عربستان او امارات: د ایران دوامداره بریدونه د سیمې امنیت او ثبات ګواښي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د متحده عربي امارات مشر محمد بن زاید النهیان په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې د خلیج د همکاریو شورا پر غړو هېوادونو د ایران دوامداره بریدونه د کړکېچ زیاتوونکي او خطرناک دي او د سیمې امنیت او ثبات ګواښي.
د سعودي عربستان د خبري اژانس د راپور لهمخې، دوی ټینګار وکړ چې د خلیج د همکاریو شورا هېوادونه به «د خپلې دفاع لپاره په پوره ځواک خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د سیمې د امنیت د خوندیتوب او ثبات د ټینګښت لپاره به له ټولو موجودو سرچینو څخه کار واخلي».
