د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل تازه پیغام کې افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او د روژې د عبادتونو، تقوا، صدقې، اسلامي نظام د ساتنې او د خلکو ترمنځ د یووالي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
نوموړي په پیغام کې د اسلامي امارت تر واک لاندې د امنیت د ښه کېدو یادونه کړې او له خلکو یې غوښتي چې د دوی د نظام د ټینګښت لپاره د مسولینو ملاتړ وکړي او د اختلافاتو څخه ځان وساتي.
خو په دې پېغام کې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ چې په وروستیو اونیو کې د پام وړ زیات شوی دی هیڅ یادونه نده شوې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د په ډيورنډ کرښه جګړو او هوايي بریدونو لړۍ روانه ده چې په کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه هم خپاره شوي دي.
په دغه جګړو کې سلګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، او په زرګونو کسان بې کوره شوي دي.
په ځینو سیمو کې د پاکستاني هوايي بریدونو او توپچي ډزو له امله د کورونو د ویجاړېدو او د خلکو د بېځایه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د طالبانو په وینا د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو لکه پکتیکا، خوست، کونړ او ننګرهار کې لسګونه ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
نړیوالو رسنیو هم راپور ورکړی چې وروستیو بریدونو کې د کابل او نورو سیمو استوګنیزې سیمې هم زیانمنې شوې دي او لږ تر لږه څو ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
سره له دې، د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې نه یوازې د دغو هوايي بریدونو، په ډيورنډ کرښې جګړو او ملکي مرګژوبلې یادونه نه ده کړې، بلکې تر دې دمه یې د پاکستان سره د روان کړکېچ او جګړې په اړه هم کوم څرګند رسمي دریځ نه دی وړاندې کړی.
کارپوهان وايي چې د طالبانو د مشر چوپتیا ښايي د دې لپاره وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زیات سیاسي او پوځي حساسیت لري او د جګړې تر څنګ د ډیپلوماټیکو هڅو احتمال هم روان دی.
په اختریز پیغام کې ملا هبتالله اخندزاده یوازې په عمومي ډول له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي، خو د کوم ځانګړي هېواد نوم یې نه دی اخیستی.
په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو کلونو تر ټولو شدید پوځي کړکېچ بلل کېږي، د طالبانو د مشر په تازه پیغام کې د دغې موضوع نه یادونه د سیاسي او رسنیزو بحثونو سبب ګرځېدلې ده.