• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روږدو پر مرکز له برید وروسته یو شمېر کورنۍ لا هم د خپلو غړو له برخلیک څخه بې‌خبره دي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۰

په کابل کې د پاکستان د هوايي برید له امله د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز کې د اور لګېدنې په پایله کې ځینې کورنۍ وايي، چې له یوې شپې او ورځې تېرېدو وروسته لا هم د خپلو خپلوانو له برخلیک څخه بې‌خبره دي.

د کابل یوه اوسېدونکي د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، تره یې په دغه مرکز کې چې په «امید کمپ» مشهور دی بستر و، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه لري. هغه وویل: «د ښار ټول روغتونونه مو وپلټل، خو هغه مو نه د ټپیانو په منځ کې وموند او نه هم د شهیدانو». د هغه په وینا، د طالبانو چارواکي د دې خونړۍ پېښې د مړیو او ټپیانو د برخلیک په اړه کورنیو ته دقیق معلومات نه ورکوي.
د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۰۸ ملکیان چې ډېری یې تر درملنې لاندې روږدي کسان وو، وژل شوي دي. په ورته وخت کې بیا پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د دې برید هدف په طالبانو پورې تړلي تاسیسات او د دې ډلې پوځي تجهیزات وو.
له دې سره، اته دیرش کلن بریالی امیري هم په دغه مرکز کې و ترڅو خپل ورور پیدا کړي. ورور یې شاوخوا ۲۵ ورځې وړاندې په یاد مرکز کې بستر شوی و. هغه فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: «موږ ته سم او کافي معلومات نه راکول کېږي».
طالبانو ویلي، چې د برید پر مهال په دغه مرکز کې شاوخوا درې زره کسان موجود وو. دا برید له روژه ماتي وروسته وشو او د کابل د اوسېدونکو ترمنځ یې سخته وېره خپره کړه. یو شمېر عیني شاهدانو له برید وروسته صحنې «خورا وحشتناکې» بیان کړې دي.
د یوه امبولانس چلوونکي فهیم رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له برید لږ ځنډ وروسته سیمې ته رسېدلی دی. هغه وویل: «کله چې سیمې ته ورسېدم، ومې لیدل چې هر څه په سوځېدو دي، خلک سوځېدل».
هغه زیاته کړه: «سهار وختي یې بیا راسره اړیکه ونیوله او راته ویې ویل چې بېرته ورشم، ځکه لا هم تر خاورو لاندې جسدونه پاتې دي».
دغه مرکز په ۲۰۱۶ کال کې تاسیس شوی و او د سلګونو ناروغانو د درملنې ترڅنګ یې هغوی ته حرفوي زده‌کړې لکه خیاطي او ترکاڼي هم ورکولې، ترڅو له رغېدو وروسته وکولای شي د کار بازار ته ننوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته پاکستان یو ځل بیا پر کابل او ننګرهار هوایي بریدونه وکړل، چې په یوه برید کې د روږدو د درملنې یو مرکز په نښه شو.
طالبان وایي، په دې برید کې څه باندې څلور سوه کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپيان دي.
دغه برید په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان کې د سړک جوړونې په پروژو کې سلګونه میلیونه ډالره ضایع شوي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰
د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان کې د سړک جوړونې په پروژو کې سلګونه میلیونه ډالره ضایع شوي
100%

د امریکا د استازو جرګې غړی کوري مېلز وايي، چې په افغانستان کې د سړک جوړونې پر پروژو سلګونه میلیونه ډالره لګول شوي، خو دغه پروژې هېڅ پایلې ته نه دي رسېدلي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د بهرنیو مرستو په برخه کې د ضایع کېدو، فساد او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه جوړه شوې وه وویل، چې یوازې په یوه پروژه کې ۲۵۹ میلیونه ډالر مصرف شوي، خو دا پروژه هېڅ‌کله بشپړه شوې نه ده.

مېلز زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو مرستو یوه د پام وړ برخه هغو ډلو ته رسېدلې چې د هغه په وینا «د امریکا د خلکو دوښمنان» دي. هغه زیاته کړه: «که د سیمه‌ییزو نادولتي بنسټونو له لارې وي، که د لویو سوداګریزو شرکتونو او یا هم د نړۍوالو سازمانونو له لارې، فرصت‌طلبو کسانو د کلونو په اوږدو کې د بهرنیو مرستو په نظام کې له شته کمزوریو ناوړه ګټه پورته کړې ده».

د استازو جرګې دغه غړي له افغانستان څخه د خپلې تجربې په یادولو سره وویل، ده له نږدې لیدلي چې قراردادونو لویې ګټې ترلاسه کړې، خو د پام وړ لاسته راوړنې یې نه دي لرلي. هغه ټینګار وکړ: «د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د سړک جوړونې یوې پروژې لپاره ۲۵۹ میلیونه ډالر ولګول شول، خو دا پروژه هېڅ‌کله بشپړه نه شوه».

د هغه په وینا، له ۱۲ کلونو وروسته یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه دغه سړک جوړ شو او ان هغه جوړې شوې برخې هم ډېر ژر ویجاړې شوې.

مېلز زیاته کړه، چې قراردادیانو د کافي څارنې له نشتوالي ګټه پورته کړې او پرته له دې چې پروژې بشپړې کړي، د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې یې ترلاسه کړې دي.

هغه همدارنګه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ځانګړي مفتش د ادارې د ۲۰۲۵ کال راپور ته په اشارې وویل، چې په پای کې یوازې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه پورې مالي مرستې خلکو ته رسېږي او ډېره برخه یې د لګښتونو، بډو او باج‌اخیستنې په ترڅ کې له منځه ځي.

د نوموړي په وینا، د نړۍ په کچه ترهګرو ډلو هم له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې او له دې لارې یې مالي سرچینې ترلاسه کړې دي. په همدې حال کې، د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې د سرمفتش مرستیال اډم کاپلان په همدې غونډه کې وویل، چې دغه اداره لا هم د لویو درغلیو د قضیو څېړنې ته دوام ورکوي.

هغه د ۵۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوې بډو د قضیې د کشف خبر ورکړ او ویې ویل، چې ملګري ملتونه د امریکا د مرستو د درغلیو اړوند څېړنو کې کله ناکله له دوو کلونو ډېر ځنډ کوي.

کاپلان ټینګار وکړ، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو ساتنه دقیقې څارنې، روڼتیا په راپور ورکولو او د پلي کوونکو بنسټونو بشپړې ارزونې ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه: ایران کې شخړې افغان ښځې بېرته له بندیزونو ډک ژوند ته ستنېدو ته مجبوروي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰
ملګري ملتونه: ایران کې شخړې افغان ښځې بېرته له بندیزونو ډک ژوند ته ستنېدو ته مجبوروي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سوزن فرګوسن ویلي، چې په ایران کې د روانو جګړو او کړکېچ له امله افغان ښځې اړې شوې دي، چې له خپلو کورنیو سره بېرته افغانستان ته ستنې شي. هغې زیاته کړې، دا مېرمنې داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د نوموړې په وینا، دا راستنېدونکې مېرمنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له سخت ناورین سره مخ کېږي، نو ځکه د دوی سازمان هڅه کوي چې دغو کورنیو ته اړینې مرستې برابرې کړي. هغې زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې سرپناه، روغتیايي خدمتونه او خوراکي توکي شامل دي.

د سوزن په وینا، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو ته لازم خدمتونه نه وړاندې کېږي. د ملګرو ملتونو دا استازې اندېښنه څرګندوي، چې افغان ښځې په کورنیو کې د مېړونو له لوري له تاوتریخوالي سره هم مخ دي. یو شمېر افغان مېرمنو غوښتنه کړې، چې نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې له مېرمنو سره کېدونکی ناوړه چلند عادي ونه ګڼي او پر وړاندې یې باید جدي اقدامات وکړي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکې نجونې او مېرمنې په افغانستان کې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ کېږي چې له مخې یې د ښوونځیو له زده‌کړو او کار کولو څخه محرومېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د ښځو پر ضد سخت بندیزونه ولګول، پر هغوی یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بندې کړې او د کار کولو بندیز یې هم پرې اعلان کړی دی. یاده دې وي، چې افغان ښځینه فعالانو د طالبانو دغه استبدادي کړنو ته د «جنسي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

بي بي سي تېره شپه له امید مرکز نه د ۳۰ مړو د اېستلو خبر ورکړی

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۰
بي بي سي تېره شپه له امید مرکز نه د ۳۰ مړو د اېستلو خبر ورکړی
100%

بي بي سي وايي، ددوی خبریالانو تېره شپه په کابل کې دامید په نوم د معتادینو د درملنې ۲زره بستریز مرکز څخهد راپور پرمهال ولیدل چې د مرکز ځینې برخې لاهم په اور کې وې او ددوی د حضور پرمهال له ۳۰ څخه ډیر جسدونه انتقال شول. په دغه برید کې د ۴۰۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د کابل اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته په سیمه ییز وخت شاوخوا۸:۵۰ بجې وویل چې دوی د یوې جنګي الوتکې د غږ تر اورېدو وروسته په کابل کې لږترلږه دوې زورورې چاودنې واورېدې، چې غږ یې د کابل په ډېرو سیمو کې واورېدل شو.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستان د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې مرکز په نښه کړی، چې شاوخووا ۴۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي. په یاد مرکز کې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسان درملنه کېده.

پاکستان پر طبي تاسیساتو د برید ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې «په کابل او د ننګرهار ولایت کې یې په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د وسله والو د ملاتړ مرکزونه په نښه کړي دي.»

تر اوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) دفتر په دې اړه کوم راپور نه دی خپور کړی.

د بشري حقونو فعالانو د دې پېښې په اړه د خپلواکو او بې‌طرفه نړیوالو بنسټونو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

محمد نبي عمري: پاکستان له خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژلو پروژه اخیستې ده

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۰
محمد نبي عمري: پاکستان له خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژلو پروژه اخیستې ده
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په کابل کې د پاکستان له خوا د برید په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژولو پروژه اخیستې ده.

محمد نبي عمري پاکستان ته به خطاب کې وویل: «پاکستان که غواړي په خپل هېواد کې امن راولي زموږ ورته مشوره ده چې په خپله خاوره کې د الله کتاب حاکم کړي». د هغه په خبره چې په دې سره به د غلا، تښتونې، غلامۍ، پورونو او وسله والو فعالیتونو خلاص شي.

عمري زیاته کړه چې که پاکستان په خپله خاوره کې د «انګریز او امریکا قانون او غلامي» وي دغه هېواد به هیڅ وخت د ارام ساه وا نه خلي.

نوموړي وروستیو ناامنه پېښو ته په اشاره ویلي چې موږ په هر ډول د خپل ولس دفاع کوو او «څه چې کرې بیا یې رېبلو ته هم فکر وکه»

هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ له هغو غوښتې چې ټول وژل شوي په یوه مقبره کې دفن کړي تر څو نسلونو ته د پاکستان «ظلم» یاد وي.

طالبانو د کندز او بامیان له زندانونو ۱۱۱ بندیان ازاد کړل

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۰
طالبانو د کندز او بامیان له زندانونو ۱۱۱ بندیان ازاد کړل
100%

د طالبانو حکومت ویلي چې کندز او بامیان له زندانونو خڅه یې ۱۱۱ زندانیان چې د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بند کې وو خوشي کړي دي. له دغه خوشې شویو بندیانو غوښتل شوي چې په راتلونکي کې له جرمونو ډډه وکړي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بندیان د سترې محکمې د ځاګړي حکوم پر بنسټ خوشی شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې له کندز زندان نه ۶۷ بندیان خوشي او د ۵۶ نورو د بند موده کمه شوې.

د طالبانو په خبره چې د بامیان له زندانه هم ۴۴ بندیان خوشي شوي او د ۸ نورو د بند په موده کې کمی راغلی.

طالبانو وايي چې دغه بندیان د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت خوشي کوي.