، چې بندیزونه پرې لګول شوي وو. په نوي نوملړ کې لږ تر لږه ۳۹ لوړپوړي مشران او غړي چې تیر کال په نوملړ کې شامل وو، له بندیزونو لرې شوي دي.

له نوملړه د شهاب‌الدین دلاور، عباس ستانکزي، حمدالله نعماني، حمیدالله اخوند او نورالله نوري نومونه لرې شوي دي.

سربېره پر دې، په تازه فهرست کې د جان محمد مدني، یحیی حقاني ، شمس‌الرحمن د سراج‌الدین حقاني مشر مشاور او محمد طاهر انوري نومونه هم له بندیزونو ایستل شوي دي.

د تازه فهرست له لارې د سرحداتو او قبایلو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو، د شهداوو او معلولینو، د امر بالمعروف، د مالیې، د اطلاعاتو او کلتور، د حج او اوقافو د معینانو نومونه هم له بندیزونو لرې شوي دي.

همدارنګه د طالبانو د مختلفو وزارتونو مشاورین او د ننگرهار او لوګر والیان هم له بندیزونو لرې شوي دي.

خو په تازه شوي فهرست کې لا هم د طالبانو د مهمو مشرانو محمد حسن اخوندزاده، عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، امیر خان متقي، سراج‌الدین حقاني، عبدالکبیر، عبداللطیف منصور، محمد فاضل مظلوم، عبدالباقي حقاني، دین محمد حنیف، قدرت‌الله جمال، نورالدین ترابي، محمد عیسی اخوند، نجیب‌الله حقاني، نورمحمد ثاقب، عبدالحق وثیق او خیرالله خیرخواه نومونه شامل دي.

پاکستان د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه اسلام‌اباد ته وربللي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د طالبانو ضد یو شمېر مهم سیاسي جریانونه اسلام اباد ته وربللي دي او د هغوی د سفر په اړه لومړنۍ سلا مشورې روانې دي.

لږ تر لږه دوو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو ترمنځ غونډې شوې دي او په دغو ناستو کې د پاکستان د بلنې په اړه بحثونه او سلا مشورې شوې دي.

د طالبانو ضد یوې پوځي جبهې یوه چارواکي هم تایید کړې چې د دې بلنې په اړه د مخالفو سیاسي جریانونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

تمه کېږي چې د کوچني اختر له پای ته رسېدو وروسته به په اسلام‌اباد کې یوه غونډه وشي چې د طالبانو د مخالفو مهمو سیاسي جریانونو استازي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي به پکې ګډون وکړي.

تر اوسه د دې غونډې د ګډونوالو وروستی نوملړ نه دی خپور شوی.

سرچینې وایي پاکستان په داسې حال کې د طالبانو پر حکومت سیاسي فشارونه زیاتوي چې له بلې خوا یې د پوځي فشارونو کچه هم لوړه کړې ده.

شاه محمود میاخېل: د پاکستان پر بریدونو د ملا هبت الله چوپتیا پوښتنې راولاړوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو د مشر ملا هبت الله د اختریز پیغام په غبرګون کې د دې ډلې پر سیاستونو او له پاکستان سره د اړیکو په اړه نیوکې کړي او وایي چې د پاکستان پر بریدونو د طالبانو د مشر چوپتیا پوښتنې راولاړوي.

میاخیل ویلي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په پیغام کې له اسلامي هېوادونو سره د ورورولۍ او همکارۍ یادونه شوې، خو په وینا یې دا خبره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ګڼې بې‌ځوابه پوښتنې راپورته کوي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي،« ایا هغه کسان چې د پاکستان په بمباریو کې شهیدان او زخمیان کیږي، د هغوی کورنیو ته د تسلیت ویلو حق پرې دی او که نه؟ ایا ولس ته د اطمینان نور څه لري او که نه؟، او که یوازې به له نامعلوم ځای څخه د ده د فرمانونو اطاعت کوي».

هغه زیاته کړې چې د طالبانو مشر په خپل پیغام کې نه یوازې د پاکستان د بریدونو یادونه نه ده کړې، بلکې د دغه هېواد نوم یې هم نه دی اخیستی. میاخیل پوښتنه کړې: «ایا د طالبانو او پاکستان اړیکې باید د ورورولۍ پر بنسټ وي؟ ولې د طالبانو مشر د پاکستان بریدونه ونه غندل؟ او ایا دا بریدونه د طالبانو له همغږۍ پرته کېږي؟»

نوموړي همدارنګه د طالبانو د روانې واکمنۍ په کلونو کې د اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې او ویلي یې دي چې خلک لا هم د اقتصاد، امنیت او راتلونکې په اړه اندېښمن دي. د هغه په وینا، باید روښانه شي چې ایا د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شوی، د هېواد دننه امنیت ټینګ شوی او د جرمونو کچه راکمه شوې او که نه.

هغه خبرداری ورکړی چې که د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته نه شي، د افغانستان راتلونکی به لا هم له کړکېچ سره مخ شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل وروستي اختریز پیغام کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو یادونه نه ده کړې او یوازې یې له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د پاکستان پر بریدونو د هبت الله خاموشي؛ د افغانستان خلک له چا وضاحت وغواړي؟

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

په داسې حال کې چې همدا اوس د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي، له اوکراین نه تر منځني ختیځه او له اسیا تر افریقا پورې د ډېرو هېوادونو مشران هڅه کوي خپل ولس د جګړو او کړکېچونو په اړه په دوامداره توګه خبر وساتي او هغوی ته ډاډ ورکړي، خو په افغانستان کې ملا هبت الله چوپ دی، ولې؟

په ډېرو سیاسي نظامونو کې دا یو مهم اصل ګڼل کېږي چې د جګړې او بحران پر مهال د دولت لومړی شخص باید د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي، د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د خلکو د اندېښنو د کمولو هڅه وکړي.

په متحده ایالاتو کې د حکومت مشران د نړۍوالو جګړو او کړکېچونو په اړه پرله‌پسې څرګندونې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه څو ځله خبرې کړې او هڅه یې کړې چې خپل ولس د روان وضعیت په اړه خبر وساتي. په ډېرو لوېدیزو سیاسي نظامونو کې د دې ډول څرګندونو هدف دا وي چې خلک پوه شي حکومت څه کوي او وضعیت تر کومه کنټرول لاندې دی، ځکه ولس د حاکمیت د مشروعیت اساسي مرجع ده.

په ایران کې هم ورته صحنه لیدل شوې ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په وروستیو ورځو کې په تهران کې د خلکو تر منځ راښکاره شوی او هڅه یې کړې خپلو پلویانو ته دا پیغام ورکړي چې حکومت یې د جګړې پر مهال له ولس سره ولاړ دی او د خلکو له اندېښنو خبر دی.

دا په سخت حالت کې د ولس د عامه روان او عقل د ډاډ هڅه ګڼل کېدای شي چې هېواد مشران یې کوي.

د افغانانو پوښتنه

پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان خلک هم دا حق لري چې له خپل واکمن څخه پوښتنه وکړي، چې څه روان دي او ولې غلی یې؟

له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې جګړې روانې دي. دواړه لوري یو بل ته د زیان اړولو ادعاوې کوي، هوايي بریدونه شوي دي، پاکستان د کابل سربېره کندهار، هلمند، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او یو شمېر نورې سیمې بمبار کړې او زرګونه خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۱۵ زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. سربېره پر دې، سوداګریزې لارې تړل شوې، بازارونه زیانمن شوي، بیې لوړې شوې او د ډېورنډ دواړو غاړو ته اقتصادي ژوند اغېزمن شوی دی.

خو په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د طالبانو تر ټولو لوړ مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر اوسه د دې جګړې په اړه کوم څرګند او مستقیم دریځ نه دی نیولی. حتا د کوچني اختر په وروستي پیغام کې هم د جګړې پر ځای ټینګار پر دې شوی چې د هغه د اوامرو اطاعت باید وشي.

دا پوښتنه ځکه جدي ده چې ملا هبت الله د طالبانو د واک تر ټولو لوړه پرېکړه کوونکې مرجع ګڼل کېږي؛ خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، نوموړی نه یوازې له رسنیو سره مرکې نه کوي، بلکې ډېر کم په عام محضر کې هم راښکاره شوی او افغانانو یې مخ هم نه دی لیدلی.

په سیاسي نظامونو کې د مشر حضور یوازې یو سمبول نه وي؛ بلکې د بحران پر مهال د خلکو او خپلو پلویانو د ډاډ یوه مهمه وسیله هم ګڼل کېږي. کله چې جګړه، ناامني او بې‌باوري زیاته شي، خلک غواړي د خپل واکمن وویني، خبرې یې واوري او پوه شي چې څوک د وضعیت د کنټرول مسوولیت پر غاړه لري؟

همدا اوس هېڅوک نه پوهیږي چې د وضعیت د کنټرول لومړۍ درجه مسوول څوک دی؟ او څه کوي؟

همدا لامل دی چې اوس د ډېرو افغانانو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي: ایا د اوسني وضعیت کنټرول په رښتیا د چا په لاس کې دی؟ او په کومه کچه ډاډ موجود دی چې د افغانستان له خلکو دفاع کېږي؟

ځینې شنونکي باور لري چې د داسې وضعیت پر مهال خاموشي څو پیغامونه لرلای شي. یو احتمال دا دی چې مهمې پرېکړې یوازې د محدودې کړۍ په دننه کې کېږي او د ولس له فشار او پوښتنو لرې ساتل کېږي.

بل احتمال دا دی چې د سیاسي مشروعیت او حساب ورکولو هغه دود لا هم نه دی رامنځته شوی چې خلک وکولای شي له حاکم څخه پوښتنه وکړي.

خو د دې خاموشۍ تر ټولو ډېر تاوان عادي خلکو ته رسېږي.

کله چې جګړه روانه وي او خلک له رسمي سرچینو واضح معلومات ترلاسه نه کړي، اوازې زیاتېږي، بې‌باوري پراخېږي او خلک نه پوهېږي چې راتلونکی به څه ډول وي. سوداګر نه پوهېږي چې سوداګري به روانه پاتې شي که نه؟ او کورنۍ نه پوهېږي چې جګړه به نوره هم پراخه شي که پای ته به ورسېږي.

له همدې امله په ډېرو هېوادونو کې د جګړې پر مهال د مشرانو خبرې یوازې یو سیاسي بیان نه وي؛ بلکې د ولس لپاره د معلوماتو، ډاډ او شفافیت یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او ښايي همدا هغه پوښتنه وي چې اوس د افغانستان د ډېرو خلکو په ذهن کې ګرځي:
که جګړه د هېواد پر خاوره روانه وي، ایا د هېواد واکمن باید چوپ پاتې شي، که د ولس مخې ته راشي او د روان وضعیت په اړه وضاحت ورکړي؟

ځکه په جګړه کې یوازې مرمۍ نه لګېږي؛
خاموشي هم کله ناکله د خلکو پر باور او راتلونکې ژور اغېز پرېږدي.