• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی: پاکستان تل یو کمزوری افغانستان غواړي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له سکای‌نیوز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې هغه د ښو اړیکو د جوړېدو لپاره شل ځله اسلام‌اباد ته د خپلې واکمنۍ پر مهال سفرونه کړي وو. هغه زیاته کړې، که په کابل هر څوک واکمن وي، نو پاکستان بیا هم ورسره ستونزې جوړوي.

د نوموړي په خبره: «پاکستان تل هڅه کوي چې افغانستان کمزوری وي». د پخواني ولسمشر په وینا، د پاکستان په تګلاره کې د سختدریځۍ ملاتړ او د هغې تقویه کول شامل دي. کرزي وویل: «زما مشوره د پاکستان چارواکو ته دا ده چې په سوله‌ییزه توګه له افغانستان سره مخکې لاړ شي».

پخوانی ولسمشر وایي، پاکستان خپله ترهګري کوي او بیا یې بېرته پړه پر افغانستان اچوي چې دا سمه لاره نه ده. حامد کرزي له سکای‌نیوز سره په دې مرکه کې د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګني په افغانستان کې یې ملکي سیمې نه دي بمبار کړي.

د کرزي په وینا، ده او د کابل ټولو اوسېدونکو سره شواهد شته چې پاکستانۍ الوتکو د دوشنبې په شپه سلګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

هغه د پاکستان دغه بریدونه هم په سختو ټکو وغندل. د افغانستان پخوانی ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د دوشنبې په شپه پاکستانۍ جېټ الوتکو کابل کې د معتادینو د درملنې یو مرکز بمبار کړ او هلته یې تر ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي ووژل.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان کې د سړک جوړونې په پروژو کې سلګونه میلیونه ډالره ضایع شوي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې غړی کوري مېلز وايي، چې په افغانستان کې د سړک جوړونې پر پروژو سلګونه میلیونه ډالره لګول شوي، خو دغه پروژې هېڅ پایلې ته نه دي رسېدلي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د بهرنیو مرستو په برخه کې د ضایع کېدو، فساد او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه جوړه شوې وه وویل، چې یوازې په یوه پروژه کې ۲۵۹ میلیونه ډالر مصرف شوي، خو دا پروژه هېڅ‌کله بشپړه شوې نه ده.

مېلز زیاته کړه، چې د امریکا د بهرنیو مرستو یوه د پام وړ برخه هغو ډلو ته رسېدلې چې د هغه په وینا «د امریکا د خلکو دوښمنان» دي. هغه زیاته کړه: «که د سیمه‌ییزو نادولتي بنسټونو له لارې وي، که د لویو سوداګریزو شرکتونو او یا هم د نړۍوالو سازمانونو له لارې، فرصت‌طلبو کسانو د کلونو په اوږدو کې د بهرنیو مرستو په نظام کې له شته کمزوریو ناوړه ګټه پورته کړې ده».

د استازو جرګې دغه غړي له افغانستان څخه د خپلې تجربې په یادولو سره وویل، ده له نږدې لیدلي چې قراردادونو لویې ګټې ترلاسه کړې، خو د پام وړ لاسته راوړنې یې نه دي لرلي. هغه ټینګار وکړ: «د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د سړک جوړونې یوې پروژې لپاره ۲۵۹ میلیونه ډالر ولګول شول، خو دا پروژه هېڅ‌کله بشپړه نه شوه».

د هغه په وینا، له ۱۲ کلونو وروسته یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه دغه سړک جوړ شو او ان هغه جوړې شوې برخې هم ډېر ژر ویجاړې شوې.

مېلز زیاته کړه، چې قراردادیانو د کافي څارنې له نشتوالي ګټه پورته کړې او پرته له دې چې پروژې بشپړې کړي، د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې یې ترلاسه کړې دي.

هغه همدارنګه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ځانګړي مفتش د ادارې د ۲۰۲۵ کال راپور ته په اشارې وویل، چې په پای کې یوازې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه پورې مالي مرستې خلکو ته رسېږي او ډېره برخه یې د لګښتونو، بډو او باج‌اخیستنې په ترڅ کې له منځه ځي.

د نوموړي په وینا، د نړۍ په کچه ترهګرو ډلو هم له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې او له دې لارې یې مالي سرچینې ترلاسه کړې دي. په همدې حال کې، د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې د سرمفتش مرستیال اډم کاپلان په همدې غونډه کې وویل، چې دغه اداره لا هم د لویو درغلیو د قضیو څېړنې ته دوام ورکوي.

هغه د ۵۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوې بډو د قضیې د کشف خبر ورکړ او ویې ویل، چې ملګري ملتونه د امریکا د مرستو د درغلیو اړوند څېړنو کې کله ناکله له دوو کلونو ډېر ځنډ کوي.

کاپلان ټینګار وکړ، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو ساتنه دقیقې څارنې، روڼتیا په راپور ورکولو او د پلي کوونکو بنسټونو بشپړې ارزونې ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه: ایران کې شخړې افغان ښځې بېرته له بندیزونو ډک ژوند ته ستنېدو ته مجبوروي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سوزن فرګوسن ویلي، چې په ایران کې د روانو جګړو او کړکېچ له امله افغان ښځې اړې شوې دي، چې له خپلو کورنیو سره بېرته افغانستان ته ستنې شي. هغې زیاته کړې، دا مېرمنې داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د نوموړې په وینا، دا راستنېدونکې مېرمنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له سخت ناورین سره مخ کېږي، نو ځکه د دوی سازمان هڅه کوي چې دغو کورنیو ته اړینې مرستې برابرې کړي. هغې زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې سرپناه، روغتیايي خدمتونه او خوراکي توکي شامل دي.

د سوزن په وینا، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو ته لازم خدمتونه نه وړاندې کېږي. د ملګرو ملتونو دا استازې اندېښنه څرګندوي، چې افغان ښځې په کورنیو کې د مېړونو له لوري له تاوتریخوالي سره هم مخ دي. یو شمېر افغان مېرمنو غوښتنه کړې، چې نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې له مېرمنو سره کېدونکی ناوړه چلند عادي ونه ګڼي او پر وړاندې یې باید جدي اقدامات وکړي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکې نجونې او مېرمنې په افغانستان کې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ کېږي چې له مخې یې د ښوونځیو له زده‌کړو او کار کولو څخه محرومېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د ښځو پر ضد سخت بندیزونه ولګول، پر هغوی یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بندې کړې او د کار کولو بندیز یې هم پرې اعلان کړی دی. یاده دې وي، چې افغان ښځینه فعالانو د طالبانو دغه استبدادي کړنو ته د «جنسي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

بي بي سي تېره شپه له امید مرکز نه د ۳۰ مړو د اېستلو خبر ورکړی

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۰

بي بي سي وايي، ددوی خبریالانو تېره شپه په کابل کې دامید په نوم د معتادینو د درملنې ۲زره بستریز مرکز څخهد راپور پرمهال ولیدل چې د مرکز ځینې برخې لاهم په اور کې وې او ددوی د حضور پرمهال له ۳۰ څخه ډیر جسدونه انتقال شول. په دغه برید کې د ۴۰۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د کابل اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته په سیمه ییز وخت شاوخوا۸:۵۰ بجې وویل چې دوی د یوې جنګي الوتکې د غږ تر اورېدو وروسته په کابل کې لږترلږه دوې زورورې چاودنې واورېدې، چې غږ یې د کابل په ډېرو سیمو کې واورېدل شو.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پاکستان د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې مرکز په نښه کړی، چې شاوخووا ۴۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي. په یاد مرکز کې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسان درملنه کېده.

پاکستان پر طبي تاسیساتو د برید ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده چې «په کابل او د ننګرهار ولایت کې یې په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د وسله والو د ملاتړ مرکزونه په نښه کړي دي.»

تر اوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) دفتر په دې اړه کوم راپور نه دی خپور کړی.

د بشري حقونو فعالانو د دې پېښې په اړه د خپلواکو او بې‌طرفه نړیوالو بنسټونو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

محمد نبي عمري: پاکستان له خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژلو پروژه اخیستې ده

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په کابل کې د پاکستان له خوا د برید په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژولو پروژه اخیستې ده.

محمد نبي عمري پاکستان ته به خطاب کې وویل: «پاکستان که غواړي په خپل هېواد کې امن راولي زموږ ورته مشوره ده چې په خپله خاوره کې د الله کتاب حاکم کړي». د هغه په خبره چې په دې سره به د غلا، تښتونې، غلامۍ، پورونو او وسله والو فعالیتونو خلاص شي.

عمري زیاته کړه چې که پاکستان په خپله خاوره کې د «انګریز او امریکا قانون او غلامي» وي دغه هېواد به هیڅ وخت د ارام ساه وا نه خلي.

نوموړي وروستیو ناامنه پېښو ته په اشاره ویلي چې موږ په هر ډول د خپل ولس دفاع کوو او «څه چې کرې بیا یې رېبلو ته هم فکر وکه»

هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ له هغو غوښتې چې ټول وژل شوي په یوه مقبره کې دفن کړي تر څو نسلونو ته د پاکستان «ظلم» یاد وي.

طالبانو د کندز او بامیان له زندانونو ۱۱۱ بندیان ازاد کړل

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو حکومت ویلي چې کندز او بامیان له زندانونو خڅه یې ۱۱۱ زندانیان چې د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بند کې وو خوشي کړي دي. له دغه خوشې شویو بندیانو غوښتل شوي چې په راتلونکي کې له جرمونو ډډه وکړي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بندیان د سترې محکمې د ځاګړي حکوم پر بنسټ خوشی شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې له کندز زندان نه ۶۷ بندیان خوشي او د ۵۶ نورو د بند موده کمه شوې.

د طالبانو په خبره چې د بامیان له زندانه هم ۴۴ بندیان خوشي شوي او د ۸ نورو د بند په موده کې کمی راغلی.

طالبانو وايي چې دغه بندیان د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت خوشي کوي.