د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی علي وزیر له زندان نه خوشې شوی

پښتون ژغورنې غورځنګ ته نږدې سرچینو خبر ورکړ، چې ددغه غورځنګ جګپوړی غړی علي وزیر د سند د سکر له زندان څخه خوشې شو. د علي وزیر نږدې همکار بادشاه پشتین د هغه د خوشې کېدو انځور خپور کړی دی.
علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست پر درېیمه د اسلام اباد پولیسو له یوې ترافیکي پېښې وروسته له روغتون څخه نیولی و.
