• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې امنیتي اندېښنې؛ د اختر د امنیت لپاره ۱۵۰۰ کسیزه قطعه جوړه شوې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۰

کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسولین وایي، چې د راتلونکي اختر د ورځو او شپو د امنیت د ټینګښت لپاره یې په دې ولایت کې یوه ځانګړې ۱۵۰۰ کسیزه امنیتي قطعه جوړه کړې ده. طالبانو ویلي چې دا قطعه د ښار او شاوخوا سیمو د امنیت خوندې کولو او شکمنو خلکو د څار لپاره ده.

د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دا قطعه به د ښار او شاوخوا سیمو په مهمو ځایونو کې ځای پر ځای شي او هڅه به وکړي چې د اختر په ورځو کې د خلکو امنیت خوندي وساتي.

کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند جمشید ویلي، په دې تازه جوړې شوې قطعې کې یو شمېر طالبان د موټرسایکلونو له لارې ګزمې کوي تر څو د امنیتي پېښو په پرمهال ژر د پېښې ځای ته ورسېږي او لازم اقدامات ترسره کړي.

د نوموړي په خبره، دا قطعه به د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ورځې او شپې پر مهال فعال حضور ولري.

په کندهار کې د طالبانو جوړه شوې امنیتي قطعه
100%
په کندهار کې د طالبانو جوړه شوې امنیتي قطعه

طالب چارواکي وایي، چې د دې قطعې غړي به په سپکو او درنو وسلو سمبال وي او د اړتیا پر مهال به د نورو امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ عملیات ترسره کړي. خو د ځینو محلي سرچینو په وینا، د دغې قطعې له غړو سره عادي وسلې دي او د تجهیزاتو له پلوه له نورو طالب پولیسو سره کوم څرګند توپیر نه تر سترګو کېږي.

د امنیتي قطعې جوړېدل داسې مهال اعلانېږي چې په وروستیو میاشتو کې د کندهار په ښار کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه پېښې زیاتره وخت له رسنیو پټې ساتل کېږي او چارواکي هڅه کوي وضعیت عادي وښيي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی عبدالسلام وایي: «په وروستیو کې غلاوې ډېرې زیاتې شوې دي مخکې به خلکو د شپې اندېښنه درلوده، خو اوس د ورځې هم له خلکو پیسې او موبایلونه اخیستل کېږي.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي: «د ښار په ځینو سیمو کې غله په ښکاره ګرځي وسلې ورسره وي، کله چې له خلکو شیان واخلي بیا هم په ارامه زړه له سیمې وځي او څوک یې مخه نه نیسي.»

بل لور ته ځینې اوسېدونکي هیله څرګندوي چې د اختر لپاره د ځانګړې امنیتي قطعې جوړېدل به د امنیت د ښه کېدو لامل شي او د جنايي پېښو کچه به راټیټه کړي.

په کندهار کې د طالبانو جوړه شوې امنیتي قطعه
100%
په کندهار کې د طالبانو جوړه شوې امنیتي قطعه

د یادونې وړ ده چې طالب چارواکو تر دې وړاندې هم اعلان کړی چې د اختر د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره به په نورو جنوبي ولایتونو کې هم ورته ګامونه پورته شي.

د راپورونو له مخې، په زابل او روزګان ولایتونو کې هم ورته ځانګړي امنیتي قطعې جوړې شوې دي تر څو د اختر پر مهال امنیتي تدابیر لا پیاوړي شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د طالبانو سره د خبرو د بیا پیل غوښتنه رد کړه

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

اسلام اباد د چین هڅې رد کړې چې د افغانستان د طالبانو حکومت سره اړیکې ښې کړي او ویلي یې دي چې تر هغه پورې به خپلې اوسني پالیسۍ ته دوام ورکړي، څو طالبان د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه عملي ګامونه پورته نه کړي.

چین په دې وروستیو کې خپل ځانګړی استازی کابل او اسلام آباد ته استولی و، ترڅو د دواړو ګاونډیو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره منځګړيتوب وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان د سرپرست بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.

پاکستاني ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د سرچینو له قوله لیکلي، چې پاکستان د چین د هڅو ارزونه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د موقف پرځای پاتې کېدل او د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې عملي ګامونو نه اخیستل د دې مانع شوي چې اسلام اباد کابل سرهاړیکې عادي کړي. پاکستاني چارواکو چین ته واضح کړې چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي او د دې تضمین پرته به تعامل نه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندراوبي په خپلې هفتنۍ خبري غونډې کې وویل: «د افغانستان په اړه زموږ موقف هماغسې پاتې دی. موږ کابل ته په څرګنده توګه ویلي چې د دوی خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره و نه کارول شي، او تر هغې چې دا ضمانتونه ترلاسه نه شي، زموږ پالیسي بدلون نه کوي.»

طالبان بیا د پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری: د طالبانو نوې مقرره د افغان ښځو حقونه محدودوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا دفتر خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د نوې جنايي مقررې له امله له عدالت، مساوات او خپلواکۍ څخه د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ کېږي، او د بشري حقونو د دغو سرغړونو په وړاندې بېړنی اقدام اړین دی.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا دفتر د خبرپانې له مخې، د طالبانو حکومت لخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د کلونو راهیسې په تدریجي ډول کمزوري شوي او اوس د یوې نوې جنايي مقرره له لارې دغه فشار لا زیاتېږي. دغه اداره ټینګار کوي چې دا مقرره د ښځو او نجونو د عدالت، مساوات او شخصي خپلواکۍ پر وړاندې ستر محدودیتونه رامنځته کوي.

د بشري حقونو مدافعین د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دا «ظالمانه او جابره مقرره» ژر تر ژره لغوه کړي او د افغان ښځو حقونو ته د درناوي تضمین وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغان ښځو د حقونو لپاره باید د نړۍ په کچه غږ پورته شي.»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د حقونو کمښت یوه دوامداره ستونزه ده، چې له تعلیمي، کاري او ټولنیزو حقونو نیولې د قضایي خپلواکۍ محدودیتونو پورې ټولې برخې رانغاړي. اوس د نوې مقررې سره دا محدودیتونه نور هم جدي بڼه غوره کړې.

ملا هبت‌الله په اختریز پیغام کې د پاکستان هوايي بریدونو او ملکي مرګ‌ژوبلې یادونه نده کړې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو هوايي بریدونو، پر ډيورنډ کرښه جګړو او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې په اړه هیڅ یادونه نده کړې.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل تازه پیغام کې افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او د روژې د عبادتونو، تقوا، صدقې، اسلامي نظام د ساتنې او د خلکو ترمنځ د یووالي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

نوموړي په پیغام کې د اسلامي امارت تر واک لاندې د امنیت د ښه کېدو یادونه کړې او له خلکو یې غوښتي چې د دوی د نظام د ټینګښت لپاره د مسولینو ملاتړ وکړي او د اختلافاتو څخه ځان وساتي.

خو په دې پېغام کې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي کړکېچ چې په وروستیو اونیو کې د پام وړ زیات شوی دی هیڅ یادونه نده شوې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د په ډيورنډ کرښه جګړو او هوايي بریدونو لړۍ روانه ده چې په کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي دي.

په دغه جګړو کې سلګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، او په زرګونو کسان بې کوره شوي دي.

په ځینو سیمو کې د پاکستاني هوايي بریدونو او توپچي ډزو له امله د کورونو د ویجاړېدو او د خلکو د بې‌ځایه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د طالبانو په وینا د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو لکه پکتیکا، خوست، کونړ او ننګرهار کې لسګونه ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

نړیوالو رسنیو هم راپور ورکړی چې وروستیو بریدونو کې د کابل او نورو سیمو استوګنیزې سیمې هم زیانمنې شوې دي او لږ تر لږه څو ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

سره له دې، د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې نه یوازې د دغو هوايي بریدونو، په ډيورنډ کرښې جګړو او ملکي مرګ‌ژوبلې یادونه نه ده کړې، بلکې تر دې دمه یې د پاکستان سره د روان کړکېچ او جګړې په اړه هم کوم څرګند رسمي دریځ نه دی وړاندې کړی.

کارپوهان وايي چې د طالبانو د مشر چوپتیا ښايي د دې لپاره وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زیات سیاسي او پوځي حساسیت لري او د جګړې تر څنګ د ډیپلوماټیکو هڅو احتمال هم روان دی.

په اختریز پیغام کې ملا هبت‌الله اخندزاده یوازې په عمومي ډول له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي، خو د کوم ځانګړي هېواد نوم یې نه دی اخیستی.

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو کلونو تر ټولو شدید پوځي کړکېچ بلل کېږي، د طالبانو د مشر په تازه پیغام کې د دغې موضوع نه یادونه د سیاسي او رسنیزو بحثونو سبب ګرځېدلې ده.

فطرت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ ټپيان دي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خوست، نورستان، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. نوموړي ویلي چې په بریدونو کې د ملکي کسانو کورونه په نښه شوي.

فطرت د دوشنبې په ورځ د (د کب ۲۵مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ او توپونو پر مټ د ملکي کسانو کورونه په نښته کړي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان په برید کې تېره شپه د خوست په سپېرې، ځاځي‌ میدان، ګربز او علیشېرو- تریزیو ولسوالیو کې درې ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او ‍۴ ښځې، دوه ماشومان او درې نارینه نور ټپيان شوي دي. د هغه په خبره چې د عامو خلکو یو شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.

فطرت وايي د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ په سیمه کې د پاکستان په هاوان مرمۍ برید کې یو کور سوځېدلی او د پکتیکا ولایت په شکین او برمل ولسوالیو کې هم د ملکي کسانو هغه کورنه چې تخلیه شوي و په نښه شوي دي.

طالبانو ویلي چې پاکستان د پکتیکا په شکین ولسوالۍ ۴۳ د هاوان مرمۍ توغولي چې ځاني تلفات نه لري.

ملګري ملتونه په جلال‌اباد او هرات کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره خوندي مېشت ځایونه جوړوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د هستوګنې اداره (UN-Habitat) وایي د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په ګډه یې پروژه پیل کړې چې له مخې به یې په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو او له نورو هېوادونو راستنېدونکو لپاره د کور، ځمکې او ملکیت حقونه خوندي کړي.

د یو این هبیتات له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلۍ، افغانستان له اوږدې جګړې وروسته د بېځایه شوو کورنیو او راستنېدونکو د ستونزو سره مخ دی. شاوخوا ۶ میلیونه داخلي بېځایه شوي خلک په هېواد کې ژوند کوي، پداسې حال کې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۶۰۰،۰۰۰ تر ۱.۵ میلیونه کسان په جبري ډول افغانستان ته راستنه شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، په غیر رسمي مېشت ځایونو کې د دې خلکو ژوند له ګڼو خطرونو سره مخ دی، چې د ځمکې او ملکیت د حقونو له نشتوالي، د کورونو او بنسټیزو خدماتو په کمښت، او د اقلیمي پېښو لکه سېلابونو او وچکالیو اغېز لاندې دی. ښځې په ځانګړي ډول زیانمنې کېږي، ځکه د کورنیو دندې او ماشومانو پالنه د اقلیمي ستونزو په وخت کې زیاتیږي.

اعلامیه همدا راز راغلي، د IOM او UN-Habitat ګډه پروژه د جلال‌اباد او هرات شپږ غیر رسمي مېشتو سیمو ته ځانګړې شوې، چې د داخلي بېځایه شوو او د پاکستان او ایران څخه راستنېدونکو خلکو مهم مرکزونه ګڼل کېږي. پروژه دد ځمکې د مالیکیت حقونود امنیت، اقلیمي زغم او د جنسیت برابرۍ مسایل په یوځای حلولو تمرکز لري او هڅه کوي د ښځینه او نارینه وګړو لپاره د اقلیم-زغم لرونکي کورونو او ټولنې بنسټونه جوړ کړي.

د UN-Habitat مسؤلینو ویلي چې دا هڅې د اوږدمهاله بیا ځای پر ځای کولو، ټولنیز ثبات او د اقلیم پر وړاندې مقاومت لپاره حیاتي دي، ځکه د کور، ځمکې او ملکیت حقونو خونديتوب د راستنېدونکو او بېځایه شوو خلکو د سوکاله ژوند لومړنی شرط دی.