عباس عراقچي: هیله لرم په افغانستان کې تلپاتې سوله او ټیکاو رامنځته شي

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت هیله څرګنده کړې ده. هغه زیاته کړې، چې افغانان او د طالبانو حکومت پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر وړاندې له تهران څخه ملاتړ څرګند کړ.
هغه په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د روژې په دې مبارکه میاشت کې له زړه څخه د افغانستان له حکومت او خلکو مننه کوم. هغوی د امریکا او اسراییل رژیم تېری وغانده او د ایران له خلکو او دولت سره یې خپله خواخوږي او ملاتړ وښود».
عراقچي همداراز زیاته کړه، چې دوی د «تېري» پر وړاندې په مېړانې او استقامت ولاړ دي او هیله لري، چې په افغانستان کې هم تلپاتې سوله او ارامي ټینګه شي.
